طالبانو ځمکنی فزیکي اشغال ختم کړي دی. الحمد لله. هوایي فزیکی اشغال، سیاسی، خارجی، او اقتصادی اشغالونه لا دوام لری. ددی اشغالو لا پیاوړتیا به دوام و مومي.  

دپورته اشغالو څخه هغه چه اوس طالبان پکی دملاتړو په څیر برخه اخلی هغه دبهرنی امدادی اقتصادي سیستم پیاده کول دی. امدادی اشغال دبین المللی اورګانو لخوا بیا شروع او طالبان یی په زاریو سره هرکلی کوی.  مونږه اوس په دی ضروري وخت کې طالبان نه باندې ملامتوو ځکه دضرورت په وخت کې هر حرام جواز لري مګر هغه دشرک منل وي. خو بیا هم طالبان به ملامت سې که دوي اوس او په ډیره چټکي سره دافغانستان اقتصاد په بیرته په خپلو پښو درولو کی هراړخیز فکر ونکړی او دهغه لپاره سر له نن قدم پورته نکړي. ددوی دلوی جهاد برخه اوس له دی ځایه باید شروع سي.

دطالبانو هر اقتصادي کارنامه باید له لاندې ټکیو څخه بیربطه پاتې نسې. طالبان باید دپخو اقتصاد دانانو سره تماس ونیسي او له هغوی داسې نظر وغواړي چه هغه دافغانستان اوسنی حال وویني او په یوه نوې طریقه افغانستان له امپریالیستي نظام نه آزاد کړي. ترڅو طالبان اوسني بین المللي نظام ته وفادار وي ددوی آزادې ناممکنه ښکاري. دوی کولاي سی له هغو هیوادو څه زده کړي چه دغربي امپریالیستي نظام څخه سر ټکوي او له هغه نه یې زیات زیان لیدلی دی. په دې دولتو کې چین، روسیه، شمالي کوریا، ایران، وینزویلا، ځیني افریقایي دولتونه، او حتی ترکیه او پاکستان شامل دي.  

له پورته مطلب سره تړلي ټکي چه اسلامي امارت ورته عاجل نظر وکړي لاندنې ټکي دی. البته زه داقتصاد تخصص نلرم خو هغه چه زه درکوم شاید نوښتګر اقتصادي پوهان په هغه باندي زیات موافق وي او دلاندنې ټکیو سم او دقیق ارزونه وکړي. 

اول: په اوسنې وخت کې داسی مالومیږی چه افغانستان دیو بد سیستم سره مخ دی. دافغانستان شتمنۍ په امریکا کې خوندي سوې ده، امریکایي نوټونه راغوښتل کیږی، په کابل او نورو ښارو کې دافغانۍ په ځای امریکایي ډالر چلیږي او افغانۍ په دښمن دولتو کې چاپیږی. دا په دی مانا چه افغانستان ددښمن تر چړي لاندې دی. هغه ډالر چه امداد سوې وو هغه په بیعقلی او خیانت سره نه دی سپمیدلي او یا یې دهغو په بیه افغانیۍ ندې چاپ کړي. هغه یې په قیمار بازی باندې لیلام کړي دي. په همدې دلیل اوس اسلامی امارت نه ډالر لري او نه افغانۍ. 

اسلامي امارت کولی سي د ډیډالرایزیشن پالیسي خپله کړي او دچین او روسیې په ډول نوی لیاره پیدا کړي. ددوستو هوادونه یوه بله پیسه دصادراتو او واراتو لپاره استعمال کړي. افغانۍ په چین او یا بل دولت کې چاپ کړي او یا وروسته دافغانۍ دچاپولو لپاره خپله مطبعه ولري. خپله مطبعه به ګرانه وي خو هغه به دافغانستان دثابت اقتصاد لپاره ګټور وي.

دوهم: افغانستان خصوصي بانکونه لري خو بانکونه دخپلې دندې سره برابر کارونه نکوي. بانکونه باید دافغانۍ ددورانولو (banknotes circulation) مرکزونه واوسي خو په افغانستان کې داسې نه کیږي. نه مرکزی بانک داکار کړی او نه خصوصی بانکونه په هغه کې پیاوی رول لري. بانکونه باید خپلې پیسې په کار واچوي مګر هغه هم ښه ندې کار سوي. ددوی پیسې کمي بیرته بازار ته عرضه کیږي او هغه هم په ډیر مشکل. بانکونه کولای سی قرضونه او معاملي ولري ترڅو اقتصادي وده راسې خو هغه هم اوس په ټپه ولاړ دي او دافغانۍ دزیاتولو امکانات کموي. 

اسلامی امارت باید دبل اسلامی ترقي کونکې دولت، مثلا مالیزیا او اندونیزیا، له اسلامی بانکي سیستم څخه دافغانۍ دقیمت دثبات او عرضه او دخصوصي بانکو فعالیت زده کړی او رواج کړی. 

دریم: دافغانۍ چاپول دبانکونو په تقاضا باندی چالانیږی. دا چه بانکونه صرف دافغانۍ دتوزیع، حوالي، او صرافي مرکزونه وي نو دافغانۍ ددورانولو امکانات کم او په دې توګه دافغانستان اقتصاد په یوه بد او ناقص ډول عیار سوی دی. که ډالر او افغانۍ عرضه نسی نو بانګونه وچ دریږي. 

اسلامی امارت باید دخصوصی بانکو داصلاح په هکله سوچ وکړي او دافغانستان له بانګو نه سم بانکونه جوړ کړي. 

څلورم: په افغانستان کې په دا شلو کلو کې مفسد مزدورانو دسالم اقتصاد لپاره کار ندی کړی. خلک یې ندي هڅولې چه دافغانستان خلک قانع کړي چه له افغانۍ نه کار واخلي ترڅو معاملات په ډالرو، روپۍ، او یا بله خارجي پیسو ونکړې. دوۍ داسې یوه نظام ته اجازه ورکړي چه افغانۍ بې قدره او بې بیې ثابته کړي. دافغانۍ داخیستلو لپاره یی بازار ندي برابر کړی. يه یوه فرضي ډول یې دافغانۍ بیه ټاکلې ده چه په خیراتو ولاړه ده او دبازار له راکړي ورکړي سره کوم تړاو نلري. اسلامي امارت په دې هکله باید عاجل اصلاحات په نظر کې ونیسې. 

پنځم: په یوه سالم اقتصادي سیستم کې افغانۍ باید په بانکو کې خوندې وي. بانکونه خلکو ته دسپما او مصرف حسابونه ولري ترڅو دضرورت په وخت کې نقدي افغانۍ داستعمال لپاره کمي وایستل سې او غټ نقدي مصرفونه په چیکو او الیکتروني توګه دنورو خلکو حسابونو ته نقل سې. په دې توګه دافغانۍ ونوټونو ته به کم ضرورت وي. خو کله که بانګونه افغانیو ته ضرورت ولري نو دهغوی دضرورت په مناسبت به مرکزي بانک دنوی افغانیو دچاپولو حق ولري او نقدي افغانۍ به غوښتونکو خصوصي بانکونو ته عرضه کړي.

شپږم: دافغانستان دصادراتو او وارداتو سیستم هم دافغانۍ دپیاوړی کولو لپاره ندی عیار سوی. صادرات باید په ډالر خرڅ سوی وای او هغه ډالر په افغانۍ بدل سوی وای ترڅو کورني مواد په افغانی باندې اخیستل سوی وای. واردات باید دافغانۍ بدلولو ته عرضه سوی وای او بیا په ډالرو په خارج کی مال باندی اخیستل سوی وای او وروسته هغه مال په افغانیو باندې پلورل سوی وای. داسی مالومیږی اوس همداسی تبادلی ته ضرورت نه لیدل کیږي. په دی ډول نه ډالر او نه افغانۍ په کورو او دکانو کی ساتل سوي وای. 

اوم: دکابل شهزاده بازار دافغانستان اقتصاد ته ټکر دی. هلته پټې سوداوي کیدالای سې، مرداري پیسې پریمنځل کیدای سې، دافغانۍ بازار په مصنوعي ډول خرابولای سې، دمرکزي بانک په ضد کارو باندې لاس وهلی سې. ددې ټولو مخنیوی لازم دي او هغه سم منظم کولو ته ضرورت لري. 

اسلامي امارت کولای سې چې شهزاده مارکیت منظم کړي. هغه ټول صرافان په یوه تجارتي بانک کې سره یوځای کړي او دهغه په فعالیتو محدودیت ولګوی. 

اتم: افغان کارکونکې او سوداګر نه دي هڅول سوي چه ټول په بانکو کې خپل حساب خلاص کړي. دا دافغانۍ دنیستی غټ عامل بللی سو. 

اسلامی امارت باید کوشش وکړي چې افغانۍ له بازاره پورته سې او ټول معاملات په الیکتروني ډول رواج سې. ټول خلک په بانک کې په حساب خلاصولو مجبور سې خصوصا هغه دهر بازرګان او سوداګر په جواز کې ثبت او دهغوی کالنی راپور دهغوي دبانک له حساب سره مقایسه سې. په دې ډول به مالیه هم ټوله سې او دافغانۍ کمبود به هم رفع سې. 

پایله

داپورته ټکی دیو عادي کس مشاهده تعبیروي چې هیله ده طالبان دا لیکنه ولولي او اقلا دا لیکنه هغوی جدي توجه ته اړ کړي. افغانان که په داخل کې وي او یا خارج کې دیو نوی فکر په لټه کې سی چه اوسني کاپیټلیست او میکس سییستمونه وګوری او دهغه سره خپل ابتکار یو ځای کړي ترڅو نه تنها اوسنې خنډونه شنډ کړي بلکه دآینده لپاره نوی قوي او آزاد اقتصاد په پښو ودروي. 

ومن الله التوفیق