په يوه ټولنهکې سوله ، ثبات ، امنيت او هوسا ژوند هغه وخت ميسريږي چې سياسي -ټولنيزو -اقتصادي او کلتوري ژوند يې د عدالت په ستنو ولاړوي .
عدالت د ټولنې د افرادو د خدائي او طبيعي حقونو منل ، مراعاتول ، په عمل کې پياده کول او د ټولنې په مديريت ، اداره او واک کې بې له امتيازه د هغوی د مساوي سهم اخستلو او فرصت لرلو ته وائي .
په ټولنه کی شامل افراد د شريک ژوند کولو د پاره مسؤليتونه او حقونه لري ، چې که ورته احترام ونه شي او په زور ، تزوير ، بانو او جعلي توجيهاتو ئې نقض او نه مراعاتول دود شي ، د ټولني نظم او توازن له منځه ځي او د تفاهم په ځای تقابل ، د اتحاد په ځای نفاق ، د وصل په عوض درز ، د تعمير په ځای تخريب او د همکارۍ او دوستۍ په ځای د دښمنۍ تعاملات صورت نيسي او بالاخره ټولنه د خشونت ، فزيکي برخوردونو ، جنګ او جنايت ډګر ګرزي .
له بده مرغه د استبدادي حاکميتونو د موجوديت له کبله زموږ په ټول تاريخ کې عدالت نه دئ پياده شوئ او د ټولنې د افرادو خدايي او طبيعي حقونه د مستبدينو او ظالمانو له لوري تر پښو لاندې شوي دي .دهمدې عدالت د فقدان له وجهې زموږ تاريخ د جنګونو ،وينې تويولو ، وژلو ، ترور او اختناق نه ډک دئ او دا مظلوم اولس د راحت او ارامۍ ساه نه ده اخستې .
قتلعامونو او لړزوونکو جنګي جنايتونو صورت نيولئ دئ او ددې جنايتونو د وحشت او جنګي جنايت عاملين او د بشر دحقوقو صريح ناقضين نه نيول شوي او نه محاکمه شوي دي ، حتا د محاکمې او مجازات په ځای تر نورو نومونو او فورمونو لاندې او د نويو داخلي ائتلافونو او خارجي مستبدينو سره د تړاوونو په تشکيل سره نازول شوي ، چاغ شوي او مقتدر شوي دي او خپلې بقا ته ئې د اولس په فناه او مصيبت کې تداوم او تشکل ور کړئ دئ او په دې اولس يې د دنيا ژوند په جهنم بدل کړئ دئ . همدا علت دئ ، چې جنګ او وژنې دوامداره شوې او د ختمېدو څرک ئی نه ښکاريږي .
د افغانستان د تاريخ په دې وروستيو څلوېښتو کالونو کې جنګي جنايت او د انسان د حقونو پايمالولو يو نوی جهاني ريکارډ ، پراخه ابعاد او مقياس و نيولو چې مثال ئې د نړۍ په تاريخ کې نه ليدل کيږي .
د استبدادي واکمانو او دهغوی د مسلحو بانډونو له لوري ډله ايزي وژنې ، جنسي تجاوز ونه ، د خلکو په سرونو کې ميخونه ټک وهل ، د زنانه وو سينې غوځول ، ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کول د بشري جنايت يو نوی وحشت د رقص مرده په نامه کول ، د قومي -ژبني -مذهبي او سمتي تعصب په نامه د خلکو مالونه او جایدادونه غصب کول او په زور د خپل پلرني ټاټوبي نه شړل ، اتنيکي تصفيه او نور زړه بوږنوونکې جرمونه د مدنيت ، اسلام او دموکراسۍ په نامه اجرا شول او لا دوام لري .
دلته ټول هغه منل شوي ديني ، مدني ، انساني ، ملي او بين المللی نورمونه او ارزښتونه چې د انسانانو دحقوقو يادونه، حفاظت او تاکيد پرې شوئ دئ په ډېره بې شرمانه او ضد انساني توګه نقض شوي دي او کيږي ، چې د کمونيستي کودتا په کولو شروع ، د تنظيمي وحشتواکۍ په راتلو تقويه او پراخه او د امريکايي نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال په راتلو سره اوج ته ورسېدل .
تاسو وګورئ دهری ورځې په چاپي ، غږيزو او تصويري خبرونو ، تبصرو ، تحلیلونو ، بحثونو ،ليکنو او فلمونو کې په مختلفو موضوعاتو تاوده نشرات کيږي او ټوله مېډيا د اشخاصو،ډلو ، تنظيمونو او سازمانونو په ښوويولو او جذاب کولو اخته ده ، خو په يوه مهمه او د يوه اولس د مصيبت او تراژيدي په اصلي علت او موضوع چې د جنګي جنايتکارانو او انساني حقونو د ناقضينو د وحشتناکه جرمونو پوښتنه کول ، محاکمې ته کش کول او په جزا رسول دي ټول پټه خوله او ساکت دي .
ولې د جنګي جنايتکارانو د جرم او جنايت په مقابل کې غږ نه پورته کيږي ؟
دا ځکه چې دلته دا څلوېښت کاله مختلفو ډلو ، تنظيمونو او ګوندونو قدرت ته د رسېدو دپاره مسلح باڼډونه او مسلکي قاتلان روزلي او کوښښ يې کړئ دئ چې د زور او ترور له لارې ځانو ته ټول سياسي قدرت او يا پهکې برخه لاسته راوړي او د مدني او انساني لارو په ځای د جنګي جنايت په کولو مصروف پاته شوي دي .
د جنګ او ترور په تسلط کې په هره ډله کی جنګي مجرمين شته دي او هره ډله د خپلو جنګي مجرمينو نه حمايت څه چې د هغوی د قهرمانۍ او مېړانې دعوا کوي .
هره ډله د ټولو جرمونو او جنايتونو ګناه په نورو ور اچوي او خپل مجرمين ستائي او نمانځي .
خو تر څو چې دا سلوک او طرزالعمل همداسې دوام وکړي او د جنګونو او جنايتونو مجرمين او عاملين شناسائي ، تعقيب ، زنداني ، محاکمه او مجازات نه شي او انتقالي عدالت تطبيق نه شي ، نو د دائمی سولې او ثبات راتلل يو خيال دئ ، چې افغاني ټولنه به ئی په عمل کې ونه ويني .
داچې اوس د افغانستان د تراژيدي د ختمولو د پاره د بين الافغاني مذاکراتو فرصت پيدا شو ، په خپل ذات کې يو مثبت ګام دئ ، چې د افغان اولس د مطلق اکثريت د تائيد او تحسين وړ ګرزېدلئ دئ او ټول اولس د الله پاک دربار ته لاس په دوعا دي چې دا مذاکرات په موفقيت سره چې د جنګ او جنايت دود ته د پای ټکی ايښودل او د سولې استقرار دئ تمام شي .
لاکن د سولې د مذاکراتو نه موفقانه او مثبته نتيجه هغه وخت لاس ته راوړل کيږي ، چې د تېرو جنګونو او جنګي جرمونو عاملين بې له دېنه چې په کومه ژبه ، قوم ، مذهب ، تنظيم ، اډيولوژي او ګوند پورې اړه لري تر پوښتنې لاندې ونيول شي او دجنګی مجرمينو سره د حساب موضوع د مذاکراتو د اجندا مهمه برخه وګرزي .
د جنګي مجرمينو محاکمه او مجازات به د يوه لوري نه د ميليون هاوو شهيدانو ، معلولينو ، زخميانو او اواره ګانو د قربانيو حق ادا کړي او د حق العبد اصل به چې د انساني سالم او عادلانه ټولنيز ژوند د کولو مهم اساس دئ تطبيق او عملي شي او عدالت به چې د واقعي ،باثباته او دائمی سولې د استقرار بنياد او تضمين کوونکي دئ ، پياده شي .
د بل لوري نه به په راتلونکو کې د اشخاصو ،ډلو او ګوندونو د پاره عبرت شي او په دې به يې سرونه خلاص شي چې جنګي جنايت په سياست کې مردود او محکوم دئ او که څوک د جنګي جرمونو په کولو واک تر لاسه کول غواړي ، نو د حساب ،پوښتنې او مجازات سره به حتمي مخامخ کيږي .
د افغانستان په وروستيو څلوېښتو کلونو کې څو وارې د سولې مذاکرات او توافقات وشول، سندونه امضا شول او لاسليکونه پرې وشول ، حتا په مقدس کتاب قرانکريم قسمونه وشول خو د لاسلیکونو رنګ د کاغذ په مخ لا نه و وچ شوئ. چې تر پخوا لا زيات جنګي چرمونو شروع او دوام پيدا کړ . دا ځکه چې په مذاکراتو او توافقاتو کې د جنګي مجرمينو جرم او جنايت نه يوازې محکوم او د دوی ناولی وجود د سياسي صحنې نه ورک نه شو ، بلکې په پيسو ، مقامونو او منصبونو ونازول شول ، وپړسول شول او د افغان اولس په سرنوشت حاکم وګرزول شول ، چې عاقبت ئې ددې مظلوم اولس په نصيب د جنګ او جنايت هغه اور شو چې اولس تر ننه په کې سوځيږي او دا مصيبت هنوز دوام لري .
بناا د قطر په بين الافغاني مذاکراتو کې شامل لوري که واقعاا د افغان اولس د روانې تراژيدي ختمول غواړي بايد پخوانۍ غلطيانې او کمبوديانې تکرار نه کړي او د مجرمينو سره د سازش لاره ونه نيسي .
د افغان اولس د مطلق اکثريت غوښتنه چې د جنګي مجرمينو محاکمه او مجازات او يا حد الاقل د سياسي صحنې نه شړل دي بايد جدي ونيسي او مثبت ځواب ور کړي . د جنګي جنايت ، زور ، عاموژنو ، د اسلحې داستعمال ، ډار او ترور په وسيلو د سياسي قدرت ، مادي ثروت او کاذب شهرت د حاصلولو ضد اسلامي ، ضد افغاني ، ضد انساني او ضد مدني اعمالو سلسله چې جنګي مجرمينو روانه کړې ده ،نوره ختمه او ټولنې ته چې په ځنګلي حالت کې ده نجات ورکړي .
د جنګي جنايتکارانو په ورکولو او دهغوی د ناروا کړنو په مخنيوي سره به د افغانانو روحي ، جسمي ، مادي او معنوي امنيت تضمين او تامين شي ،په اطمینان او ډاډه زړه به يې ماشومان زده کړې وکړي ، ځوانان به په جسمي او فکري تحقيقي ، تخليقي ،توليدي او ابتکاري کارونو مصروف او مشران به د خپلو تجربو په اساس مفيدی او سالمې مشورې او لارښوونې وکړي او زموږ وطن او اوسيدونکي به ئې د نړۍ د ملکونو او اوسيدونکو سره د سيال او پارتنر په شکل ظاهر او وځليږي . دا وطن او اوسيدونکي به ئې نور د اوسني ذلت او فلاکتباره حالت نه نجات پيدا کړي او د باثباته او دايمي سولې په لرلو به د ترقۍ او رفاه نه ډک ژوند څښتنان شي .
د جنګي مجرمينو نه پاک ، ازاد ، خپلواک او په ځان بسيا افغانستان په هيله