یوه ټولنه په خپل فرهنګ باندې ودا نه ده او فرهنګ دی چې دټولنې معیارونه ټاکی پوهنه دټولنې په ټولو برخو رڼا اچوی او د ټولنزو نیمګړتیاوو سره مرسته کوی څلور لسیزې ډېر وخت دی مانا یو ماشو م د څلوېښت کلنۍ عمر ته رسیږی ما له ټول افغان سره دا یادونه کړې وه چې زه به په وار سره یو شمیر هغه واقعیتونه راوسپړم کوم چې ما په سترګو لیدلی او له نږدې څخه مې څېړلې دی زما هدف له لیکنې تور لګول ،بدویل ،کرکه او نفرت فرهنګ نه دی اونه دانسان عظمت او اهمیت توهین کول دی . ما هروخت کې د نیوکې اخلاق په نظر کې نیولی او په هیڅ صورت نه غواړم چې لاف اوګزاف باندې خان سره لوبې په سالمه نیوک دچا مراعات هم نشم کولای زما طرحه پوهنیز اړخ لری ځکه موږ یوا و بل ته ضرورت لرو اوس وخت ددې دی چې د یووالی دریخ لپاره خپلواک او دفی سبیل الله په لاره کې له وچ سیاست او مرادار خورې دیموکراسۍ را ووځو په سالم نیت، تصمیم ،ثبات او نېک عمل اکتفا وکړو چې : ګفتار نیک کردار نیک و بندار نیک
انسان د الله ج په وړاندې ډېر ارزښت لری نو خکه یې ورته اشرف المخلوقات ویلی دی نو دانسان قضاوت ،برداشت باید دټولو مهمو قضایاوو په وړاندې سطحی بڼه ونه لری او نه اماتوری. لاندې شعر ماهغه لیکلی چې د بالا حصار له لارې مودلوګر زرغون ښار کلی ته ځان ور ساوه اودوه شپې مو هلته وکړلې دریمه شپه له مجاهدینو سره یوځاي شولو. موږ دصدارت په معتبره ځای کې بند یان وو چېرې چې تولې کوټې د حضرتانو په قالینو فرش وې موږ سره د کابل پوهنتون محصلین ابن سینا او رحمان با با لېسې زد کوونکی ول
کله به چې دشپې لس بجی شوی نو بیابه یې دتحقیق کوټې ته غوښتلو ځینو ته به برقی جزا ورکوله ځینې یې د پل چرخ بندې خانې ته لیږل یوحال وو چی له بربر یت نه هم اوړی خو دالله ج فضل وو چې موږ نه تحقیق وشو خو جزا مو ونه لیدله . موږ په یوه سالون کې اوسېدلو چې فرشی دروازه یی درلودله او بهرته یی ورسۍ وې دوه کوتو کې تقریبا څلوېښت کسان وو. موږ په کابل د هيڅ تنظیم ، ډلې یا کوم سیاسی حزب غړیتوب نه درلود خو زموږ ملګرو کې دحزب اسلامی،جمعیت،جبهې و محاذ ،حرکت ،بې طرف غړی ول .په بندی خانه کې موږ سره دحزب یو دیر مخلص او مشهوره قومندان هم بندی شو خو موږ کوشش وکړ چې په بل نوم یی یادکړو چې دغه کاروشو که هغه له خپلې سیمې څیړل شوی وای نو سل په سلو زموږ کار فیصله وو او بل سند ته اړه نه پیداکېده .دهغه تحقیق به یوه شپه له موږ نه مخکې وه موږ بوهېدو چې تحقیق کې څه ووایو
تحقیق والا به کله ډیر ناپوهه کسان ول
موږ عسکر په پیسو اموخته کړ ه هغوته مو پیسی ورکولی او خپلو ملګروته مو د اړیکو مطلب د ګوګوړو قطی لیږه اویا مو داوداسه په وخت دودانۍ په ا نګړ کې حال سره کاوه چې دتحقیق په وخت کې باید څه ووایی عسکرو به ددرد ګولۍ له پل باغ عمومی څخه راوړلې. ددې ځاي صاحب منصب
حز بی نه وو هغه ماسره ملګری شو کله به یی له ماسره ګپ لګاوه .
زموږ ځینې ملګری شرمیدل دوم چانس ډوډ ۍنه غوښتلی خو وروسته مارواج کړه .قومندان ماته وویل چې ته کولی شې له ورسی د باندی وګورې خوهروخت نه ځکه غیرقانونی کار دی ...........نور بیا

در نه ځمه کا بله

در نه خمه له ګردو اوغباره ډکه کابله
مجبوری ده کمونستی ده ښایسه کابله
په قسمت مې کډوالی شوه خواری ده
ګوره مانه خفه نشې دارما فیصله نه ده
ماته پېښه لا چاری ده ولس ته را غلې بدبختی ده
څه وکړم د لېنن په غمو ککړه کابله
خدای پا مانی ده له ویاړه دکه ټپی کابله
ستا آسمان آسمان دی ستا قیام دهرځان دی
دهرډول استعمار بت شکنه د بابر بڼه
تانه جارشم تانه قربان شم سنګر مورچله
بند وم قفس کې دظلم بربریت کې لوی افت کې
خو ور نه ازاد او خپلواک شوم په ډېره نره
په یاد مې راګرځې د میرویس خان لوی مسکنه
مسته کابله زموږ مېنې زموږ هیلې اوباتوره
زه در نه خمه ، در نه ځمه ،در نه ځمه کابله!
دسپتمبر ۲۷ /۱۹۷۹
بالا حصار، کابل