د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ خنډ ګڼلاى شو. ولسمشر غني په دې باور ده چې امریکا پاکستان او طالبان د نوموړي د حذف پلان لري. په دغه تړاو يې د طالبانو او د شمال د ايتلاف د ګډ حکومت په جوړولو کار پيل کړئ ده. نوموړئ هڅه کوي د پورتني مثلث په وړاندې په نړيواله برخه کې د ناتو، اروپایي ټولنې او د سيمې د ځينو نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي او په کورني اړخ کې عمدتاً د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب تر شعار لاندې د سترو غونډو په جوړولو له ولسي حمايت څخه ځان برخمن وښئي.
همدغه شان حکومت غواړي د بين الافغاني مذاکراتو بهير د امریکا تر ولسمشرئ ټاکنو پورې وځنډوي. د امریکايي بنسټونو د محاسبو له مخې شونې ده چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ ماتې به د افغانستان په هکله د امريکا په تګلارو کې ستر بدلون راوړي.
زما په اند حکومت باید د امریکا، پاکستان او طالبانو ايتلاف او پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر په احتمالي پايلو باندي له انديښنې څخه وړاندې له ولس سره د واټن د زياتوالي لاملونه، خپل ټکنى جوړښت او نورو نيمګړتياوو لاملونه وڅېړي. د سولې په هکله د متزلزلو، متذبذبو څرګندونو پرځاى د سياسي اجماع جوړولو هڅه وکړي، خپله تګلاره جوړه کړې، خپل دريزونه واضح کړي او په ښکاره توګه سولې ته بيه او سرې کرښې وټاکي.
امريکا او پاکستان خپلې ګټې او ستراتيژيکې موخې لري. هغوى د خپلو ملي ګټو لپاره انعطاف او تنزل وکړ. سرې کرښې يې شاته پريښودې، خو خپلې موخې يې ترلاسه کړي. مونږ له ولسمشر څخه غواړو چې له ارګ څخه د جنازې د وتلو او داسې نورې پارونکې څرګندونې پريږدي. هڅه وکړي چې څنګه ملي او سياسي اجماع جوړه کړئ، څنګه هيواد له ناورين څخه وژغورئ! څنګه او په څه ډول د نظامونو د نسکوريدلو د کرغيړن تاريخ د تکرار مخه ونيسئ او څنګه په يوې بلې جګړې کې د هيواد د ښکېلتیا مخه ډب کړئ. مونږ د هيواد شته ستونځو ته د ولسمشر غني د نيمګړتياو، وعده خلافيو، له ديني و ملي ارزښتونو سره په ټکر کې کړنو، د تبعیض په وړاندي د مبارزې تر غولونکي شعار لاندې د تبعیضي کارونو او د جنون ترکچې د واک خپلولو په تناظر کې نه، بلکې د جګړو له امله د ولسي زخمونو، دردونو، ارمانونو، هيلو او کړاوونو په چوکاټ کې ګورو.
مونږ نه غواړو بيا د دوو دريو لسیزو مخکې دوره تجربه کړو. مونږ د نړولو او نسکورولو ترخه يادونه او خواشينونکئ شاليد لرو. مونږ د منزل په لوري ډير مزل کړئ ده، خو مونږ د ولسمشر غني په شان احساساتي څرګندونې او جزباتي چلن نه خوښوو. مونږ له ارګ څخه د ولسمشر غني جنازه ايستل نه غواړو. جنازو او فاتحو ستړي کړي يو. مونږ له نوموړي څخه د سولې په تړاو له ولس او هېواد سره همدردانه هوښيارانه او مسئولانه رويه خپلول غواړو.ولسمشر ته خورا اړينه ده چې د واک په سر د خپلې جنازې د ايستلو پرځاى په هيواد، سيمې او نړئ کې بدلونونه، عيني واقعيتونه، سولې ته زمونږ اړتیاوې او خپلې نيمګړتياوې دقيقاً وارزوي. مونږ هم د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې له بين الافغاني هوکړې او په نړيواله کچه له همدغې بين الافغاني هوکړې سره د کره تعهد او حمايت ترلاسه کولو پرته، نه غواړو د نوموړي د مستعفي کيدو شاهدان واوسو.
مونږ د هيواد له ستونځو سره د غني د ناخوالو په تله کې عقده مند چلن نه کوو. مونږ نړول نه، جوړول غواړو، خو د وعدو د ماتولو په تړاو د غني ماضي ته په کتو به خورا ستونځمنه وي چې طالبان دې د نوموړي تر مشري لاندې د احتمالي سولي د عملي پړاوونو بشپړول ومني.
طالبان په دې باور دي چې د اوربند لپاره د حکومت مسلسله غوښتنه او په دغه تړاو د نړيوالو فشارونه د ولسمشر غني نوښت ده او نوموړئ غواړي چې د هغوي جنګي ماشين له کاره وغورځوي، د جګړې ډګر سوړ کړي، جنګيالي يې تيت پرک کړي او بالاخره حکومت غواړي چې د هغوى يوازنئ سوژه چې جګړه ده او حکومت يې ورسره خبرو ته چمتو کړئ ده، د اوربند له امله اغيزمنه کړي.
طالبان داسې فکر هم کوي چې امريکا يې له ماتې سره مخ کړې، حکومت کمزورئ او له ملت سره يې د ځينو کړنو له امله واټن زيات شوئ ده. که حکومتي اړخ د سولې په مذاکراتي بهير کې د هغوى محوريت منلو ته تيار نشي، نو د توپک په زور يې نسکورولاى او کابل نيولاى شي.
مونږ پوره باوري يو چې که طالبان د توپک په زور د کابل نيولو ذهنیت بدل نه کړي او شته واقعيتونو ته متوجه نشي، مونږ به د تاريخ د تکرار په شکل د يوې بلې او تازه بشري فاجعې شاهدان واوسو. که طالبان په سوله باور لري، نو حتمي ده چې له جګړې څخه به د سياست ميدان ته راځي او سياسي لوبه به کوي. يقيناً به طالبان اړ وي چې په خپلو تګلارو او ذهنیتونو کې بدلون راوړي، د بشري حقونو، د ښځو د زده کړو او کار حق، ملي مشارکت او د نظام د څرنګوالي په هکله خپل دريز د ابهاماتو له ګرداب څخه راوباسي. د اسلامي نظام نفاذ د ټول ملت غوښتنه ده او اسلامي نظام د ولسواکي په اډانه کې تحقق موندلاى شي. په اخلاقي معيارونو برابره د بيان ازادي اسلامي اصل ده. د ښځو زده کړې او له هر ډول ګواښ څخه مصئون چاپيريال په چوکاټ کې د ښځو کار کول شرعي حق او د ټولنیزه اړتیا ده. هغوى به د انعطاف له لارې وکولاى شي له حکومت او نورو سياسي ډلو سره هوکړې ته ورسېږي.
پوښتنه داده چې که پاکستان له امریکا سره د اړيکو له خورا تياره شاليد، لوړو او ژورو سره سره توافق ته رسيږي، د امریکا باور ترلاسه کوي او امریکا له خپل فرعوني طلسم سره سره د طالب غوښتنې منلاى او له خپلو غوښتنو تيريدلاى شي، نو حکومت ولې له امریکا سره د ستراتيژيک امنیتي تړون له شتون او له طالبانو سره له خورا زياتو مشترکاتو درلودلو سره سره يوې جامع هوکړې ته په رسيدو کې پاتې راغلئ ده؟
زه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته د رسيدو کريډيټ هم امريکا ته ورکوم، ځکه چې که دغه وړتیا په طالبانو کې واى، نو هوکړه د امریکا په نسبت اصلاً له خپلو افغانانو سره اړينه وه. له امریکا سره د سولې هوکړه او له افغانانو سره جګړې ته دوام طالبانو ته په تبليغاتي دګر کې نه جبيره کيدونکئ زيان ورساوه.
د سولې په هکله د ولسمشر غني، دواړو مرستيالانو او قطر کې د ځينو طالبانو څرګندونې او سرې کرښې جوړول موجه عمل نه، بلکې د ولس په سترګو کې د خاورو اچول او يوازې پلمې دي. د مذاکراتي بهیر په درشل کې دغه ډول بې مسئوليته څرګندونې سولې ته د ژمنتیا ثبوت نه، بلکې د سبوتاژ هڅه ده. په داسې شرایطو کې فکر نه کوم چې سولې ته به زمونږ د هيلو غوټئ ګلونه وسپړي.
د پاکستان لخوا له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ګرم استقبال او دغه سفر ته خورا لوړ اهميت ورکول مثبت پرمختګ ده، هيلې ورپورې تړلاى شو، خو تشريفاتي بڼه لري. د سولې لپاره د ريښتونولي ضمانت نه ده. البته داسې ښکاري چې زمونږ د سولې په تړاو د امریکا او پاکستان ګټو غوټه خوړلې ده.
د پاکستان او امریکا ترمنځ د مشترکاتو لټون، د دواړو هېوادونو د ګټو تړل او له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته اوس داسې اندېښنې شتون لري چې روسيه، هند او ايران د افغانستان په مسئله کې د منزوي کيدو له خوف څخه د ځينو جنګي ډلو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په نقض تورن بدنام جنګسالار دوستم د مرستې ترلاسه کولو هڅه وکړي ترڅو يوه نوې رقابتي جګړه پيل او زمونږ هیواد يو ځل بيا د خوسا نيابتي جګړو په تنور بدل شي. هند ته د دوستم وروستى سفر، په شمال کې ځينې تحرکات، د مليشو ځورونې هڅې او د امریکا له بنديزونو وروسته د ايران انتقامي سياست په افغانستان کې د ممکنه بين الافغاني سولې د تړون په وړاندې خنډونه ايجادولاى شى. ولسمشر بايد په واک باندي د پاتې کېدو لپاره د سرچينو او انرژي د لګښت پرځاى د پورتنيو فاجعه زيږونکو ګواښونو په مخنیوي باندي تمرکز وکړي او له داسې څرګندونو او کړنو څخه ډډه وکړي چې خداى مه کړه هيواد مو يو ځل بيا د پرديو د رقابتي او نيابتي جګړو په ډګر بدل شي.
زما په اند په اوسنیو ترينګلو او پيچلو حالاتو کې چين داسې ځواکمن هيواد ده چې زمونږ په ګاونډي پاکستان باندې اغيزه او په نړئ کې پياوړئ رول لري. کولاى شي په سيمه کې د مختلفو هیوادونو د ګټو د ټکر له امله د تصادم مخه ونیسي، د سيمې ايزو او نړيوالو لوبغاړو ترمنځ انډول وساتي. چين په هرحال د سينکيانګ په مسلمان ميشته سيمه کې د تاوتریخوالي د کميدو په موخه، د دغه هېواد د سترو اقتصادي پروژو د بريا، د افغانستان د طبعي زيرمو د راسپړلو او پروسس کولو په موخه په افغانستان کې سوله او سوکالي د خپل هېواد په ګټه ګڼي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د محتاطانه او مسئولانه وتلو په اړتيا باندې د پاکستاني لمړي وزیر عمران خان اصرار هم د پاکستان له ستراتيژيک ژوروالي سره سمون نه خوري، بلکې عمدتاً د افغانستان په هکله د چين له ستراتيژي څخه انفعالي رنګ خپل کړئ ده.
په درنښت
عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان