موږ خپلې چارې د جهان ګڼلي
وران قضاوت کوو جهان برخه کې
خپله مسوول یوو هسې بل ګرم بولو
ملامت خپله یوو وجدان برخه کې
اړیکې نه پالو د نورو سره
بد یوو یوبل سره ګوزران برخه کې
تل مو د نورو په ایمان شک کړی
خپله ضعیف یوو د ایمان برخه کې
د ځان پرځای چې کړو تکیه په نورو
سخته جفا کوو د ځان برخه کې
خپله ګنا چې پر شیطان اچوو
دا ناځواني ده د شیطان برخه کې
مکان کې هم یوو له تغییره منکر
ولاړ یوو ځای پرځای زمان برخه کې
کلونه تېر شول او پېړۍ واوښتې
تغییر رانغی د افغان برخه کې
د ۲۰۲۲ کال د جولای ۸ مه
سرلوڅ مرادزی
07.01.2022
- سرلوڅ مرادزی
طالب امریکا سره په دوحا تړون کې د دوی په ګټه د پټو معاملو پرته، د خپل مشروعیت لپاره د هېواد او نړیوال حقوفي بنسټونو له مخې هیڅ لاسوند او دلیل نه لري. دوی چې د دوحا تړون په مټ، له پوځي لارې دولتي واک ترلاسه کړی؛ واک يي د مشروعیت د بحران سره مخ دی. نن سبا پنځه میاشتې پوره کیږي، خو د طالب واک نه په هېواد دننه مشروعیت پیداکړ او نه په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت وپېژاند. کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان چې د برتانوي هند د انګریز وایسرای اکټونه کوي؛ هېواد يي تر اوسه تیار نه دي چې د طالب حکوم...
10.01.2022
- سرلوڅ مرادزی
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له سفره واپس، د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته په څرګندونو کې د دې خبرې پخلی وکړ چې تهران کې يي د جمعیت د پخواني جنګسالار اسماعیل خان او د نظارشورا د یو سرخېل احمد مسعود سره لېده کاته کړې دي. په دې کتنه کې د جمعیت یو بل غړی حفیظ منصور هم ګډون درلود. ویل کیږي دا لېدنه د ایران د سپاه پاسداران د پوځي استخباراتي ډلې په مټ تر سره شوې. دا هم ویل شوې چې امیرخان متقي د اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني په ایران کې د افغانستان د سرپرست...