امریکا په افغاتستان کې پوره شل کاله جګړه وکړه زیات شمیر افغانان ووژل شول.

کلونه کیږي چې افغانستان کې جګړه ده امریکا نیغ په نیغه په دې جګړه کې ځان په دروغو دخیل کړه، او بهانه یې دا وکړه، چې د القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو پر ضد راغلي دي، دا هم هسې بې ځایه خبره وه. که داسې وای، خو د طالبانو او القاعدې مشران خو په پاکستان کې وو، همالته ووژل شول، نو بیا امریکا دلته په افغانستان کې څه کول !
په اصل کې امریکا دلته د ترهګرو ځپلو لپاره نه وه راغلې، دوی دلته د روس او چین د ګټو پر ضد فعالیتونو لپاره راغلي وو او ددې پر ځآی چې دلته د امنیت لپاره کار وکړي، نوره یې هم افغانستان نا امنه کړه، تباه او برباد یې کړه او هرڅه یې خراب پریښودل او له افغانستانه په تیښته دي.
امریکا یو ځل په نویمه لسیزه کې دلته یې اور بل کړ او بیا یې افغانان په تش میدان کې پریښودل ، کورنۍ جګړې ته یې زمینه برابره کړه او بیا یې افغانستان ته شا کړه چې له امله یې دلته تر اوسه جګړې روانې دي.
هو بهو هماغه سناریو یې اوس دلته بیا تکرار کړه، له یو اړخه یې دا شل کاله د جمهوریت په نامه حکومت جوړ کړ، مرستې یې وکړې، خو په وروستیو کې یې بیا طالب سره روغه وکړه، خو له افغان حکومت څخه یې ورو، ورو لاس واخیست چې دا دی تر اوسه دوه سوه ولسوالۍ سقوط شوي او نور هم د سقوط په درشل کې دي.
امریکا پلان لري چې دلته حالات ګډوډ شي، د قدرت توازن خراب شي او په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شي، چې د یوه مرکزي حکومت نشتوالي سره نړیوال ترهګر بیا دې هیواد او سیمې ته مخه کړي او بیا روس، منځني اسیا هیوادونه او چین ته سرخوږی جوړ کړي.
امریکایان د خپلو ګټو لپاره هر کار ته اماده دي او هر کار کوي، ان دوی د خپلو ګټو لپاره کله کله له خپلو سر سختو دشمنانو سره هم معاملې کوي لکه چې اوس یې له طالبانو سره وکړل.
د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن کله چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د مرستیال په توګه کاندید و، هغه مهال یې زوی د اوکراین سره د ګازو په کوم قرارداد کې معامله کړې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی و، چې د بایډن زوی هنټر بایدن په مالیاتو کي د تقلب، د اوکراین د ګازو په شرکت کي د ګډون لپاره د پلار له مقام څخه ناوړه ګټه اخیستې وه.
د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال په اوکراین او چین کي د هنټر بایډن د تجارتي شکمنو معاملو افشأ کیدل د رسنیو به سرخطونو کي راغلل. د خبرو تمرکز د اوکراین د بوریسما د ګازو شرکت لخوا هنټر ته د لوړ معاش ورکولو موضوع وه. په ۲۰۱۴ م کال کي د دغه شرکت په رییسه هییت کي د هنټر شاملیدل جنجالي وه، ځکه چي پلار، جوبایدن یې د هغه وخت د جمهورریس بارک اوباما معاون او پدې ډول سره د اوکراین په سیاست کي د امریکا مسؤل .
نو هیوادونه دې پر امریکا ډیر تکیه نه کوي، دوی ډیر بې باوره خلک دی، خپل ملګري په نیمه لار کې پریږدي او خپلې پښې سپکوي.