ددنیا په پلیتی مې ځان پلیت کړ
حیف دی داچې نه عالم شوم نه جاهل
«رحمن بابا علیه الرحمه»
ای خلکو ! تاسې ومنی چې د نړۍ ډیری هېوادونو ډېر کار کړی او له موږڅخه ډیر مخکې دی زه دسترګو دید له تاسې سره شریک کوم.
کوم عامه کارونه چې دوی دولس لپاره کړی په اقتصادی ،اجتماعی او ټولنیزو برخو کې کړی عقل او سوچ نه وځی .شپه او ورځ یوشان کړې ،امنیت د سکون لپاره دومره مطمن بریښی چې انسان خپل موجودیت باندې پوره حاکمیت لری . دومره خپلې خاورې ته صاف اوصادق دی چې له عمرانی برخو څخه یې په ډاګه کیږی. عامه سړکونه،پلونه، بندونه ،بر ېښنا خایونه ،روغتونونه ،کرهنیزه اوښاری برخې هرڅه دیوه پروتوکول او سم پلان بر بنسټ جوړشوی. دلته ستر لقبونه نشته ټول له یودروازې پلورنځیو ځایونو ته ننوخی اوخپل دضرورت وړ شیان رانیسی په ټولو برخو کې عادلانه توزیع چالانه ده دلومړیو ضرورتونو غم نوی فیصده خوړل شوی خو دې هېواد کې دتعلیم او تربیې کچه ډیره لوړه ده وایی: دغه هېواد دوهم نړیوال جنګ او آفت کې له افغا نستان څخه بدتروه داسمه ده چې دلته هم اختلافونه شته خو دخاورې دابادی او ساتنې لباره یو موټی دی! اوس پوښتنه داده چې ایا داهم زموږ په څېر خلک دی او که نور څوک؟ عامه کارونه ددې لپاره چې هر څوک به مساوی توګه ګټه ورڅخه اخیستلای شی ټولوته په هروخت کې په عن سیمه کې او مهر بانه توګه . دانسان دپوهې محراق ډېر لوړ دی مثبت کار مثبت دی منفی کیدای نشی دهرچا لپاره کارورکوی که له هغه په همدې برخو کې ګټه واخلی نو دسولې لپاره دمختلفو طرحو تماشو او پلمو اقسام او انواع ته هیڅ اړه نه پیداکیږی ،طرحه مهمه ده که دطرحې څښتن؟ اکاډمیک شخصیت دا تګلاری منلی شی . دحکومت لپاره دا صنعی او ساختګی دنانځکو طرحې لوی شرم او پزې پرېکېدل نه دی دنیا دلته یو ګوډاګی اداره نه وینی چې دامریکې په زور ور سره جمع مزدور هېوادونه دلته خپله بقا دمقام اوقدرت لپاره غواړی نه، د یوه ولس او ملت سوکالی او امن څه ما نا؟ . امریکا دلته دیک تیر او دو فاخته سیاست غوره کړی له یوې خوا دوحه کې له طالبانوسره په توافق کې لګیا دی او خلیل زاد یې ورته دیره کړی خو له بلې خوا دکابل له ادارې دارګ له پرچم او خلق سره اګر مګر... امروز وفردا.... ګندنه هو.... تازه ګندنه..... یې پیل کړی موږ څومر ساده خلک یو پخوانی والی اخری وزیر فلانی ....بستان ومکان... سلا کار... ګلکار او نداف... یوازې خبرو کې په اټکل جلالیی شی او دترکیې له غوندې نه معجزه جوړه کړی دومره هغه او دغه وایی چې سړی تعجب کوی ښکاری داخلک هسی خپل ځان ښودنه هم غنیمت بولی سره ددې چې ددو خرود اوربشوپه جلاکیدلو یې هم سر نه خلاصیږی خو یارانو لاهم دلوبې اصلی لوبغاړی نه پېژنو! ترکیه او ماسکو، بن «قانوني کاکلی دبن قراردادی بیا چپنه کې برګ ......» او هره سیمه چې وی داهسې نومونه دی دقضېې او کړکېچ فشار د نورو واکدارانو لاس کې دی . موږولس په یوه اسلامی سیستم کې په کوم لوری روان یو؟ او ولې یو او بل منلی نه شو؟ دغنی لپاره غټه بریا داده چې دسولې لپاره زمینه برابره کړی دافغانستان زعامت څخه خپله کا بینه جوړه نه کړی په کار ده دملګرو ملتو په مشوره اوتفاهم په ښه طریقه قدرت دانتقالی حکومت منتخب مشرته په ډیره درناوۍ وسپاری دا به دده پوهه او بریا او اکاډمیک شخصیت راحرګند کړی اوطرف دې نه واقع کیږی. ولې دبل دین او آیین خلک زموږ دسولې په هکله هلی ځلې وکړی رښتیادی او که دروغ دا بیا بل بحث دی. خو نارې یې موږ اورو زه په ډېر احترام اوخواخوږۍ سره دهغه چا په هکله په ټول افغان کې راڅرګندیږم چې انسان ور ته ارزښت لری نه سیاست او جګړه ،نه قوم وقبیله او سیمه دهغه چا سره مې کار دی چې له انسان ته لږ تر لږه دانسانی کرامت په رڼا کې درناوی کوی اوانسانی باکرامته مینه لری. ټول افغان ته راخم ځکه چې افغان- افغان ته ضرورت لری او دیووالی به لار ښه ښکاریږی ، خوښ او خوشحالیږی اوټول مسولیت په نظرکې نیسی چې دچا زړه متاثره نشی. ټول په هېواد کې ،یووالی ،عدل ، انصاف او مساوات کې هو! دټول کلیمه دلته مانا لری او مفهوم ! ټول دانسانیت په موډل کې. انسان ته الهی ج بشپړ عظمت ور کړی که خان وپېژنی، الله ج دانسان لپاره څومره سهولتوونه او اسانتیاوې ،امتیازونه ،لورونې اوښېګڼې چې غوره کړی اما دانسان له لیدلوری وځی لکه غنی خو انسان ډېرمحدود،محصور،پېچلی اوکمزوری فکر کوی نیمه ورځ خان ته په غوسه،شېبه اوګړۍ کبرجن او مغرورټول جهان ته . افراطی او دروغجن ،شراب خور اوبی باک، ګناهکار انسان،شریراوخطرناک رشوت خور اورشوت ورکونکی په څلور وکتابونو ګبر او وژونکی دجګړې دابزراو او وسایلو استعمالونکی د سیاست به نوم یو ستر ګوډاګی اوحتې په خپله له الهی عزوجل څخه نه وېرېدونکی متمرد انسان نوخکه دانسان خودخواهی کروناګانې زېږوی. موږ ته ځانونه ډېر ستر ښکاری ولې په هرعمر ،تعلیمی کچې ،موقف ،سیمه ،زمان ،شېبه اوګړۍ کې خپل ځان را نه وړوکی کیږی او ورک کېږی.کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزارشی اغزی مه کره چې پښو کې به دې خار شی
ژوند خار نه دی یوه ګړۍ یې هر چاته: هرنفسیکه فرو میرود ممد حیات است وچون برمیآید مفرح ذات!
داټول هغه عوامل چې موږ انسانان یې په سترګو وینو خو ځینې انسان یې منی او خینی یې بیا نه منی نو دادچا اعمال دی؟ والعصر× ان الا نسن لفی خسر.............
زه به تاسې سره به لنډ مطلب کې د عظیم انسان په هکله یوه لنده کیسه شریکه کړم:
ذوالنون مصری رح فرمایلی چې یوه شپه په عبادت کې زما سترګې پټې شولې په خوب کې مې ولیدل چې دالله ج په حضور کې ولاړیم اوهغه فرمایی:
ای ذوالنون کله چې ما انسان پیداکړ نو تر ټولو دمخه مې د هغه مخې ته دنیاء وړاندې کړه په دې باندې انسانان په لسو برخو ووېشل شول نهو برخو دنیا ء قبوله کړ او یوې برخې یې پروا و نه ساتله ما ددغې ډلې مخ ته جنت وړاندې کړ بیاهم دغه ډله په لسو برخو ووېشل شوه نهو برخو جنت ومانه خود لسمې برخې کسان بې نیازه پاتې شول او دجنت پروا یې ونه کړه بیامې دې خلکوته دجهنم یوه منظره وښودله چې هېڅ وارخطا نه شول او نه ووېرېدل ددوی څخه ما پوښتنه وکړه چې تاسې دنیا ونه غوښتله جنت موهم خوښ نه کړاوپه کار مو نه دی او له جهنم څخه مو ویره نه درلوده اخر تاسې غواړۍ څه؟ دوی سرونه راپورته کړل او ویې ویل:
ای الله موی یوازې له( تا) څخه (تا) غواړو! الله اکبر