ما درته ویلې په میرو مه ځه
لار کړه انتخاب په ګړنګو مه ځه
هیڅوخت کږه لار منزل ته نه رسي
سیند کې بې ګودره په اوبو مه ځه
ګوره وسیله توښه بې څه نه ده
لار کې د اغزو په لوڅو پښو مه ځه
پیل دې کړه سفر چې سپېدې وچاودې
مه ځه، شپې تورتم کې په تیارو مه ځه
چاڼ کې د ملګرو چې غلط نه شي
جنګ ته د سرونو بې سړو مه ځه
څوځل چې په لاره غلو شکولی يي
بیا په هغه لار، هغه کوڅو مه ځه
چا چې په وعدو هر ځل تېرایستی يي
بیا د چا په داسې چل وعدو مه ځه
کلي کې چې قدر د سړو نه وي
تېرشه، د ژوندو په هدیرو مه ځه
خپله چې جینۍ درسره نه غواړي
هیڅوخت يي کاله ته په جرګو مه ځه
لاره د منزل له خطر ډکه ده
کلي د لیوانو ته بې سپو مه ځه
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر لومړۍ
سرلوڅ مرادزی
02.10.2021
- محمد اسماعيل "عندليب"
د تېر اګست مياشتې په نيمايي کې هيواد د يو داسې ستر بدلون شاهد و، چې له هغې څو اونۍ مخکې يې تمه نه کېده، او نه يې چا وړاندوينه کړې وه، د جمهوريت تر عنوان لاندې جوړ شوی دولت ړنګ، او پر ځای يې طالبانو واک تر لاسه کړ، چې د دولت نوم يې امارت دی.
زموږ په هيواد کې زما په نظر، ژوند، امن، او وداني تر ټولو زيات اهميت لري، ځکه د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې افغانان وژل کېدل، جګړې وې، او هيواد ويجاړېدو، که څه هم د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره يوازې دا درې مهم نه دي، خو لومړيتوب لري، که کار وشي، پر...
02.10.2021
- قاضي نجیب الله جامع
د تیرې اګسټ میاشتی په ۱۴مه نېټه طالبان د کابل تر دروازو ورسیدل، په هېواد کې د وینو، اهونو، دردونو، بمباردونو، چاپو، قیامتونو، بوړبوکیو او سراسری جګړو ټغر ټول شوی وو، مګر دوه خبرو لا هم زموږ زړونه ناکراره کړی وو او بشپړ اطمنان مو نه لرل.یو داچې څه باندی ۶۰۰۰ زره امریکایی یرغلګر لا هم د کابل په هوایی ډګر کې د انخلاء په نوم لکه د غرمی ګورم پنډ وو او بل د هندوکش د هسکو په تسلسل د افغانستان د ښکلاه او غرور له تړانګي پنجشیر څخه د وخت د تر ټولو بدرنګو او بدنامو کرایی لنډغرو له خوا ګران افغانستان...