ستا له غمه مې خوب نشته تر سهاره
په داعش مې پيرزو نه يي ننګرهاره
هیڅ یو زړه به بې پرهاره پیدا نکړي
زړونه واړه پرهاري ستا له پرهاره
د هېواد د هرې سیمې ښکلا خپل ځای
په ختیځ کې د وطن د ګلو هاره
هر یو بڼ او هر چمن دی تازه اوسه
بلبلان دې خاموش مه شه له چغاره
طبیعت يي لکه ناوې جوړه کړې
رقیبان دې په حسرت دي له سینګاره
په هر ژمي د افغان د میلو ځای يي
د افغان د پیوستون لویه هینداره
هیڅ افغان دې د خزان تصور نه کړي
هر افغان په زړه کې ثبت همیش بهاره
د عزت شمله دې هسکه، دنګه اوسه
کم را نشي د پنجاب د سترګو خاره
لوی دښمن دی جلالکوټ په جنګ کې مات کړ
ګوډاګیان يي در ته کم دي، تر نسواره
د امان او پاچاخان روح دې په تن کې(۱ )
پر غلیم دې لاس وربر دی سم له واره
دښمنان دې یوځل بیا شرمنده غواړم
په پنجاب او په لاهور کې معلومداره
کاشکې بیا مې د لېدلو نصیب وشي
د نارنج میلې ته یم سترګې په لاره
ما په تا کې خپل تحصیل، خړپوسې کړې
زما مینې، زما عشق زما نګاره
یو شېبه دې هېرول راته ګنا ده
بې له تا یم په جنت کې ناقراره
یادونه:
(۱ ) د بشپړ افغانستان دوه ملګرې او میړني شخصیتونه: غازي امان الله خان او فخر افغان پاچاخان ته اشاره ده چې د دواړو مقبرې په جلال اباد ښار کې واقع دي.
د ۲۰۲۱ کال د ډيسمبر ۲ مه
سرلوڅ مرادزی