یک تعداد مظاهره چیان، در همچو شرایطی که افغانستان به صلح و آرامش ضرورت دارد، فقط و فقط به مقابل منزل آقای حکمتیار دست به تظاهرات زدند، که موجب سوال بر انگیزی های گردیدند. یک تعداد از هموطنان آگاه از مسایل افغانستان در این ارتباط سخنانی چندی دارند، که، در اینجا فقط به اظهارات مختصر سه چهار هموطن ما، در این زمینه، اکتفا صورت می گیرد:

جناب صالح محمد در رابطه می فرمایند:

"افغانانو ته سلام
يو تعداد خلک د حکمتيار په راتګ سخت خوشيني دي او وايي چې دی د خلکو قاتل دی.
زه هم وايم چې دی د خلکو قاتل دی, د ترکي نه پيل بيا تر دغو خلکو او طالبانو پورې ټول د دې خاورې په بربادۍ کې لاس لري. خو پوښتنه دا ده چې:
ولې خلک دا نور قاتلين نه ويني. احمدشاه مسعود ته څلی جوړيږي او هغه منطقه بيا د ده په نوم نومول کيږي خو ما يو کس هم ونه ليد چې دا ووايي چې دی قاتل وه او د پردو مزدور وه.
سيما سمر هم وايي چې ګلبدين قاتل او جنګي مجرم دی, دا که خدای وپيژني ولې مزاري باندې انتقاد نکوي او د هغه مجسمه جوړيږي.
حنيف رهياب هم د طنز په شکل فقط طالب او ګلبدين ويني خو نه احمدشاه مسعود ويني او نه عبدالله او نه عطا او مزاري او رباني.
مه تعصب نوي نو ولې په دا نورو انتقاد نه کيږي ولې حقه خبره څوک نه کوي.
دا لاريون والا ولې هيڅکله د رباني پر ضد يوه ورځ لاريون نده کړی او نه مزاري پر ضد هو چې د پښتون نوم ورپورې وي بيا نو ټول په چغو سي.
بله مهمه خبره دا ده چې, کله چې خلک وژل کيږي نو همدا خلک ژاړي او چيغ وهي چې خلک وژل کيږي او دولت ولې د دې مخنيوی نشي کولای, خو کله چې دولت يو چا سره سوله وکړي بيا هم خلک نوي خوښ او درګرده همدا چيغې وهي چې پلانکی قاتل وه او داسې وه او هغسې وه.
اوس سړی حيران سي چې هلکه دا سوله خو کيږي له يو داسې سړي سره يا ګروپ سره چې تاسره جګړه لري, او د جومات د امام سره خو سوله نه کيږي. نو دا خلک هم د جګړ نه شکايت لري او هم د سولې نه."

جناب نوري آزادي در رابطه می فرمایند:

"درانه ورور صالح محمد خانه ته سلامتي!

ته باور وکړه، دغه ځه چې تا جناب لیکلي ما غوښتل ولیکم. پرون یو تعداد خلکو د ویاړمن دارالامان سیمه کی د حکمتیار د کور مخته نارې وهلې، قاتل حمکتیار نه حساب غواړو!

زه عرض کوم، دغه د رباني مسعود ستاسو ملت قاتلان د خارجیانو په زور دغه ده ۱۶ کاله پر تاسو مخامخ حکومت کوي، دغه ژیګیلو عبدالله د تنظیمي جنګونو ۱۹۹۲-۱۹۹۶ کالو د ۹۹ د راکت قوماندان هم وه. یو طبیب! ځنګه عسکري منصب په ویاړ قبلوي؟ دغه عبدااله لکه یو طبیب شه ورته وګوری، مطلق یو رواني مریض ده مطلق...! لاکن هغه ده پخپلو سرو سترګو د هیواد دوهم سیاسي مقام ده. عبدالله په واضحه توګه وویل، چې دوی سوله نه غواړي، اما حکمتیار یو شریک د جنګو یو اصولي منطق خو مخته کړ.

آیا همدغو پرون مظاهرچیانو پر دغه جمعیتی، دوستمي بانډ او نورو پسی هم کوم لاریون کړی خدای دې دا افغان ملت ته انصاف او سیاسي لوړه پوهه ورکړي.

په درنښت"

جناب صالح محمد در رابطه می فرمایند:

"آزادي صاحب, زما سلامونه او نيکې هيلې ومنئ.
زه خپله د خپلمنځي جګړو شاهد يم, زه هماغه وخت کابل کې ژوند کاوه او نور د کورنۍ غړي مې غزني ولايت اندړو ولسوالۍ کې ول. کومې سيمې لکه دارالامان, چهلستون, واصل آباد تر خوشحال خان بابا تر ليسې پورې د حکمتيار په لاس کې وې او د کابل شمالي برخې او غربي برخې د نورو په لاس کې وې. همدا اوس تاسو کابل ته راسئ او وګورئ چې د کابل کومې برخې ويجاړې دي. چهلستون, دارالامان, واصل آباد, د خوشحال بابا لېسه ټولې ذکر شوې منطقې ويجاړې وې. اوس پوښتنه داده چې حکمتيار په خپل ځان راکټونه ويشتل, خو که حکمتيار کابل باندې راکټونه ويستلي وای نو خو شهرنو, وزيراکبر خان مېنه, خيرخانه دا ټول به له خاورې سره خاورې وای. نو اوس تاسو وواياست چې چا راکټونه ويشتلي.
موږ هم دا نه وايو چې حکمتيار بيخي بې ګناه سړی ده, خو دا نور آيا ګلان د خلکو پر سرو شيندل.
هغه کس چې د خلکو په سرو ميخونه ټک وهل او د ښځو سينې يې پرې کولې د هغه مجسمه جوړيږي او هغه شخصيت ده.
شورای نظار چې تر ننه پورې اختطافونه کوي, غلاوې دوی کوي, په رڼا ورځ چور او چپاوونه همدوی کوي, خو دا لاريون والا ولې ړانده دي او يوه ورځ يې ونه ويل چې دا ولې.
د مسعود د پاره څلی جوړيږي او ملي اتل ترې جوړيږي, خو سيما سمر هم ړنده ده او دا لاريون والا هم.
دې ته بې عدالتي وايي او دوی تل د بې عدالتۍ چيغې وهلي دي. همدا اوس په اکثرو ارګانونو کې پښتون ځای نلري, د پښتنو په سيمو همدغه وطنپلورونکي د خپلو بادارانو په واسطه اور بل کړی. د طالب په نامه هر پښتون ځورول کيږي, خو دا سيما سمر په ټولو موضوعاتو باندې پرده غوړوي او ځان ورته په ړندو واچوي.
والله که د راکټ موضوع وي, بلکه تعصب ده چې دوی و دغه لاريون ته هڅوي, تعصب ده چې د عدالت غوښتنه يواځې د حکمتيار په سر غواړي.
رسول عليه السلام فرمايي چې هغه څوک چې تعصب کوي هغه زموږ ندی.
الله دې دوی ته هدايت ورپه برخه کړي."

جناب جلال در رابطه می فرمایند:

"سيما سمر هم وايي چې ګلبدين قاتل او جنګي مجرم دی, دا که خدای وپيژني ولې مزاري باندې انتقاد نکوي او د هغه مجسمه جوړيږي.
حنيف رهياب هم د طنز په شکل فقط طالب او ګلبدين ويني خو نه احمدشاه مسعود ويني او نه عبدالله او نه عطا او مزاري او رباني."
گران او قدرمن ورور صالح محمد خانه، زہ تاسو سرہ په پورتنیو تکو کاملا موافق یم، او مطمئن یم چی ان شاالله هر سوله غوشتونكي افغان او د يو انصافمنده ضمير خاوند انسان به هم همدا خبري كوي چی تاسو یی فرمایلي. سترگو دی جار شم.
په عزت اوسي
والسلام"

-------------------------------------------------
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما