• اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، د اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوله نظره !

• لیکوال : مفتي فضل هادي سالک)
• (دویمه برخه)

• مال داسلام په اقتصادي نظام کې دخورا مهم عنصرپه توګه :

• لغت کې :هرهغه شئ چې انسان دهغه څښتن کیدای شي مال بلل کیږي ،لکه سره زر ،نقره ،کاغذی روپۍ ،ځمکه ،شرکت ،فابریکه ،الوتکه ،موټر،کمپیوتر او تلفون .....
• اصطلاح کې :اسلامي پوهانو مال په بیلابیلو تعریفونو سره پیژندلی دی .علامه ابن عابدین شامی رح وایې :مال هغه څه ته وایې چې انسان هغه ته لیوالتیا ښیي اوزیرمه کول یې شونې وي .
• علام ابن العربی المالکی وایې :هرهغه شئ چې تمه ورته کیدای شي ،شرعا او عادتا دګټې اخستلو وړ وي .
• خبیب شربینی وایې :چې مال په شریعت کې هغه څه ته وایې چې ګټه اخستل ورڅخه مطلق مباح وي ،اویایې له اړتیا پرته لاسته راوړنه هم مباح وي .
• مال دارزښت او بیي له مخې یو متقوم او بل غیر متقوم دی .
• مال دظاهري بڼې اوجوړښت له مخې مثلي او قیمي دی .
• له نورونظامونوسره داسلام داقتصادي نظام پرتلنه یا مقایسه!
• پيليزه
• دشلمې پېړۍ په نيمايي کې نړۍ په دووبلاکونوشرقي اوغربي ووېشل شوه په اسلامي نړۍ کې فقر،جهل بېوزلي، نیستې اوطبقاتي سيستم حاکم ؤداسلام ټولودښمنانوپه اسلام پسې په پروپاګندلاس پورې کړچې دغه دین يوازې دفرداړیکه له خپل رب سره تنظيموي له اقتصاداوسیاست سره یې کارنشته دمسلمانانوځنې اولادونه له دغو افکارواغیزمن شول ځنو اسلام غرب اوځینو شرق پورې وتړلو په داسې حال کې چې اسلام جلااقتصاد ي نظام لري اودوحی له سرچینې څخه خړوبېږ ي ددغه څپرکي زده ئيزی موخې دفیوډالي ،کاپېټالستی،کمونستی، سوسیالستي ،مختلط نظام اوداسلام داقتصادی نظام ترمنځ مقايسه اوپرهغونیوکه ده
• داروپا فيوډالي نظام (Fuddle system )
• ډېرپخوانی اقتصادي زوړ اوفرسوده سيستم فيوډالي نظام دی چې په رومي ملت کې سابقه لري په ټوله اسيا افريقا اواروپاکې رايج ؤددغه نظام اصلی امتداددلسمې ميلادي پېړۍ څخه تر شپاړلسمې ميلادي پورې غځول کېږي په منځنيو پېړيوکې اروپايي ټولنه په درې طبقو مشتمله وه :
• ۱:داشرافواوخانانو طبقه
• ۲:دغلامانواوبې وزلوطبقه
• ۳: دکليساديني شخصيتونه .
• داشرافو طبقه
• داشرافواوخانانوطبقې ميراثي شکل درلود ځامن به يې له پيدايښته ترمړينې پورې اشراف ؤ دوی ځانګړی امتيازات درلودل ،داروپاخان خانۍ نظام نه يواځې داچې پراخه په زرګونه جريبه ځمکې يې په لاس کې وې بلکې سياسي اقتدارهم له دوی سره ؤ خپل قاضيان،دفتر،اداري نظام اوپيسې يې درلودې مګر له يوه ښاره تربله يې جلا نظام ؤ،په نهمه ميلادي پېړۍ کې دانګلستان پاچافريداعظم ويلي ؤ الله تعالی انسانان دمثلث به بڼه پيداکړي دي يوه ضلعه يې حاکمه ده اوبله يې عابده ده اودرېيمه يې خادمه ده حاکمه طبقه به واکمنه وي اوعابده طبقه ديني شخصيتونه دي دوی به يواځې په عبادت لاس پورې کوي اولاندېنۍضلعه دغلامانو او خدمتګارانو ده دوی به تل په چوپړ کې اوسي.
• دغلامۍ نظام
• غلام اودغلام اولاداودده ټوله شتمني دخان ملکيت ګڼل کېده اودهېڅ رنګ ازادۍ څخه برخمن نه ؤ په رومي تمدن کې غلامان ترمرګه پورې غلامان ؤدځمکې په خرڅون سره به يې دغلام،مېرمن،اولادونه اوڅاروي هم ورسره يوځای خرڅول، خانان به په قصرونو کې اوسېدل مګرخوارغريب غلام به دژمي په موسم کې له خپلې مېرمن،اولادونواوڅارويوسره يوځای په خټينوکورونوکې ژوند ترسره کاوه.
• دکليسا ديني شخصيتونه
• دوی به ځانګړی لباس اغوست له خلکو به يې جلا ټکسونه اخيستل اولښکرې به يې هم درلودلې تردې چې شاهان به يې دقدرت په ګدۍ کښېنول ،خلکوته يې دجنت ټکسونه ورکول اوويل به يې چې دوی دالله تعالی نمايندګان دي اوهره خبره يې دالله تعالی څخه نمايندګي کوي .
• ----------------------
• - سرمايه داري نظام (Capitalism)
• پېژندنه يې
• پانګواله يواقتصادي نظام دی چې دشخصي ملکيت دازادۍ پربنسټ يې داساس ډبره ايښودل شوې دمال په لاسته راوړلو اومصرف کې دهېڅ رنګ قيوداتوپابند نه وي دفيوډالېزم ځای نيوونکی ده.دتوليدټول وسايل ځمکې بانکونه،اوکارخانې ديوې کوچنۍ ډلې په لاس کې پرېږدي. نوسياسي ځواک هم دوی څرخوي اوداستعمارسرچينه ګڼل کېږي دغه سيستم پانګوال هڅوي ترڅودخاموموادواودخپلو توليدشويوتوکودخرڅلاؤ لپاره بازارپيداکړي ؛نودجګړواورتودساتي هلې ځلې کوي ترڅوملتونه ښکېل کړي.
• فکري بنسټونه يې:
• دپانګوالې نظام اعتقادي اوفکري ريښه روماني فلسفه تشکيلوي دعيسی عليه السلام له ښوونوسره يې هېڅ تړاؤ نشته
• درامنځته کېدو ظروف يې:
• په شپاړلسمه پېړۍپه اروپاکې دصنعتی انقلاب په رامنځته کېدوسره فيوډالي نظام سقوط وکړاوپه سرمايه داري نظام بدل شو په فيوډالي نظام کې دتوليد وسيله ځمکه اوپه سرمايه داري نظام کې پيسې وي.
• اقتصادي بنسټونه يې
• دتوليد دټولووسايلو (ځمکې،پانګې اوکارخانو)فردي ملکيت .
• دمال په لاسته راوړلو اومصرف کې فردي ازادي
• دپيسو په لاسته راوړلوکې يوتربله سيالي او رقابت
• دقېمتونودعرضې اوتقاضاد نظام ازادي
• ددولت دنده د اقتصادي فعاليتونه سانسورول دشتمنيوساتنه اوامن دی په دمزدوردعرضې اوتقاضاقانون جاري کول ددې لامل وګرځېده چې ښځې اونرټول کاروکړی په نتيجه کې ټولنيزې اړيکې وشړېدلې اوکورنی نظام له منځه لاړ
• عملي پایلې يې:
• ۱-په اقتصاداوسیاست نفوذ: دوی دخپلوکمپنیو له لارې په خارجي بازارونو اودنورو هېوادونو په سیاست کې هم ګوتې وهي دوی دبين المللي استعمار لامل هم ګڼل کېږی دجګړو اورته لمن وهي ملتونه اودولتونه ترخپلې غلامۍ لاندې راولي
• ۲ – په پانګوالو اومزدورانو دټولنې وېش: په دې توګه چې دمزدورانو دلاس ګټه ددوی جیب ته ځي اوپه مزدوره طبقه دعرضې اوتقاضا قانون جاري کوي.
۳ - يوازې سرمایه دارله شخصي حریت څخه برخمن وي دخپل مال اوثروت په وسیله خپل طرزفکر اوحاکميت تحميلوي اوټولنه ترخپل کنترول اونفوذ لاندې ساتي.
۴- پانګواله طبقه په يو دولت کې بل دولت ګڼل کېږي دزرګونومزدورانو په رایو لوبې کوي اوکه رايه ورنه کړي له کاره يې ګوښه کوي اوهم لوی پانګوال دخاموموادودلاسته راوړلواوپه بازارونودولکې دټينګولو لپاره دجګړوبازارګرم ساتي اوس مهال دجګړواساسي لامل په لويديځ کې دوسلو جوړولو لويې کمپنۍ دي دوی دخپلووسلودخرڅون په خاطرپه نړۍ کې دجګړواورتود ساتي دوروسته پاتې هېوادونو بانفوذه شخصیتونه دخپلو پيسو په وسيله ترخپل اغیزلاندې راولي .اونړۍ وال رقابتونه پيلوي. ۵- دوروسته پاتې هېوادونوڅخه ګټه اخیستل په دې توګه چې دخامو موادو داستحصال ذریعه اودپخوموادودخرڅلاؤدبازار حیثیت لري
۶- پانګوال داخلاقي فسادپه لور:لوی پانګوال په خپله په فساداوعیاشۍ اخته وي اودفحاشۍ سترمراکز لري اوله دغې لارې ستره پانګه لاسته راوړي.
• نيمګړتياوې او عيبونه يې
• ۱-ټولنه په دووطبقو عیاشوشتمنواوخوارونیستمووېشي
• ۲-ددواړوطبقاتوترمنځ کینه اوحسد چې ځنیوخت په طبقاتي شخړو پای ته رسېږي
۳- شتمن اودهوی اوهوس څښتنان دخپل مال په وسیله لوي سیاسي نفوذ پيداکوي دخپلو ګټودتامين اوپه بازارونواوخامو موادودقبضې په خاطردجګړ واورتودساتي .
۴- دمال په لاسته راوړلوکې ټولنیزوګټوته زیان اړوي په سود اواحتکارلاس پورې کوي نرخونه لوړېږ ي اودخلکو هډ وکي شپېلوی اودخلکو وينې څښي.
۵- په ټولنه کې اخلاقي فسادوده کوي زیاته پانګه په زنا لواطت، شرابو، اودخلکودضمېر په اخیستلو په لګښت رسېږ ي زیاتره پانګوال لوټمارې اوداړه مارې ډ لې لري په اختطافونواودسیاست والو په وېرولو اوتهدید ولولاس پورې کوي .
• ۶-انانيت اوشخصي ګټې : په دې توګه ډېرلږخلک په بازارونواواقتصادي سرچينوخېټه اچوي ټولنيزې ګټې په شخصي ګټوقربانوي .
• ۷-دشتمنۍ په وېش کې لوی خلل: په دې ډول چې دټولنې کوچنۍ طبقه دتوليددټولووسايلوڅښتنه اوپه مزواوچړچوکې ژوندتېروي اوبله طبقه يوه مړۍ ډوډۍ نه مومي ټولنه په دووپاټکيوووېشل شي شتمن اونېستمن،په پای کې ټولنه بې توازنه شي ..
• ۸-سيالي اورقابت: په دغه نظام کې ځواکمن پانګوال کمزوری شتمن له منځه وړي په دې توګه ځواکمن شتمن دجنس دنرخ په ټيټولو سره کمزوری شتمن ځپي اوله ميدانه يې وباسي چې ميدان ورته خوشې شي نرخونه اسمان ته لوړوي
• ۹-الهي نعمتونه له منځه وړل : سرمايه داردنرخودتعادل په خاطر زيات سامان اوخوراکي توکي سيندته غورځوي په ۱۹۳۴م کال په پانګوالو هېوادونوکې دوه ميليونه اوڅلوېښت زره خلک له لوږې سره مخامخ ؤ؛مګردامريکادمتحده ايالاتوپانګوالويوميليون کراچۍ غله دانه دوه لکه او اوه شپېته زره ټنه بوره دوه لکه اوشپېته زره ټنه وريجې اوپنځه ويشت زره ټنه غوښه اونور مواد دعرضې اوتقاضا دتعادل په خاطرسمندرته وغورځول .
• ۱۰-بې کاري : په دې توګه چې زيات توليداودلګښت کمبوداودنويووسايلوپه ايجاد سره په لکونوکاريګر،وزګاراوله کاره ګوښه کړی شول.
• ۱۱-اخ اوډب: په دغه نظام کې دپانګوالو اوکاريګرو ترمنځ تل ټکر اخ اوډب روان وي .
• ۱۲-ماده پرستي:پانګواله نظام انسان ته دمادي موجود په سترګه ګوري روحاني اواخلاقي فضيلتونه ترپښولاندې کوي.
• ۱۳-دلوکس شيانوتوليد: پانګواله نظام دبشرداړتياوړشيان په نظرکې نه نيسي بلکې دتل لپاره عياشانه دلوکس شيانوپه جوړولولاس پورې کوي موخه يې دزياتې ګټې پلټنه وي .
• ۱۴-عصبي لېونتوب: ددغه سخت زړي نظام وروستۍ نتيجه عصبي لېونتوب ،ځان وژنه ،مخدرات،جرايم اونېشې دي چې په نتيجه کې يې کورنی نظام وشړېږي اوماشومان اواولادونه له کوره وشړل شي انساني اخلاقي لوړارزښتونه ترپښولاندې اوله انسان څخه داسې وحشي ژوی جوړشي چې په ځنګله کې يې وحشي ځناورپه وحشت کې وشرمول
• په پانګوالې داسلام اقتصاد دلوړتياوجوهات
• په پانګواله نظام کې فرددشتمنۍحقيقي څښتن وي. په اسلامي اقتصادکي
• دشتمنيوحقيقي مالک الله اودانسان مقام دخليفه دی
• دلته يواځې فردي ملکيت دی په اسلام کې دوه ډوله ملکيتونه دي فردي اواجتماعي
• دي
• په پانګواله نظام کې مال دژوند هدف دی. مګر په اسلام کې مال اوشتمني
• دژوندتېرولو وسيله ده
• پانګواله سرکښ اومستبدنظام دی . اسلام دمالي طغيان اواستبداد څخه مسلمان ساتي.
• پانګواله ټولنه په شتمنواونيستمنودووطبقووېشي. مګر اسلام ددواړو ترمنځ تعادل
• برابروي.
• په پانګواله نظام کې زکات شتون نه لري. اسلام دمسلمان په مال کې زکات لازم
• ګرځولی دی
• په پانګواله نظام کې فردي ملکيت له هررنګه قيوداتوازاداودحرامواوحلالوبېلتون نه و
• دلويديځ اقتصاددپلارادم سميت دويناپراساس پرېږده چې کاروکړي دلته دروا اوناروا وسايلوامتيازنشته له هرې لارې نه چې ممکن وي پيسې په لاس راوړل دي که دسود اواحتکارله لارې وي اويادقماراولا ټري اويادمخدراتو،شرابو،دموسيقۍ،ګډا،نڅا اوزنا دهډودجوړولو له لارې.مګر په اسلام کې دحرامواوحلالو قيودات دي
• داسلام اقتصادي نظام دفردپه اقتصادي ازادۍ اعتراف کوي نه يې دکمونېزم په څېرمصادره کوي اونه يې ازاد بېواګوپرېږدي .اسلامي دولت کولی شي چې په مباشر ډول په اقتصادي فعاليتونو نظارت وکړي دسود،احتکار،غصب،قمار ،دوکې اوانفلاسيون مخه نيسي ځکه چې سودي اوناروافعاليتونه ټولنې ته اقتصادي ،ټولنيز،اواخلاقي زيانونه وراړوي
• نوربیا.............