سجده په میخانه کې
زموږ په برخه دي د غم خبرې
د راکټونو او د بم خبرې
سهار چې ویښ شم له نیمګړې خوبه
اورم د ویر او د ماتم خبرې
کوم تفاوت يي خاص په منځ کې نشته
دي د طالب که د دوستم خبرې
د جمعیتیانو منځ کې لا ګرمې دي
د ستمیانو د ستم خبرې
یو «نه منم» د ګلمرجان نه تنګ یوو
بل امریکا د ځم، نه ځم خبرې
که جنګ جګړه وي نو همدومره بس دی
غواړو د سولې او سلم خبرې
پس له پېړیو ملاجانه بس کړه
د دوزخونو جهنم خبرې
نور د غوږونو پردې یو نه لرو
پریږده د جهل او تورتم خبرې
بار بار تکرار دې له ممبره راځي
د مار، نولي او د لړم خبرې
اوس دا منسوخې افسانې شمیری شي
هم د حوا هم د ادم خبرې
راځۍ بدل کړو خپل ازل او تقدیر
تغییر کړو لوح او د قلم خبرې
کاشکې په ژوند د وطن بیا ووینم
د عظمتونو د پرتم خبرې
بیرته د مینې او دوستۍ دور شي
غزل کې پیل کړو د صنم خبرې
ځۍ میخانه کې په سجده پرېوځو
هملته دفن کړو د غم خبرې
مرادزی