بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله ده ، او د ځمکې په سر دوهم جومات دی چې د مسجد حرام څخه څلویښت کاله وروسته جوړ شوی دی ، لکه چې په مسلم کې د ابي ذر رضي الله عنه نه روایت شویدی قال:
(سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أول مسجد وضع في الأرض قال : المسجد الحرام ، قلت : ثم أي ؟ قال : المسجد الأقصى ، قلت : كم بينهما ؟ قال : أربعون سنة ، ثم الأرض لك مسجد فحيثما أدركتك الصلاة فصل )
ژباړه :
ابي ذر رضی الله عنه وایې :
د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه می پوښتنه وکړه چې د ځمکې پر مخ د ټولو نه لومړی کوم مسجد جوړ شوی دی ؟
و یې فرمایل چې : مسجد حرام .
ـ ما ورته وویل چې بیا کوم مسجد جوړ شوی دی ؟
ـ و یې فرمایل چې : مسجد اقصی .
ـ بیا می ورته وویل چې : د دی دواړو مسجدونو د جوړیدو تر منځ څومره موده وه ؟
ـ و یې فرمایل چې : څلویښت کاله .
بیا نو ټوله ځمکه تاسو لپاره مسجد دی ، کوم ځای چې د لمونځ وخت راغی هلته خپل لمونځ وکړه .
مفسرین او علماء دا وایې چې :
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه دغه مسجد ته لاړ نو د دغه مسجد قداست او طهارت لا پسی زیات شو او دغه مسجد چې په دغه وخت کي په کې هیچا عبادت نه کاوه خو د رسول الله په راتلو سره یې په قران کریم کې ثبوت راغی .
په اومه میلادي پېړۍ کې د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما په زمانه کې ، کله چې شام مسلمانانو فتح کړ نو دغه مقدس مسجد مسلمانانو ته په لاس ورغی ، او دغه جومات یې له هر ‌ډول نجاستونو څخه پاک کړ او د هغه وخت نه را په دیخوا د علم مناره ، د ایمان کور ، د زیارت کونکو مرکز او د لمانځه لپاره محراب شو .
د یادونې وړ ده چې بیت المقدس ټولو اسماني ادیانو ته خورا زیات اهمیت لري ، مسیحیان په دی عقیده دی چې عیسی مسیح په اورشلم ( بیت المقدس ) کې پیدا شوی ، هلته يې ژوند کړی او هلته په دار ځړول شوی دی .

یهودیان ، بیا بیت المقدس د خپلو اجدادو هېواد ګڼي ، په تقدس یې قائل او زیات اهمیت ورته لري .

مسلمانانو ته له دی کبله زیات اهمیت لري چې دا جومات د مسلمانانو لومړۍ قبله ده ، او د مسجد حرام او مسجد نبوي نه روسته ، دا جومات په دریمه درجه کې د احترام وړ او متبرک مکان دی ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه دی جومات ته وړل شوی او له هم دی جومات څخه معراج ته تللی دی .
د ۱۰۹۵ م کال نه تر ۱۵۰۰ م کال پوری صلیبي جنګونه ، د همدی مقدسو اماکنو د لاسته راوړلو لپاره د کاتولیک کلیسا اود پاپانو په دعوت تر سره شوي او ګڼ شميرانسانان په کې له منځه تللي دي.

اته مشهور صليبي جنګونه د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ واقع شویدی چې ، د لومړي جنګ په نتيجه كې په ( ۱۰۹۹م ) کال کې دا مقدس ښار مسیحیانو ونیو او تقریبا یو قرن یعنی ( ۸۸) کاله د مسیحیانو په لاس کې وو چې ، د ( ۱۱۸۷م ) کال د اکتوبر په دوهمه نېټه بېرته د سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله په لاس فتح شو .
داسی ښکاري چې یهود کله له مدینې منورې نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات کې وشړل شول نو تر ډېره وخته پورې یې د مسلمانانو پر خلاف سر پورته نه کړ ، صلیبي مشهور جنګونه چې (۴۰۰) کاله اوږده شو او کله به سړیدل او کله به تودیدل ، د مسلمانانو په خلاف د بیت المقدس د نیولو لپاره د پاپانو په امر ، د مسیحیانو له خوا په لاره اچول شوي وو او ځينی مؤرخین دا هم وایې چې په دی جنګونو کې به مسیحیانو یهودان هم وژل .

فلسطین د دوهم خلیفه د زمانې نه مخکی د رومیانو په لاس کې وو چې د اسلام د دوهم خلیفه په وخت کې د جنګ جګړې نه په غېر د مسلمانانو لاسته ورغی ، او د عثماني خلافت تر اخره پوری د مسلمانانو په لاس کې وو .
په لومړي نړۍ وال جنګ کې عثماني خلافت ماتې وخوړه او تجزیه شو ، او د انګلیس او فرانسې ترمنځ چې د دغه جنګ ګټونکي ګڼل کېده وویشل شو، او په دې توګه فلسطین د انګلیس تر اشغال او قیمومیت لاندی راغی .
د انګلیس د بهرنیو چارو وزیر( بالفور ) په ۱۹۱۷ م کال کې ، مهاجرو یهودانو ته وعده ورکړی وه چې په فلسطین کې به د یهودو لپاره یو ملي وطن جوړ او ایجاد کړي .
کله چې د نړۍ وال لومړي جنګ نه روسته په ۱۹۱۹ م کې د عثمانیانو د شکست او تجزیه له کبله د فلسطین پر خاوره د انګلیس قیمومیت قائم شو، نو انګلیسانو په دی وخت کې د فلسطین ډېرې ځمکې یهودانو ته حواله کړی ، برسېره پر دی انګلیسانو یهودان هم تشویق کړل چې د مسلمانانو سره په خپله هم په معامله کې شي او د هغوی ځمکې خریداري کړي .
د دوهمې نړيوالې جګړي نه وروسته د يهوديانو مهاجرتونه دی ښار ته په چټکۍ سره شروع شول او ورو، ورو دا ښار يو ځل بيا د اسلامي امت له لاسه ووت او د يهودانو لاس ته ورغی .

۱۹۴۸ کال وو ، د می د میاشتې په ۱۴ نېټه وه چې پر فلسطین د انګلیس د قیمومیت د خاتمي نه څو ساعته وروسته د اسرائیلو لپاره د یو هېواد تشکیل اعلان شو، او روس او امریکا دوه لومړنی هېوادونه وو چې د اسرائلو د دولت تشکیل یې په ۱۹۴۸م کال کې په رسمیت وپېژانده .
په دی توګه په ۱۹۴۸ م کال کې د فلسطین د زیاتو برخو په اشغال سره په غربی اسیا کې د مدیترانې په شرق کې ( ۳۶۹۰۰۰۰ ) تنه یهودو لپاره د ( ۲۱۰۰۰ ) کیلو متر مربع په مساحت سره ، یو دولت اعلان شو چې ، پایتخت يې تل ابیب او مهم ښارونه یې بیت المقدس ، حیفا او فیدر وو .