افغانستان له ډېر پخواڅخه دملګرو ملتو دسازمان غړیتوب لری او همدارنګه دملګرو ملتوسازمان له افغانستان سره هم خپل دېپلوماتیک، تاریخی او فرهنګی ستراتیژیک ژور اړیکی ساتلی له کوم وخت څخه چې روسانو پرافغانستان تیری وکړ ستاسې دېپلوماسی کم رنګه شوه ،کم زورې او حتی دورکېدو مرحلې ته راټیټه شوه. ملګرو ملتو بیا د برهان الد ین ربانی په حکومت کې ډېربېروکرات، پاسیف او زهیرسیاست غوره کړاو دافغانستان له بشری مر ستويې سیاسی لاس وهنو، لابی او پروپا ګندو ته لاس واچوه . داچې ولې ملګری ملتونه ښه پوهیږی .تېره اونۍ په ملګرو ملتو کې غونډه وه ملګری ملتونه باید له افغانستان دتېر په څېر بشر دوستانه مرسته وکړی دغه مرستې باید بېړنۍ وی او هیڅ سیاسی دریځ پورې تړاو ونه لری ملګری ملتونه پوهیږی چې دغه مرستې تقریبا اتلس ملیونه کتلې او نفوس ته رسول کیږی.دغه مرستې خوراکی مواد او دارو درمل دی ژمی راروان دی دسونګ مواد و ته هم ضرورت لیدل کیږی.
انتونی ګوتریش نه یوازې ستاسو تمه بلکې دانګریزانو دبهرنیو چارو وزیر، دالمان دبهرنیو چارو وزیر ،د ترکیې مستبد رجب اردوغان، دامریکا ولسمشر جو بایدن په غیرمنطقی ،بېځایه او غیر عادلانه توګه ګونګسی اچولی چې سیاسی بڼه لری داډول توطیه دافغان ولس سره جفاده د بشری مرستو ما نا نه لری! . ستاسې دریځ د بن له پخوانی ککړ او وژونکی کنفرانس سره ډېر توپیر لری هلته خو تاسې ددموکراسی په نوم نڅا کولې خو له بده مرغه دوه لسیزې مو هېواد په توغوندیو ستړی کړ خو اوس بندیز لګوی مانا داچې یو بام او دوه هوا!
دملګرو ملتو لید لوری باید پراخ پراګماتیک تګلاری ولری نه کور کورانه اوارتجاعی . یوشمېر هېوادونه له خپل ځان اندېښمن دی دبشری او دښځو له حقوقویې ضرب زبانی جوړه کړې ده دخپلو ګتو لپاره اوس یوځل بیا افغانستا ن ته نړیوالو ملا راتړلې. شل کاله یې په تریلیون دالرې مصرف کړې دکومو لاس ته راوړونو لپاره. دافغانستان اسلامی امارت باید دملګرو ملتو له منشور سره سم دخبرو اتروسم دریځ باندې ،تګلارو او شرایطوته په کتو سره ،اهدافو او مناسب طرزالعمل ته ځانګړې پاملرنه وکړی او ځان پوه کړی.دښځواو نجونو حقوق، بشری حقوقو او یو شمېر نورو تعزیراتو لپاره ډېرې پراخې نړیوالې ددېپلو ماسی لارې شته . طالبان باید له نړۍ سره یوبین الدولی دیالوګ رامنځ ته کړی او دملت له با ایمانه ،پاکو،مخلصو او پوه کسانو کار او مرسته وغواړی.پرې نږدی چې ځوانان دیوویشتمې پیړۍ په ابزارو بلد هسې محروم پاتې شی.داملت بیرته رغونه غواړی.