*داقتصادی فشار تر شا سیاسی ابزار*
په افغانستان کې د ملګروملتونامعلومه اجندا وې اوپه سیمه کې دسیمه ایزه هېوادونو نیت دېپلو ماتیک اړخ نه لری د ې غونډوکې د اسلا مي امارت فعاله برخه نشته. د ملګروملتو سازمان د افغانستان په لوږې ، اقتصادی کړکېچ او دسیستم ګډوډی،دژمی دراتګ یخنی او دوچ کالی مشکلاتو چې ملګری ملتونه ښه ور باندې پوهیږی. خو ملګری ملتونه د طالبانو پر ارادې اټکلی شک لری او زړې «دېبورا لاینز» د ملګرو ملتو استازې خپله مقاله کې دخپل کریدت په غم کې ده طبیعې خبره ده چې طالبان پر دغه دروغجن سازمان باور باید و نه لری ځکه ملګری یا لو یه «ان جی او»، نړیواله ټولنه ، استخباراتی ډنډوره چیان داټول ماهر دلر تولونکی دیوې سوړې ماران دی له دې مخکې یعنی دروسانو له تجاوز او مدا خلې تراوسه ویده وه او که نه پوهېدل . د ستینګرو قیمتونه خو دوی راټیټ کړل خو ډیر ځنډ وروسته یې لکه دکرزی او ضیاءالحق امرخېل عقل سرته راغلی او دټول شموله پلمې کوی داسې او بشر دوستانه مرستې تحریموی .انګېرل کیږی چې ملګرو ملتو دافغانستان دڅو لسیزو کړکېچ نه دی پېژندلی له بلې خوا دافغانستاڼ بحران لاتراوسه دسیمې هېوا دوته د لنګې غوا حیثیت لری. دملګرو ملتو نو پرسونل ښه پوهیږی چې څه ډول سیاست او تګلاری غوره کړی.ملګری ملتونو اصلا دافغانستان له کړکېچ سره دبن له کرغېړنې پرېکړې ناغګی کړې داځل بیاهم کوښښ کوی چې دافغانستان اسلامی امارت دسیمی له بړاس سره مخ کړی نو ځکه د سیمې هېوادونه هم دخپلوګټو له کړکی څخه افغانستان څېړی ځینې په مهارت اقتصادی فشار واردوی طالبان باید دسیمی تعامل جدی ونیسی او دسیمې باور تر لاسه کړی.په سیاسی لجاجت او مقاومت څه نه کیږی دوی له هر ناممکنه کار اخلی. موږ د ملګرو ملتو ۷۵ کلن غړیتوب لرو خو سیاسی ارشیف کې یې دېبلو ماتیک اړخ نه لرو. له بده مرغه ملګرو ملتوله افغانستان سره د رغنده دېپلوماسی څخه کار نه دی اخیستی. ملګرو ملتوپه کوربتوب د بن کرغېړنې او افراطی ادارې جوړېدل داستعمار په چینلو کې دګلم جمو نڅاوې له یاده وتلی دی چې قلم او دقلم عفت ور باندې شرمیږی .موږ په کورنی لحاظ باید دخلکو په اګاهی کار وکړو. لږ کار وکړو ولې سم ،په هېواد کې دسولې باور او اعتماد رامنځ ته کړونه قدرت او نمایش. ایا لاندې خبرې رښتیا حقیقت لری خبرې څنګه روانې وې؟
لومړی: دا رښتیا ده چې طالبان په دې لټه کې ول چې دکابل ګوډاګۍ اداره په داسې ډول واک وروسپاري چې ټوله نړۍ يې په رسميت وپېژني او د پخوا په څېر له افغانستان سره خپلې مرستې جاری او متمرکزه وساتی خو له بده مرغه هر دلیل چې وه دا کارونه شو...
دوم: افغان حکومت دايمي سولې ته د رسېدلو په پار څنګه غوښتل چې ملي اردو او ملي امنيتي ځواکونه بېرته راغونډ کړل شي او د يوه روښانه او ټول منلي ميکانيزم(بې کمیت اوبې کيفیت) له لارې د طالبانو هغه جنگيالي چې غواړي له وسلې سره ژوند وکړي د ملي اردو په ليکو کې مدغم شي چې په آينده کې يې کومه بله ډله استخدام نکړي؟
دريم: د ولايتونو له رانسکوېدو وروسته او د ولسي پاڅونونو په لړ کې له کڅ ډېرې وسلې بې مسؤليته خلکو ته وېشل شوې دي. دا وسلې او پوځي توکي بايد بېرته د يوه روښانه بهير په ترڅ کې ملي اردو ته وسپارل شي او که نه؟.
څلورم: د دې لپاره چې د طالبانو نظام نړيوال مشروعيت او مرستې ترلاسه کړي بايد د راتلونکي حکومت پر جوړښت او ټاکنو له ټولو سياسي بهيرونو سره يوې موافقې ته ورسېږي. د ښځو ، قومي او مذهبي لږکيو حقونه بايد څه ډول خوندي شي وای؟
نه ملا برادر کابل ته راغلی او نه د ډاکتر جلالي جا سوس تر مشرۍ لاندې پر کوم لنډ‌مهاله حکومت خبرې شوې دي داحقیقت لری؟
د کابل ښاريان دې بشپړ ډاډه وي، طالبان په زور د کابل نيولو اشتباه نه کوي. ممکن ځينې يې ښار ته لا دمخه ننوتلي وي خو د فعاليت هېڅ ډول اجازه نه ده ورکړل شوې
ځينو قطر مېشتو چړيانو ويلي ممکن خبرې يو څه اوږدې شي او وخت ونيسي. مګر بهرني ديپلوماتان هڅه کوي چې هر څومره ژر ممکن وي يو سياسي جوړجاړی وشي دغه جوړ جاړی ولی ورک شو؟
مطلب له سیالی او یا له پخوانی رژیم سره ځان مقایسه کول ستونزو ته ځواب نشی ویلی دوه ستر اهداف چې یو یې ملی یووالی دی او بل یې اسلامی جهان بینی ده چې ډېر کار او دانش غواړی