په تیرو دوو برخو کې مو له لسو سترو نړیوالو شرکتونه اوه شرکتونه در وپېژندل.
موږ په ترتیب سره د کلنیو عوایدو پربنسټ له اخره، لسمه درجه، نهمه، اتمه، اومه، شپږمه، پنځمه او څلورمه درجه شرکتونه معرفي کړي وو.
دادی اوس په دی لیکنه کې له پاته دریو شرکتونو سره اشنا کیږۍ چې تر ټولو د زیاتو شتمنیو لرونکي دي :

۳- رویل دچ( هالنډي) شیل Royal Dutch Shell
(396 ملیارده ډالره)
رویل هالنډي شیل شرکت زیاتره په شیل Shell مشهور دی.
نوموړی شرکت له 1970 کال راهيسې د هالنډ- انګلیس څو ملیتی ملي شرکت دی، چې له سترو شپږو لویو شرکتونو یا Supermajors څخه ګڼل کیږي.
شیل د هالنډ هېواد تر ټولو ګټور شرکت ګڼل کیږي. دغه شرکت ګاز او تیل تولیدوي.
له 2012 کال راهیسی يې د ګازو تولید د تیلو په پرتله زیات شوی دی.
رویال دچ شیل شرکت د انرژي سرچینې لټوي، په چڼځایونو کې يې چڼوې یا تصفیه کوي، بیا پاخه او سوچه شوی سون توکي د نفتو او ډیزلو په بڼه ، په ټوله
نړۍ کې د تیلو د ټانکونو له لیاری پلوري
۲- Sinopec Grou
(414 ملیارده ډالره)
د چين د تیلو او ګازو شرکت یا سینوپیک ګروپ، مرکزي دفتر په بیجنګ یا پکن کې دی.
نوموړی شرکت د چین پترو کیمیایی صنایعو د شرکت
په نوم هم یادیږي.
دا شرکت په اسیا کې تر ټولو لوی شرکت دی چې له 1998 کال راهیسی تیل تصفیه کوي یا چاڼوي او د پترو کیمیایې محصولاتو سره سروکار لري.
محصولات یې په عمده توګه چین ته ورکول کېږي. همدارنګه نومړی شرکت په هانګ کانګ، شانګهای او نیو یارک کې هم څانګي لري.

۱- والمارت Walmart
( 514 ملیارده ډالره)
امریکایې والمارت سوپر مارکیټونه په 1962 کال کې د سام والتون له خو رامنځ ته شول.
په پېل کې يې د یوه کوچني ارزان پلورونکي پلورنځي Wal- Mart په بڼه کار شروع کړ، خو له پنځو کلونو وروسته يې د پلورنځیو شمیر ۲۴ ته ورسید.
والمارت په ۱۵ هیوادونو کي فعالیت کوي او په نوموړو هیوادونو کې تر ۸۵۰۰ پوری پلورنځي لري. چې په بیلابیلو نومونو یادیږي.
د بیلګي په توګه په مکسیکو کې د والمکس په نوم , په انګلستان کې د اسدا، په جاپان کې د سیو او په هند کې د غوره قیمت یا Best Price په نومونو یادیږي.
والمارت همدارنګه په نورو غټو هېوادونو لکه برازیل، ارجنتاین، کاناډا او چین کې هم فعالیت لري.
دا شرکت په افریقا کې هم مغازی یا پلورنځي لري، ځکه هلته یې هم ماسمارت Massmart شرکت پیرودلی دی.
همدارنګه والمارت د سام کلوب Sam's Club څښتن هم دی. چې په حقیقت کې د پرچون پلورونکو یوه ډله ده.
والمارت د پلورلو نهه ډوله چینلونه یا کانالونه لري، لکه سوپرمارکتونه، ستر پلورنځي، لوی پلورنځي چې باید غړیتوب يې ولرۍ، د جامو پلورنځي، ارزان بیه پلورنځي، نغدی او د لیږد وړ پلورنځي، کوچنۍ مغازی او رستورانتونه.
په دی ټولو پلورنځیو کې تر دوو ملیونو تنو پوری کارکوونکي کار کوي.
باید یادونه وکړو چې د والتون کورنۍ هم د نړۍ له ډیرو شتمنو کورنیو څخه شمیرل کیږي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ اکتوبر 2020