که هر څومره سخته،کړکېچ او مصیبت کې یی نو لمونځ وکړه الله ج ته پناه یوسه چې الله عز وجل دې غمونه کم کړی د ټولو غمونو لامل له الله ج سره واټن دی دغه واټن په سیمینارونو ،سالګرو،کنفرانسونو او فرمایشی جلسو او محفلو نوکې واقعی او معنوی رنګ نه لری، نه سمیږی نو ختم یې کړه چې الله ج دې غمونه ختم کړی دجهنم اور اوسرې لمبې را یادې کړه دغه کار د ې له ګناهونو ،وژنو،توغندیو ، رنګارنګ زهری شیمیا یی موادو څخه منع کولی شی که غواړې چې نیکمرغی تر لاسه کړې کتابونه ولوله دعدالت ،انصاف ،مساوات او وروری حس له ځانه سره ملګری کړه داحسن التقویم لاره غوره کړه اوخپل نفس سره په کلکه مبارزه وکړه!
سبا تر هغه پرېږده چې راشی مه خفه کېږه دغه تاو په سیوری سره کمیږی نه ریاء. دتا سره تل د ځواکمنو ځواکمن او دغنیانو غنی الله تعالی ج ملګری دی نوهېڅ ویره مه کوه تل لمونځ کوه خکه هغه تاسره قبر ته تلونکی دی که چا نه دې خپل غیبت واورېد نو هغه ته ووایه چې له الله ج څخه ووېرېږه!
خلکو ته سینه پراخه کړه او د ملت په ژبه ځان پوه کړه مزدوری او څرګنده غلامی پرېږده،پلمې او بهانې مه کوه دنېکو په لارښوونه او تعلیم اصلی بڼه له لاسه مه ورکوه که واقعا مسلمان یی نو دالله عزوجل او درسول اکرم حضرت محمد ص مینه اختیارکړه.ځکه دمحمد مصطفی غوره اخلاق او صفت همدا وه چې هغه خپله سینه دخلکوپه مخ پراخه کړې وه چې رهبری یی دبشریت په قاموس کې ساری نه لری