په وینځلو به يي سپین نکړې بابوجانه
هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي
ګلبدین د ارواښاد محمد داوود له حکومت نېولې نن د ولسمشر اشرف غني تر حکومت پورې، د حکومتونو او نظامونه مخالف او دښمن پاتې شوی. ګلبدین او ډله يی د تېرو ټولو حکومتونو او نظامونو سره د مدني او قانوني اپوزیسیون پتوګه چې د یوې سیاسي ډلې یا شخص مدني حق دی نه دی پاتې شوی، بلکې تل يی د هغو په وړاندې یا له اسلام اباد څخه وسله رااخیسې او یا لکه اوس د موجوده حکومت په وړاندې يی د هیڅ ډول بې شرمه تبلیغاتو او ګواښونو ډډه نه دې کړې.
ګلبدین د برهان الدین رباني او احمدشا مسعود سره په ګډه، د داوود خان د جمهوري نظام په وړاندې وسلې ته لاس کړ. دا وسله ورته هغه مهال هم د پاکستان استخباراتو(ISI) ورکړې وه. په دغه وسلو کې چینايي کلاشینکوف چې پاکستان له چین او یا له نورو ځایو ترلاسه کړې وو، شامل ول. په ۱۳۵۴ کال په کامې ولسوالۍ کې زه خپله د یوې پېښې شاهد یم چې د یوه ګلبدیني په کور کې پېنځه میله چینايی کلاشینکوف چې د څارویو په غوجل کېې ښخ کړي ول، کشف او حکومت تر لاسه کړل او نوموړی ګلبدینی يی د قانون منګلو ته وسپاره.
هغه مهال يي د ننګرهار ولایت د کامې، سره رود، کوزکونړ، شینوارو او خوګیاڼيو ولسوالیو، په کونړ ولایت او د پنجشیر په علاقدارۍ کې وسلوال بریدونه ترسره کړل. په دغه سیمو کې يي ځینې وګړي ټپیان، ښوونکي او مامورین يي وګواښل او په ځینو يي په وچه سرونه او بریتونه وخره یل او توهین يي کړل.
د داوود خا ن تر حکومت وروسته خو د نورو حکومتونو په وړاندې لکه د پاکستان ملیشه وجنګید، ان د حامد کرزي د حکومت په دواړو دورو کې يی وسله کښينښوده او تر طالب زیات بې رحمه وجنګېد. بلاخره ایله د ولسمشمر غني په حکومت کې له وسلوالې جګړې سوړ شو، خو تبلیغاتي جنګ يی نن هم په همغه شدت جریان لري لکه اوس چې هم په شمشتو کمپ کې ناست وي!
ګلبدین چې په ټول ژوند يي یو ځل د مدني حرکت تظاهر وکړ او د ۲۰۱۹ کال ټولټاکنو کې يي له زیات لالچ او لجاجت وروسته ګډون وکړ، د افغانانو ۳٪ سلنه يی رايی واخیستي او خپله ریښتینې څېره يي د ولس په هینداره کې ولېده. کله چې يی ټاکنو کې خپله اصلي څېره او ماتې ولېده، بیايی د پخوا پشان د حکومت او نظام د «نه منم» ترانه لکه د ګلمرجان د« نه منم» غوندې راغبرګه کړه او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په پل يی قدم پورته کړ، کله د موقت حکومت او کله د عبوري حکومت زړه او له موده لوېدلې بولاله يي راسرکړه.
د ژوندون تلویزیون د خبر له مخې د اسلامي ګوند مشر ګلبد الدین حکمتیار وایي، «حکومت دې د سولې د ټینګښت لپاره د واک انتقال تضمین او طالبان دې اوربند وکړي. نوموړی وایي، چې قطر کې د سولې خبرو اساسي مسایل اوربند او د واک انتقال دی او له دواړو لورو غواړي، چې ژر تر ژره پر مهمو مسایلو خبرې پیل کړي د هغه په خبره حکومت د واک د دوام لپاره د سولې خبرو کې ځنډ یو فرصت ګڼي خو طالبان ځکه عجله نه لري، چې د امریکا تر وتلو وروسته به حکومت څو ورځې هم دوام ونه کړي»
څو ورځې مخکې په کابل، د اسلام اباد سفیر منصور احمد خان په دارالامان کې د ګلبدین کورته ورغلي وو. یاد سفارت په یو جاري شوي بیان کې ویلي چې دواړو لورو په خبرو کې د «ګډو ګټو» په اړه خبرې کړي دي. دلته له «ګډو ګټو» څخه موخه د اسلام اباد او اسلامي ګوند شریکې ګټې دي، نه د یو خپلواک هېواد پتوګه د افغانستان او پاکستان د دوه هېوادونو «ګډې ګټې»!
د ژوندون تلویزیون سره د ګلبدین وروستۍ څرګندونې چې د «واک د انتقال تضمین» په اړه يي کړي ښای د منصور احمد خان سره په خبرو کې د «ګډو ګټو» سره بې تړاوه نه وي.
په دوحۍ کې د سولې خبرو د پیل کېدو سره سم، د ګلبدین په حرکاتو او څرګندونو کې د نظام او حکومت پر ضد یو ډول ژور بدلون لېدل کيږي.
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې هم ګلبدین اعلان کړی چې خپل ګوندي جنګیالي دغې جګړې ته د اذربایجان په پلوي ورلیږي. که څه هم افغان حکومت د اذربایجان په پلوۍ غږ اوچت کړ خو هغه یو سیاسي ملاتړ ښکاري. پوښتنه دا ده، څنګه کېدای شي یو ګوند چې عدليي وزارت کې یوازې د سیاسي او مدني هلوځلو او هڅو لپاره ثبت دی، وسلوال جنګیالي ولري او هغه دې په بې شرمۍ او سپینسترګۍ بل هېواد ته د جګړې لپاره واستوی!
بلخوا د ارګ د هدایت سره سره، وطن ګوند ته چې هغه هم په عدلیې وزارت کې د یو قانوني ګوند پتوګه ثبت دی او غوښتل يی د خپل مشر ارواښاد ډاکټر نجیب الله تلین ولمانځي، څنګه د بل ګوند سرخېل ګلبدین اخطار ورکوي او په ډانګو او تشدد يي د تلین د لمانځنې مخه نیسي.
داسې ښکاري ګلبدین چې پرون له حکومت او نظام بهر د هغه پر ضد وسله کاروله او جګړه يي کوله؛ نن د حکومت او نظام په څنګ کې د هغه پر ضد تشدد ته پنا وړي او د طالب سره به په ګډه د نظام په وړاندې د جګړې سنګر ته مخه کړی.
ګلبدین د افراطي پان اسلامیزم د اندیښنو پخوانۍ مخینه لري.
بې ځایه نه ده چې نوموړي لا پخوا پاکستان سره د یو فیډریشن وړاندیز کړی وو او اوس هم چمتو دی چې افغانستان دې د پاکستان پنځم ایالت وي. ما له ګلبدین څخه خپله اوریدلې؛ د یو پوښتونکي ځواب کې يی وویل چې که کابل د پلامینې پتوګه ومنل شی، ښه به وي چې افغانستان پاکستان سره په یو فیډریشن کې ګډ شي. د پلازمېنې پتوګه له کابل څخه د ګلبدین موخه دا وه چې ګني که ده ته اسلام اباد د واک په ورکړه کې مرسته وکړي، فیډریشن ته تیار دی!
د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی