څه ګیله به له پردیو څخه وکړو
چې خپل منځ کې یو له بله سره وران یوو
ویجاړي ده که وراني ده له خپل لاس ده
بېهوده له نورو خلکو په خپګان یوو
تېروتنه زموږ خپله ده دوستۍ کې
موږ د نورو په دوستۍ هسې پښیمان یوو
که موږ خپله ګنا اچوو پر نورو
په تقسیم د ګناهونو کې ناځوان یوو
هر څوک خپل بارونه، خپله پر اوږو وړي
ځانته موږ یوو چې د بار په وړو ناتوان یوو
هغه ولس یوو چې دوه تن په یو لار نه ځو
پاشل شوی لکه کاڼي د بیابان یوو
نه په مشر پسې ځو، نه مشر پالو
جلا شوی له خپل ډلې له کاروان یوو
په مذهب کې بې له پوهې مذهبي یوو
د ژوند پوهه کې تر ټولو نه نادان یوو
د مذهب دعوه په دروغو په ریا کړو
خرڅلاو ته يي ولاړ په هر دوکان یوو
د کفارو د خیرات په تمه ژوند کړو
چې خیرات نه وي په هغه سات اریان یوو
پنځه وخت لمونځ کې، لعنت په کفر وایو
د لعنت وړ همدا موږ مسلمانان یوو
د خوښۍ ژوند به ونه ګورو په سترګو
چې تر څو د وراسته فکر پیروان یوو
خپل عزت، غیرت مو ومنډه په ګوډي
لنګ وهلي پنجابي پسې روان یوو
د کابل مېوې مو هېرې کړې په دالو
تر کابله د پنجاب ډېر ثناخوان یوو
د غلام در کې حاضر شو غلامۍ ته
اوس په کومو سترګو وایو چې افغان یوو
له پردیو د انصاف تمه عبث ده
چې پخپله خوښ په چور او په تالان یوو
د ۲۰۲۱ کال د ډيسمبر ۲۵ مه