څه په توره، څه په بم څه په زندان مري
دا څه حال دی هره ورځې چې افغان مري
کوم ضمیر ته به په ژوند ارام حاصل شي
په ژوندوني کباب شوي چې ځوانان مري
میندې بورې، خویندې بوري، ښځې کونډې
د شمشاد له قده پورته مو زلمیان مري
یتیمانو شمېر تر نیم نفوسه زیات شو
په دا حال که څوک وجدان لري، وجدان مري
د معیوبو احصایه به څوک رقم کړي
په سلګونو هره ورځې معیوبان مري
د انسان په انسانیت د سړي شک شي
د ښارونو پلونو لاندې چې روږدیان مري
مرګ د چرګ او د چرګوړي زغمل ګران دی
څونه ګرانه ده چې مخ کې دې انسان مري
جګړې هسې رنګ ناورین په وطن راوست
چې نږدې ده زموږ ټول نام ونښان مري
په تاریخ او په فرهنګ مو غدۍ ګډه
تېر مو څه چې حال، اینده مو همزمان مري
د بامیانو د معبد پوښتنه وکړۍ
که نه دا ځل د معبد پرځای بامیان مري
ژوند د هيلو، ارمانو یوه ټولګه ده
ودې نه شي چې د چا هیله ارمان مري
د وروستي دیدن په تمه، هیله پاتې (۱)
پردیسۍ کې بې دیدنه مې جانان مري
کاشکې نه وای، دغه وخت ته رسېدلی
د ګېدړو په لاس چیرې چې زمریان مري
دښمن دروغ وۍ چې نعمت يې له منځ یووړ
نه نعمت مري، نه يې روح او نه روان مري
اروا يې ښاده او یاد يې تلپاتې!
یادونه:
(۱) له دې بیته مې موخه خپل کشري ورور، ارواښاد اشرف جاوید دی!
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۶ مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه