د نوامبر ۱۱مه او په چين کې انلاين سوداګرۍ فيسټيوال

لیکواله : د چین میډیا ګروپ غړې اغلې زرینه 

د نوامبر ۱۱مه يا (۱۱. ۱۱) يعنې د يوولسمې ميلادي مياشتې يوولسمه نېټه په چين کې د انلاين سوداګرۍ ډېر مشهور فيسټيوال دی چې چينايان هر کال په دې ورځ په انلاين ډول توکي اخلي.

د پام وړ ټکی دادی چې په دې فيسټيوال کې شيان په ډېر تخفيف خرڅېږي او خلک له دې ورځې را رسېدو مخکې په خپلو ګرځنده ټيليفونونو کې نصب کړی شويو اپلېکشنونو له لارې د خپلې خوښې شيان په نښه کوي او د نوامبر ۱۱مې نېټې له صفر بجو څخه د ۱۲مې نېټې تر صفر بجو يې اخلي.

ګڼ شمېر مشهور انلاين پلور چيني شرکتونه خپلو مشتريانو ته پر چين سربېره د نړۍ له هر ګوټ څخه ددوی د خوښې شيان برابروي.

په دې ورځو کې پر انلاين سوداګريزو دوکانونو سربېره د چين چټک پوست رسولو شرکتونه هم ډېر مصروف وي.

ددې فيسټيوال بل په زړه پورې ټکی دادی چې چينايان سره له دې چې سودا په ټيټه بيه اخلي، دا ورځ د يوه عمومي امتحان معنا هم لري او هر څوک کولای شي چې په دې ورځ سودا اخيستلو کې خپله ځيرکتيا او پوهې کچه معلومه کړي، په دې معنا چې که څوک ډېر ځېرک وي نو په دې ورځ به ډېر ښه شيان په ټيټه بيه واخيستلای شي او برعکس که څوک ځيرک او چالاکه نه وي نو ښايي د شيانو په اخيستلو کې نيمګړتياوې ولري.

په سږني فيستيوال کې چې څو ورځې وړاندې تېر شو، تر ۵ميليونو زيات چيني او بهرنيو تصديو ګډون کړی و، تر ۲۵۰ زرو ډېرو چيني او بهرنيو تجارتي برانډونو مشتريانو ته تخفيفونه ورکړي او په بېلابېلو انلاين مارکيټونو کې يې تجارتي معاملوارزښت ټولټال ۷۷۴ مليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د دې فيسټيوال په تاريخ کې يې نوی رکارډ جوړ کړی دی. 

په چين کې  ۱۱.۱۱ فيسټيوال تاريخچه:

په چين کې 11.11 فيستيوال بنسټ علي بابا شرکت اېښی او ددغه شرکت له لوري د ۲۰۱۹ کال د نومبر په يوولسمه رامنځ ته شو او مشتريانو ته يې د شيانو تخفيف وړاندې کړ.

له هغې وروسته د هرکال همدغه ورځ يعنې د نومبر يوولسمه په چين کې د 11.11 فيستيوال په نوم ياديږي او يوازې د علي بابا تر انلاين مارکيټ پورې محدود پاتې نشو، بلکې نور زيات انلاين شرکتونه او مارکيتونه هم په همدې ورځ مشتريانو ته ځانګړي تخفيفونه وړاندې کوي. په تېر ۲۰۰۹ کال کې د دغه فيستيوال په موده کې د سوداګريزې معاملې ارزښت له ۳۰ مليارډو ډالرو څخه زيات دی چې دغه شمېر د امريکا د بلاک فرايډۍ (Black Friday) په پرتله پنځه برابره زياتوالی ښودل شوی. 

سږ کال ددغه فيسټيوال نېټه کې بدلون هم راغلی او لړۍ يې د نومبر له لومړۍ نېټې پيل شوه، انلاين شرکتونو او مارکيټونو د نومبر له لومړۍ نېټې مشتريانو ته د تخفيف ورکولو لړۍ پيل کړهاو ويې غوښتل چې دا فيستيوال وغځوي او د کورونا وبا له امله زيانمنې شوې سوداګرۍ دوباره اعاده کړي.  

سږنی  11.11فيستيوال  نه يوازې د چين لپاره نه، بلکې د نړۍ لپاره هم د توکو اخيستلو ميله ده. 

د فيستيوال په موده کې د پلورل شوو مالونو لپاره تر ۴۰۰۰باروړونکو الوتکو او بېړيو برخه اخيستې او کابو ۳ ميليون کار کوونکي ګمارل شوي دي. 

د فيستیوال له پيل وړاندې هغو فرانسوي تصديو چې په فيستيوال کې يې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، د خپلو مالونو د خرڅلاو چارو د تامينولو لپاره يې د فرانسې په بورګنډي سيمه کې يې د لامبو د شپږ سوه معياري ستخرونو په اندازه سره شراب چمتو کړي. د يوراګوی تصديو زر ټنه شيدې ذخيرې کړې، يوې اسرائيلي تصدۍ ۲۴ ساعته د سينګار او بدني ښکلا الې توليد کړې. د واشينګټن پوست په رپوټ کې ليکل شوي چې سږنی 11.11 فيستيوال د پخوا په پرتله توپير لري، ځکه د نړۍ تصديو د چين سږني فيسټيوال څخه د ګټو ترلاسه کولو هيله ښودلې.

ژوندۍ خپرونې د سږني  11.11 فيستيوال په موده کې د توکو پلورلو لپاره يوه اغېزمنه طريقه ده. تصدۍ په انلاين مارکيټونو يا خواله رسنيو کې په ژوندۍ بڼه خپرونې جوړوي او وياندان يې مشتريانو ته د توليداتو په اړه معلومات وړاندې کوي او د مشتريانو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د يادونې وړ ده چې دغه ژوندۍ خپرونې په حقيقت کې اعلانونه دي او په ژوندۍ بڼه نه يوازې مسلکي وياندانو، بلکې مشهورو فلمي ستورو، سندرغاړو او ورزش ستورو له خوا ،عام خلک ان بزګر هم چې د اعلانونو وړتيا لري او مشتريان جلبولای شي، په دې خپرونو کې ګمارل کېږي.

د سږني  11.11 فيستيوال په موده کې د سوداګريزو معاملو غټ ارزښت د چين د برېښنايي سوداګرۍ چټک پرمختګ منعکسوي او د انټرنېټ ترويج، د مالونو د ليږدولو لپاره پرمختللی پوست رسولوسيستم او لوی بازار د دغه هېواد د برېښنايي سوداګرۍ د چټک پرمختګ عمده لامل ښودل شوی کوم چې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې د ديارلسم پنځه کلن پلان د برياليتوب نښه هم بلل کيږي.

چين چې يو مليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري، د نړۍ تر ټولو لوی بازار بلل کيږي او اټکل کيږي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه هېواد له نورو هېوادونو څخه تر ۲۲۰۰۰ ميليارډو یوانو څخه زیات لرزښت لرونکي توکي وارد کړي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه لاهم د کورونا وبا د نوې څپې د مخنيوي په هڅه کې دي او دغه وضعيت پر اقتصادي او سوداګريزو چارو هم منفي اغيزه کړې، خو  چين  دغه وبا ښه کنټرول کړې او خپله اقتصادي وده يې پخواني حالت ته رسولې ده او د چين دې وړتيا د نړۍ لپار هم هيله برابره کړې.