زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟!
(مفتي فضل هادي سالک )
(۲برخه)
دزلزلې حقیقت
زلزله کوه طبعی پیښه نده ،نه کومه داسې فطري اومعمولي حادثه ده ،چې په خپله مینځته راغلې، یا لکه دځینوساینسپوهانوپه نظرچې ځمکه کې بخار جمعه شي او دوتلو لاره یې نه وي، نوهغه یوه چاودنه وکړي، نودهغې په پایله کې زلزله رامینځته شي ،بلکې دایو آفت او عذاب یا رحمت دی ،الله تعالی چې یې وغواړې هغه ځای کې صورت نیسي ،چیرته چې ګناهونه ډیر شي داسې الهي حوادث مینځته راخي .
لکه ددې وروستنې حدیث شریف نه چې معلومیږې، ددې ټولۍ نړۍ نه د(ق)په نوم یو لوی غر احاطه کړي او ددنیا ددې غرونوتنابونه اورګونه ددې غره سره وصل دي ،کله چې الله تعالی کوم ځای کې دزلزلې اراده وکړي ،نو دې سترغرته حکم وکړي اوله هغې نه زلزله مینځته راشي ،لاندیني حدیث اوپښتو ژباړه کې یې همدامفهوم ښه لوستلای شئ:
أما حقيقة الزلزلة فهو ما أخرجه أبو الشيخ في العظمة وابن أبي الدنيا في كتاب العقوبات عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: خلق الله جبلا يقال له ق محيط بالعالم وعروقه إلى الصخرة التي عليها الأرض فإذا أراد الله أن يزلزل قرية أمر ذلك الجبل فحرك العرق الذي يلي تلك القرية فيزلزلها ويحركها فمن ثم تحرك القرية دون القرية وأخرج الخطيب وابن عساكر عنه قال: جبل ق محيط بالدنيا وقد أنبت الله منه الجبال وشبك بعضها ببعض بعروقه كالشجرة كالأوتاد فإذا أراد الله أن يزلزل أرضا أوحى إلى ق فحرك العرق وأخرج عبد بن حميد عن عكرمة أن ذا القرنين لما بلغ الجبل الذي يقال له ق ناداه ملك فقال ذو القرنين ما هذا الجبل قال هذا جبل يقال له ق وهو أم الجبال والجبال كلها من عروقه فإذا أراد الله أن يزلزل قرية حرك منه عرقا .
(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه :ابوالشیخ په العظمت کتاب او ابن ابي الدنیا په العقوبات کې دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه فرمایي : الله جل جلاله د(ق)په نوم نړۍ کې یو غر پیدا کړی ،هغه چې په ټوله نړۍ محیط او ریښې یې له هغې تیږې سره لګیدلې، چې ځمکه پرې نصب ده،کله چې الله په یوه کلې دزلزلې اراده وکړي ،نو دې غره ته حکم وکړي ،نو دا غر هغه رګونه یا ریښې وخوځوي، چې دې ته نږدي دي ،نو زلزله پرې راشي او متحرک شي ،او خطیب او ابن عساکردده څخه نقل کړي ،چې ده فرمایلې چې :د (ق) غر ددنیا څخه راتاو دی ،او الله جل جلاله ددې ق غره نور غرونه راپیدا کړي او ځینې یې په ځینو نورو کې داسې ورننه ایستې لکه ونه او میخونه ،نو کله چې الله جل جلاله په ځمکه کې دزلزلې اراده وکړي، نو دې غره ته وحی یا امر وکړي ،نو دا غر خپل رګونه او ریښې په غورځنګ راولي ،همداسې عبد بن حمید دعکرمه څخه روایت کوي ،چې کله ذوالقرنین هغه غره ته ورسید چې هغې ته (ق) وایې ،نو ملایک ورته غږ وکړ، نو ذوالقرنین ترې وپوښتل چې دا کوم غر دی ؟نو ملا یکې ورته وویل چې دې ته جبل ق وایې او ام الجبال دی، ټول غرونه ددې غره څخه ټوکیدلې دي ،کله چې الله جل جلا له دکوم کلې دزلزلې اراده وکړي، ددې غره رګ او غځیدلې ریښې وخوځوي .
او دطبراني په روایت کې دا سې راغلې چې :
ما أخرجه الطبراني عن ابن عباس ما معناه أن الله إذا أراد أن يخوف عباده أبدى عن شيء من آثار قدرته للأرض فعند ذلك تزلزلت ، ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چې معنی یې داسې راځي ،چې په تحقیق سره چې کله الله جل جلاله اراده وکړي ،ترڅو خپل بندګان وویروي ،دخپل قدرت څه نښې ځمکې ته را ښکاره کړي ،نو دې سره زلزله رامنځته شي ،همداسې (المنذري )په خپل سند کې دابن جریج څخه یو اوږد روایت رانقل کړی ، چې صحت یې نه وي شوی راوړل یې مناسب ندې ،خو دحضرت عبدالله بن عباس رض دفوق الذکر روایتونو څخه دوه خبرې معلومې شوي ،یوداچې زلزله د(ق)دغره څخه پیلیږي اوبله دا چې الله جل جلاله ځمکې ته دخپل قدرت اثار ښکاره کوي ،نو زلزله منځته راشي ،دا دواړه روایتونه که صحیح شي ،نو تطبیق یې هم شونی دی او کوم تعارض سره نلري ،داټول دزلزلې اسباب او علل کیدای شي ،خوداټول په یوناني حکماوواو نوي ساینس په ځینو برخو باندې صریح رد دی ،چې له بده مرغه چې هغوئ دزلزلې اسباب هغه بخارات او غازات بولي ،چې دلمر له امله دځمکې په تل کې جمع شوي وي اودځمکې دسختوالې یا صلبت په وجه له ځمکې نشي وتلای، نو نه یې برودت مقاوم کیدای شي چې دا اوبه یا مایع کړي ،او نه داسې ډیر حرارت تحت الارض وي ،چې حل یې کړي ،نو دډیروالې له وجه پرې ځمکه وچوي او زلزله رامنځته شي .......ځکه نني تحقیقات وایې دځمکې لاندې ښه ډیر حرارت شته او همدا دعبدالله بن عباس روایتونه ددې ډول فلسفیانه څیړنو تردید کوي ،بلکې دا په ډاګه کوي چې اصلا دا ټول دالله جل جلاله په حکم باندې کیږي او ځمکې بخارات پکې رول نلري !
دزلزلې نه دتیښتې په باب دفقهاوو نظر :
دا مسئله ډیره پیښږې اوزیات وخت ورسره هر زوړ ر او بې زړه شخص مخامخ کیږي ،هغه دا چې څوک کومه ودانۍ یا کوټه کې دننه ناست وي او زلزله شي ، نو خلک دکوټي دلویدو او زلزلې له ویرې له کوټي نه تښتي ،نو غوره مو دا وبلله، چې دزلزلې دبحث په صدد کې پردي موضوع هم لنډه غوندې رڼا واچوو!
خپله یوه مشاهده به ورسره همغاړه کړم او هغه داسې چې ،مونږ په هغه کال چې (۱۹۹۴ز) به وو،د جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې دوره حدیث کې دوخت دبزګوار او منل شوي عالم شخصیت ،هغه چې اوس مومنځ کې نشته، حضرت مفتي محمد فرید رحمه الله تعالی سره په غالب ګمان دترمذي شریف درس کې ناست وو،چې ناڅاپه دزلزلې ټکانونه پیل شول ،ومو کتل چې په ډیره بۍصبرۍ سره ځینې طالبان له دارالحدیث څخه ووتل او حضرت مفتي صیب نورالله مرقده او ور سره څه طالبان پاتې دارالحدیث کې پاتې شول ،خو دزلزلې جټکه دومره اوږده نشوه ،طالبان چې بیرته راننه شول ، ګوري چې دا لویه هستې لا هم پرخپل ځای ناسته ده، نو څه دخجالت سره مخ شول ،دمګړۍ حضرت مفتي رحمه الله وویل، چې دا هیڅ خبره نده ،له زلزلې نه تیښته رواده او دې کې کوم ډول کراهت یا خجالت نشته، نود ادی د مقتضی الحال سره سم مو دا فقهي جزئیه هم ستاسو کتونکیو مخکې کښیښوده ،تر څو پرې توضیح مقام وشي !
شرعي مسئله داده ،چې که څوک کوټه کې وي او زلزله شي، نو دکوټې څخه تیښته جایز ده ،الدرالمختارللحفصکي) لیکلې چې دې منډه کې کراهت نشته، بلکې مستحق یې دی، دا وایې چې نبي علیه السلام هم دداسې یوه دیوال څخه په تیزۍ یا منډه تیر شوی و، چې لویدوته یې میلان درلود، ددې فتاوی عبارت په لاندې ډول دی :
(أخذته الزلزلة في بيته ففر إلى الفضاء لا يكره) بل يستحق لفرار النبي (ص) عن الحائط المائل (وإذا خرج من بلدة بها الطاعون: فإن علم أن كل شئ بقدر الله تعالى فلا بأس بأن يخرج ويدخل، وإن كان عنده أنه لو خرج نجا ولو دخل ابتلي به كره له ذلك) فلا يدخل ولا يخرج صيانة لاعتقاده، وعليه حمل النهي في الحديث الشريف.
مجمع الفتاوى.
(الدرالمختارللحفصکی)
الشَّرْحُ
( قَوْلُهُ وَإِذَا خَرَجَ مِنْ بَلْدَةٍ بِهَا الطَّاعُونُ ) الْمُنَاسِبُ زِيَادَةُ أَوْ دَخَلَ لِيُنَاسِبَ مَا بَعْدَهُ ط
(ردالمحتار)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزلزلي پروخت نفل لمونځ کول
حضرت عبدالله بن عباس او حضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنهما ددواړو صحابوو به دا معمول و،چې کله به زلزله یا کوم بل هول یا اسماني مصیبت راغی، نو دوئ به لمونځ کاوه ،نو ځکه زمونږحضرت امام ابوحنیفه رح هم دا ښه او مستحسن ګڼلې ده ،بلکې هر کار چې پکې مصیبت او فزع وي ،لکه سخت باد راشي ، زلزله وي ،سخته ږلۍ ووري ،توپاني باران وي ،ډیر ظلمت یا تیاره یا داسې بل کوم آفت وي نو مستحب داده، چې لمونځ پکې وشي او ددفع دعا پکې له الله جل جلاله څخه وغوښتل شي ،لکه په لاندې حواله کې چې دا مسئله راغلې ده
وكان مالك والشافعي لا يريان الصلاة عند الزلزلة ولا عند الظلمة والريح الشديد
ورآها جماعة من أهل العلم منهم أحمد وإسحاق وأبو ثور
وروي عن بن عباس أنه صلى في الزلزلة
وقال بن مسعود إذا سمعتم هادا من السماء فافزعوا إلى الصلاة
وقال أبو حنيفة من فعل فقد أحسن ومن لا فلا حرج
قال أبو عمر لم يأت عن النبي من وجه صحيح أن الزلزلة كانت في عصره ولا صحت عنه فيها سنة وقد كانت أول ما كانت في الإسلام على عهد عمر فأنكرها وقال أحدثتم والله لئن عادت لأخرجن من بين أظهركمرواه بن عيينة عن عبيد الله بن عمر عن نافع عن صفية قالت زلزلت المدينة على عهد عمر حتى اصطكت السور فقام فحمد الله وأثنى عليه ثم قال ما أسرع ما أحدثتم والله لئن عادت لأخرجن من بين أظهركم
(الاستذکارالجامع لمذاهب فقهاءالامصار)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أثر ابن عباس رضي الله عنهما:«أنه صلّى في الزلزلة بالبصرة، فأطال القنوت، ثم ركع، ثم رفع رأسه، فأطال القنوت، ثم ركع، ثم رفع رأسه فأطال القنوت، ثم ركع، فسجد، ثم صلّى الثانية كذلك فصارت صلاته ست ركعات وأربع سجدات، وقال: هكذا صلاة الآيات».
أخرجه عبد الرزاق (4929)؛ وابن أبي شيبة (2/472)؛ والبيهقي (3/343) وقال: «هو عن ابن عباس ثابت».
ماخذونه :جامع صحیح الترمذي ،عبدالرزاق ،ابن ابي شیبة ،البیهقي ، الطبراني .
الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/
(الاستذکارالجامع لمذاهب فقهاءالامصار)
الدرالمحتارلعلامة الحفصکي رح .
الردالمحتارلابن عابدین شامي رح
(الدرالسنیة فی کتب النجدیة .
المکتبة الشاملة .
ګوګل نړیوال جال .