په تير بحث کې مو د(مخنث) اوددې اړوندپه ځینو فقهي مسایلو رڼا واچوله اوهاغه څوک مو هم ګوته کړل، چې په ټولنیزاوقضایي باب کې دانسانیت دستر حق (شهادت )څخه دخپل جنایت په سبب بې برخې شول اوشرعي محاکم یې هم شهادت نه منې ،دلته به په پرلپسې توګه داځل د(مغنیي)یاسندرغاړې اخلاقي ضعف او هم دقضا انحطاطي اړخ راوسپړو،اوبیا به ورپسې بحث کې دسندرو یا موسقیت نوراحکام هم له حوالو سره ولیکواو که وخت راسره یاري وکړه څه نصوص او دفقهاوو اقوال به هم ورسره داستنادپه پار مله راوړو!
(مغنیه ،تغنی اوغنا)هغه مشهورکلمات دي چې داحکامودبحث پر وخت ډیر و فقهي کتابونوکې اوړې رااوړې ،څرګنده خبره ده چې (مغنیة)دمؤنث اسم فاعل صیغه ده او په روانه پښتو کې ورته سندرغاړې وایې داهغه څوک وې چې په خپل فطري خواږه غږ اوکسبي جالب هنرداوریدنکیو زړونه تسخیروی او دجمالیاتودیوه مجسم انځورپه څیر دښکلادتصویرپه وړاندې کولوپرخلکوساحرانه زهر شیندې، چې په غیر اختیاري توګه انساني هوس دشیطان په مزو لاپسې مظبوط کړې او دانسان شیطاني غریزه په څپو کړې .
اسلامي شریعت کې محض خوږ غږ یا ترنم تحریمي یا تنزیهي مکروه ندی ،بلکې هاغه خوږ غږ چې په خلکوکې شیطاني انګیزه ښندې او فتنه اچوي مذموم اومقبوح دی ،ګوروچې حافظان اوقاریان هم دڅښتن تعالی کتاب په خورامترنم لحن او صوت تلاوت کوي، او دډيرو خلکوزړونه تر بشپړاغیزلاندې راولې اوپه زړه راکښونیکو نعتونواو ترانوهم اوریدونکې دترنم بیلې دنیا ته سوق کوي ،خوپه دومره توپیر چې دلته دحقیقت خواته جاذبیت وي او هلته مستکره مجاز اوحیوانیت خواته هندروبایي هڅې کیږې ،دلته دیوناارامه زړه سوده اوتسکین وې خو هلته بیا عدم اطمینان اوکسرقلب وې ،دلته دجنتونو او خوشحالیو ژمنې اوهلته دسوځونکې اور او ډول ډول تعذیبونوپخې وعدې او ننګونې !
شیخ علاؤالدین محمدبن علی الحصکفی )دتنویرالابصار په شرح (الدرالمختار)کې کاږې چې (ومغنیة)ولولنفسهالحرمة رفع صوتها.الدرر.......یعني دسندرغاړې ښځې شهادت محکمه کې نه منل کیږې اوددې نه دشهادت ورکولو ستر ه مرتبه سلب شوې دانه چې یوازې خلکوته سندرې وایې بلکې که له ځان سره هم سندرې وایې اوآواز یې جګ وې ساقط الشهادة ده اوداځکه چې دښځې آواز پورته کول حرام اوممنوع دي ،آواز پورته کول ځانته وې او که دخلکو په مخکې وي په دواړو حالتونو کې رفع صوت کې راځي اوداچې ممنوع دی، نو شهادت یې هم ددې جرم په دلیل نه منل کیږې .
محمدعلاؤالدین دنامتومفتي اوفقیه محمدامین بن عابدین شامي رح ځوی دردالمحتاردتکملې په اول جلدکې کاږې چې (ومغنیة)ولوبشعر فی حکمة.قهستانی .لانه صلی الله علیه وسلم نهی عن الصوتین الاحمقین:المغنیة والنایحة. بیا ورپسې لیکلې چې :اعلم ان التغنی للهواولجمع المال حرام بلا خلاف والنوح کذلک خصوصااذاکان من المراة لان الرفع الصوت منها حرام بلا خلاف ...........
دپورتنۍ څیړنې څخه دامعلومیږې ،چې که سندرغاړې یوداسې شعر ووایې چې حکمت ،فن، هنر او کوم ښه نصیحت پکې وې، بیا به هم ځکه حرام وې ، چې ددې رفع الصوت پکې راځي ،نه دا چې داشعر مذموم به وې ، ځکه داسلام ستر پیغبر صلی الله علیه وسلم ددو احمقو غږونوڅخه نهی کړې یو دسندرې غاړې غږ او بل دنایحي یا هغه چا غږ دی چې پرپردو مړوناجایزې مرثیي او یا دپیسو په بدل چې پرې کوکارې وهې ،تکملې کې بیا داسې لیکې چې که چیرته سندرې دلهو اولعب یا دمال دګټلو لپاره وې، نو بیا له کوم خلاف پرته حرامې دې اودنایحې حکم هم همداسې دی ،مخصوصاچې کله داسې موسقیت ښځه وکړې ځکه ددې غږ پورته کول محرم ګرځول شوي ،ورپسې بیا لیکې چې :دهغې سندرغاړې شهادت هم نه منل کیږې چې خلکو ته خپل غږوراوروي اګرکه سندره هم نه وایې (فلا تسمع شهادةمغنیة تسمع الناس صوتهاوان لم تتغن لهم ).
سعدیه کې لیکلې چې منلا خسرو رح چې (الدرر والغرر)کې چې داسې لیکلې دې چې که سندرغاړې له خپل ځان سره هم سندرې وایې شهادت یې ساقط دی او په (نوحه) کې هم عین حکم دی ،نوهغه ښځې چې پرخپلو مړو مرثیې وایې او پرې ژاړې ولې یې داسې حکم ندی ؟نوداسلامي نړۍ نامتو فقیه ابن عابدین شامي رح ورته په ځواب کې داسې فرق کوې چې (یمکن الفرق بان المرادرفع الصوت یخشی منه الفتنة)یعني په دومره توپیرچې چې ددې امکان شته چې هغه رفع الصوت به حرام وې چې دفتنې دپیدا کیدوخطر له ځانه سره ولرې .
پورته بحث کې دومره جوته شوه ،چې محکمه کې به دسندرغاړې شهادت نه منل کیږې ،عام له دې نه چې له ځانه سره سندره وایې او که دسټیج پر سریې خلکوته وایې ، اوداځکه چې له کبله یې رفع الصوت راځي ،داهم وښودل شوه چې دښځې غږ پورته کول حرام دي ،چې پدې کې دهیچا خلاف ندی رانقل شوی دموضوع په اړه به مزید بحث راتلونکیو څیړنو کې وکړو انشاءالله تعالی .
نوربیا..........