د ۲۰۱۱ د مارچ په يوولسمه نېټه د جاپان  فوکوشيما ایالت د ريشتر ۹ درجې  زلزلې ولړزاوه او  ورپسې دسونامي له امله په دې سيمه کې د (فوکوشيما) په نامه د اتومي انرژي د لومړۍ بټۍ ماشين الات له کاره وغورځېدل او د رادیو اکتيفو مضرو موادو د خپرېدو لامل شول. څېړونکي دا پېښه د چرنوبيل د اتومي بټۍ له پېښې وروسته په نړۍ کې دويمه ستره اتومي فاجعه ګڼي. 
دا مضرې وړانګې  ان تر کيلومترو ،کيلومترو پورې خپرې شوې.  جاپان د مضرو وړانګو څخه د ژغورنې په خاطر ددې بټۍ تر شل کيلومتري ټول د اوسېدو ځايونه خالي کړل او ان هغه خوراکي مواد چې په دې ټوله سيمه کې راشنه شوي وو او يا راشنه کېدل خرڅلاو یې منع او له منځه یې يووړل ځکه دا وړانګې دومره مضرې دي چې نسلونه نسلونه د انسانانو په جينيونو کې پاتې کېږي او د انسانانو د معيوب کېدلو  او بېلابېلو سرطاني ناروغيو سبب کېږي ددې پېښې له امله  نيم ميليونه وګړي له خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.
د جاپان د ساينس او زده کړو وزارت له څېړنې وروسته معلومه شوه چې د اتومي بټۍ تر ۵۰ کيلومترو پورې د سېزيم عنصر په ډېر بد حالت کې خپور شوی دی.
خو ددې پېښې بد اثرات ان لس کاله وروسته اوس په۲۰۲۱ کال کې لا شتون لري هره ورځ ۴۰۰۰ کارګران ددې اټومي بټۍ په ويجاړيو  په پاکولو کې کار کوي چې تخميننآ بشپړ پاکول به يې راتلونکي۴۰ کلونه وخت ونيسي.
مهمه خبره داده چې ۱۰ کاله وروسته لا هم ددې پېښې څخه را ولاړېدونکي ستونزې نه دي حل شوې او اوس جاپان غواړي چې د فوکوشيما د اتومي بټيو د پاکولو په نتيجه کې راټول شوي مضر او وژونکي رادیو اکتيف مواد ارام سمندر ته ور وبهوي او ورګډ یې کړي. د چاپېريال ساتنې د ټولو اصولو خلاف دې کار اوس په نړيواله کچه سياسي رنګ نيولی دی.
د جاپان ددې تصميم تر شا د امريکا  متحده ايالاتو فعال ملاتړ موجود دی ،  په مقابل کې یې جنوبي کوريا، چين او روسيې خپلې اندېښنې له جاپان او نړيوالو  سره شريکې کړې دي ځکه ياد هېوادونه اندېښنه لري چې په ميليونونو کسان او ان ددې هېوادونو  راتلونکي نسلونه به ارام سمندر ته د راديو اکتيف موادو د ورګډولو له امله متضرر شي ، ممکن اوسمهال ددې مضرو وړانګو نښې ښکاره نشي خو ددې امکان شته چې راتلونکي نسلونه یې په بېلابېلو ناروغيو او ډول ډول مشکلاتو اخته شي. د جاپان او امريکا دا يواړخيز تصميم د نړۍ د ټولو هغو ملتونو چې ددې اقيانوسونو له اوبو څخه په يو نه يو ډول استفاده کوي يو اړخيز او د نړيوالو اصولو خلاف کار دی.
که څه هم جاپان حکومت وايي چې راديو اکتيف مواد مخکې له دې چې اقيانوس سمندر ته ور وبهوو تصفيه کوو یې ، خو د اتومي برخې نړيوال څېړونکي باور لري چې دا کار غيرممکن دی ، کېدای شي د موادو د مضريت کچه يوڅه مهال لپاره راټيټه شي خو  په بشپړ ډول د مضرو وړانګو له شر څخه اوبه نه خلاصېږي او نه بشپړ تصفيه کېدای شي.
همدارنګه سمندر ته ددې راديو اکتيفو موادو په ورګډولو سره به د کب نيونې ستر صنعت ته هم ضربه ورسېږي ، او کب نیونکي به ونشی کړای چې د شمالي ارام سمندر په اوبو کې په خلاص زړه او ډاډ سره کبان ونيسي ، د چين، روسې، او جنوي کوريا کب نيونکي به په ډېر زياته پيمانه خپل د عايد سرچينې له لاسه ورکړي او د کبانو د مهمو او قيمتي نسلونو او صدفونو سوداګري به له منځه لاړه شي.
که څه هم د امريکا متحده ايالات د نړيوالو دا استدلال نه اوري او د جاپان ددې کار ملاتړ کوي، د امريکا  خارجه وزارت څو ورځې وړاندې وويل چې د جاپان دا کار روښانه او ښه دی او د راديو اکتيف موادو پاکول يې په نړيوال سټنډرډ برابر او ایمني دي.
 سربېره پر دې د جاپان له دې تصميم څخه د امریکا خارجه وزير انتوني بلېنکن مننه هم وکړه د امريکا دا يو طرفه پرېکړه په اصل کې د هغو هېوادنو لپاره چې ددې سمندر په شاوخوا پراته دي او له دې اوبو څخه د خپلې سوداګري لپاره کار اخلي منصفانه نه ده او هم د چاپیريال ساتنې د نړيوالو اصولو خلاف يو کار دی.
د اپریل په ۱۴ مه ، د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای اين د جاپاني ډیپلوماتانو سره د غونډې پرمهال خپل نظر څرګند کړ. کوریایی چارواکو وویل: دوی نیت لري د سمندري چارو له نړیوال محکمي سره د جاپان ددې تصميم پر وړاندې دعوی او شکايت ثبت کړي. په کوریا او چین کې د لوړپوړو چارواکو  تر منځ بېړنۍ مشورې کېږي تر څو جاپان دې ته وهڅوي چې له خپل کار څخه لاس په سر شي .  دا هېوادونه د نړیوال سمندري قانون د درناوي پر اهمیت ټینګار کوي ، او د جاپان پریکړه چې د متحده ایالاتو لخوا حمایه کیږي ، یو طرفه ګڼي.
خو پوښتنه داده چې ولې متحده ایالات په اسانۍ او اعتماد سره په دې برخه کې د جاپان ملاتړ کوي؟
يو ځواب دادی چې امریکا د اسیا - ارام سمندر له شمالي سيمو څخه اندېښنه لري ، امريکا په دې سره غواړي چې خپل سیالان کمزوري کړي او په هر ډول چې کېږي اقتصادي او نورې ضربې ورته ورسوي،  چين د سپينې ماڼۍ له قوي اقتصادي سيالانو څخه شمېرل کېږي او سويلي کوريا هم له اقتصادي اړخه په نړۍ کې په ټاپ هېوادونو کې راځي همدارنګه روسيه هم يوه ازاده او خپلواکه پاليسي تعقيبوي.
وضعیت د دې له امله لا بدتر شوی چې جاپان لا دمخه له چین او روسیې سره اړیکې ترینګلې کړي دي. دوی يو له بل سره په ځينو سيمو او ټاپوګانو جنجال او دعوی لري او د کوریایانو هم  جاپانی اشغال هیر نه دی.
د چين اقتصادي پراختيا د امریکا ډېره اندېښنه راپارولې ده خو چين سوریه نه دی چې هلته په معمولي سلاج او استخباراتي ځواک باندې هدف ته ورسېږي ، نن سبا  د چاپېريال ساتنې جګړو د دوديزو جګړو ځای نيولی دی.دا وسلې چې يو د بل چاپېريال او شاوخوا ورخرابه کړي تر دوديزو جنګونو په سلګونو چنده خطرناک دي ځکه په لسګونو کاله یې تخريب پاتې کېږي.
نو ځکه خو د امريکا لپاره له خپل هېواد څخه لرې د سيالو هېوادونو په شاوخوا کې سمندر ته د دا ډول خطرناکو راديو اکتيف موادو بهول او ورګډول کوم اهميت نه لري او ددې ملتونو ژوند ورته چندان مهم نه ښکاري.جاپان له دويم نړيوال جنګ راوروسته د امريکا په يوه دهلېز بدل شوی دی چې هرڅه د دوی له طريق څخه کوي، او امريکا لپاره خو دا زرين چانس دی چې د دریم هېواد له لارې د خپلو سيالانو پر وړاندې مشکل او ستونزې جوړې کړي.
د اتومي انرژي نړيوال سازمان IAEA  کولای شي دا اختلافات لرې کړي خو د ملګرو ملتونو د ځينو نورو ادارو او ارګانونو په څېر د اتومي انرژي سازمان هم په دې برخه کې بې طرفه او منصفانه نه دی  او  څه  عکس العمل نه ښيي ځکه ددې سازمان له مالي پلوه  يو پر څلورمه برخه  ملاتړ د امریکا متحده ايالات کوي او دا سازمان نه غواړي خپل فنډ او د امريکا او ناټو ملاتړ  په دې کار سره په ځان بند کړي.