په پنجاب کې د ښاغلي ګلبدین حکمتیار خبرې چې ګواکي "د افغان دولت بېړۍ سورۍ ده" او ډېر ژر به "ډوبه شي"، د هغه چا په مثال ده لکه د خپل ناموس په اړه چې له خپل غلیم سره خبرې کوې . له همدې امله ټول هغه شکونه او پوښتنې چې نه یوازې د شخص حکمتیار په اړه وې، بلکې هغه پوښتنې او شکونه هم چې د ده د سیاست په اړه ول، همدې حکمتیار په خپله ځواب او زباد کړل۔ نور د حیرانیتا وړ نه ده چې حکمتیار څنګه د یوه مامور په توګه د خپل پنجابي آمر په وړاندې ناست او هغه ته یې د خپل ننګ، غیرت، پت، عزت او ناموس په اړه مالومات ورکول چې څومره شړېدلی او څومره ژر به ډوب شي .

 سیاست ته د راتګ په درشل کې د حکمتیار په اړه پوښتنې وې چې څوک دی او څه غواړي . د وخت په تېرېدا سره پوښتنې لا ډېرې او د ده څېره نوره هم شکمنه شوه چې حکمتیار ولې د افغان ولس له غلیم سره یو ځای په یوه صف کې د افغان ولس پر ضد ولاړ او چاړه په لاس او لاسونه تر مړوندو په وینو سره دي؟

څوک دی دا حکمتیار چې خپل زوی یې یوه څپړه هم نه دی وهلی، خو د خلکو زامن، لورانې، تورسرې او سپینږیري یې تر راکټونو، بمونو او توطئو لاندې تباه کړل؟

په دې کې هېڅ شک نشته چې نظام له مفسدینو ډک دی، په دې کې هېڅ شک نشته چې نظام په ټوله خاوره واکمن نه ده او په دې کې هېڅ شک نشته چې په نظام کې داسې کسان شته چې د یوې روپۍ لپاره نه یوازې خپل ننګ او ناموس پلوري، بلکې ټول افغانستان به وپلوري، خو د همدې نظام په ضد، او د همدې ولس په ضد په ویاړ سره د غلیم په صف کې درېدل او غلیم ته د خپل هېواد، خلکو او نظام کمزورتیاوې، مجبوریتونه او رازونه بربنډول په ریښتیا چې د یوه داسې ذلیل، فاسق او فاجر کار دی چې ببرک کارمل ترې په ټوله مانا پتمن سړی دی .

مظلوم افغانستان خو د حکمتیار نظام هم ولید چې د وطن هر بچۍ، هره پېغله یې اړ اېستله چې دا د لېوانو ښار پرېږدي . مظلوم افغانستان د حکمتیار واک او ځواک او صدر اعظمي ولیده چې د کابل پېغلې یې د پېښور، اسلام آباد او کراچۍ کوڅو ته د فحشا لپاره اړ اېستلې . مظلوم افغانستان د حکمتیار ترهګرۍ ولېدې چې علمي کدرونو د وژلو، ربړولو او ترور بنسټ یې کېښوه۔ د پنجابي په مخ کې د یوه غلام په څیر ناست او د خپل هېواد ټپونه په ویاړ سره سپړل د هغه چا کار دی چې د خپل بادار لپاره خپلې لاسته راوړنې یادوي.

څوک دی دا حکمتیار چې شعار یې د کلمه الله لوړوالی او له مظلوم سره مرسته وه، خو کله چې پنجابي ملیشو د وزیرستان پېغلې او مېړوښې د کراچۍ تر بازارونو تېرې کړې، حکمتیار خوله خلاصه نه کړه، حکمتیار پنجابي ته و نه ویل چې ولې په پښتنو مېرمنو دومره ظلم او وحشت کوي؟ حکمتیار تر آزربایجان پورې پښتانه ولېږل، خو خپلې پښتنې یې په وزیرستان کې په پنجابیانو وداړلې .

څوک دی دا حکمتیار چې پنجاب ته د خپل ناموس حال وایي، خو دومره زړه نه لري چې په کنړونو د پنجابي راکټونو اورېدل وغندي؟ آیا نور څه نه ول چې ښاغلي حکمتیار د پنجابي مشرانو سره خبرې پرې کړې وای؟ آیا دا به مناسب نه وای چې ښاغلي حکمتیار د پاکستاني ویزو د اسانیتا په اړه له پنجابي جنرالانو سره خبرې کړې وای، که حکمتیار د خپل هېواد له اکربکر څخه نه دی خبر؟؟
په بشپړ باور چې حکمتیار د افغانستان په شته ستونځو ښه سم خبر دی، خو دومره جرآت، مېړانه او ننګ ته به څنګه زړه ښه کوي؟؟؟

څوک دی دا جامع الجنجالات حکمتیار چې له هېڅ افغان سره جوړ نه شو، خو له هېڅ پنجابي سره په جنګ نه شو؟

پنجاب ته د حکمتیار تګ نه یوازې ده ته، بلکې د ده تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب یو څو ملنګانو او افغان ولس ته پرته سپکاوي بل  هېڅ پیغام نه درلود۔ همدا د حکمتیار لاسته راوړنه وه . که ښاغلی حکمتیار هر څومره د د طالبانو د غیرشرعي، ناریښتینو او سپکو غوښتنو او بې عقله تبلیغ تکرار وکړي، په دې سره به دی د طالبانو د منښت او درنښت وړ و نه ګرځي، بلکې لا نور هم  د طالبانو په څېر د هغو لنډه غرو، جاهلو او د پردیو د جاوسوسانو په ټولي کې ونیول شي چې دې هېواد او دې مظلوم ولس ته یې له شلګونو کلونو راهیسې پرته له بدمرغۍ، جګړې او ظلم څخه بل هېڅ شی نه دي راوړي۔

الله پاک دې وکړي چې ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د شهید عبدالقادرخان زوی، د کندوز په امام صاحب کې زیږېدلی، خپل اصلیت، شخصیت او سیاست د یوه افغان په توګه، د افغانستان په ګټه وکاروي، نه د پنجاب د جنرالانو لپاره چې اوس یې هم مېرمنې له امریکایي دیپلوماتانو، نظامیانو او د سي آی اې له غړو سره افتخاري او د ځانګړې پاملرنې وړ اړیکې لري۔