نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نېکمرغه میلاد ورځ ده. افغان مومن پر دین مین ولس دا ورځ په داسې یو تاریخی فرصت کې لمانځي چې د سولې لپاره ډیره مناسبه زمینه برابره شوی ده. موږ افغا نان دیوه ژمن ملت په توګه په اوسني خورا حساس ځورېدلی او کړکېچن حالت کې تر هرڅه ډېر د رسول کریم (ص) لارښوونو،ارشا داتو، تاریخی رسا لت او اصالت ته اړتیا لرو. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بشریت ،سولې ، مساوات اوعدالت ستر لارښود دی، د لوی الله(ج) ډېر نازولی پیغمبر دی، د نوي اسلامي تمدن نوښتګر او بنسټیز دی ، دجهالت له منځه وړونکی دی. کله چې محمد مصطفی (ص) د لوی خدای (ج) په لارښوونه له مکې څخه د یثرب سیمې ته هجرت وکړ؛ نو هلته یې د نوي اسلامي تمدن بنسټ کېښود او هغه ښار یې مدینه وباله. اوس د ټولې نړۍ مسلمانان دغه ښار، یعنی د اسلامي تمدن ټاټوبی، مدینة النبي او همدارنګه یې مدینه منوره بولي، پرې ویاړي او درناوی یې کوي. رسول اکرم (ص) خلکو ته له تیارو او جهالته د ژغورنې پیغام راوړ، خلک یې د واحد خدای (ج) عبادت ته وبلل او هغوی ته یې د ژوندانه په ټولو چارو کې لارښوونه وکړه. که موږ د اسلام تاریخ ته په غور کتنه وکړو او په مدینه کې د خلکو ژوند وڅېړو؛ نو ویلای شو چې هلته ټولوپه یووالی کې د ورونو په څېر سره ګډ ژوند کاوه، د یو بل مرسته یې کوله، غم او درد، خوښي او خوشحالي یې سره ګډه وه. اسلامي تمدن د بشري خواخوږۍ، صبر او زغم، د یو بل د درناوي، منلو او زغملو پر بنسټ کلک ولاړو. هېچا ځان پر نورو لوړ او غوره نه باله، د عرب او عجم ترمنځ توپیر اوکرکه نه وه ، هرڅه دپوهې او تقوا پر اصولو مخ ته تلل، د زور او زر ،سرتمبه مشرانو سره اصولی مبارزه کېدله. په مدینه کې د ټولو سر، مال، پت او عزت خوندي و، ټولو په امن‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍یت، سوله او پخلاینه کې ژوند کاوه. هغه مهال مدینه منوره د ټولې نړۍ لپاره یوه ستره بېلګه وه، د ګډ سوله ییز ژوند ، د ورورۍ ، د امنیت او ثبات ، د اعتدال اوبشپړې جهان بینی ته اهمیت ورکول کېده . د نړۍ په هره سیمه کې به د مدینې منورې کیسې کېدې، خلکو به ورته غوږ نیولی و، ډېرو په زړونو کې دا آرمان پاله چې مدینې ته لاړشي او هلته دغه نوی تمدن له نږدې وګوري، د ژوند نوې طریقه له نږدې وګوري، هغه امنیت او ثبات له نږدې وګوري او هلته له یو بل سره د خلکو مینه او محبت له نږدې وڅېړی، هغه اسلامي عدالت له نږدې وګوري. د مدینې او همدارنګه د اسلامي تمدن د شهرت اواهمیت غږد نړۍ په ټولو لویو وچو او هېوادونو کې خپرېده. له بده مرغه نن اسلامي نړۍ له ګڼو ستونزو سره د وچ سیاست ،دروغجنې دېموګۍ یاکراسی سره مخ ده. تر ټولو ډېرې جګړې په اسلامي هېواودونو کې دڅه لپاره دي؟. تر ټولو ډېر فقر، لوږه او بې سوادي په اسلامي هېوادونو کې ترسترګو کېږي. بهرنی اوپردی زموږ کور کې لاس وهنی لری سفیران داروپا اتحادیی غړی او د ناتو کلانکا ران راغلی دی خوافغانستان هم د یو اسلامي هېواد په توګه له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ دی. د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې له څلوېښتو کلونو راهیسې له دننه اوبهرد جګړې سره لاس او ګرېوان دی. دا جګړه اوس هم دوام لري.هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیموکې نښتې او چاودنې رامنځ ته کېږي اودواړولوروکې بې ګناه او بې دفاع افغا نان وژل کېږي. که موږ د دغو ټولو ناخوالو او نادودوبی فرهنګی او نا وړلو اعمالو هسته راوسپړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې ډېرو یې د اسلامي لارښوونوپه نو م خو له انحرافه او بېګانه پرستی او فردی مقام اوقدرت سرچینه اخیستې ده. هرکله چې خلکو د اسلام رښتینی او عملی پیغام چې هغه د سولې، پخلاینې او اعتدال پربنسټ ولاړ دی او الهام ترې اخلي، له پامه غورځولی دی، ارزښت یې نه دی ورکړی؛ نو بیا له بدمرغیو او ناخوالو سره مخ شوي دي. اوس چې د سولې خبرې روانې دي، ټول ښکیل لوري باید د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته مخه وکړي، بې له ریا ،چل او حیلې ،پلمې او بهانې د هغوی په رڼا کې روانې کړکېچ ته د حل منطقی ،معقوله او د منلو لاره ومومي او دا مسلمان فقیر اوله ستونزو ډک ملت له ناورینه اودایمی ناروغی څخه نوروژغوري. په دې کې موږ د نبي (ص) د نېکمرغه میلاد تر ټوله ښه درناوی او لمانځنه ووینو.