د پښتونولۍ ایډیالوجیکې کاڼسپټ او د پښتون ولس د ملي تاریخ فلسفه

دریمه برخه 
پښتونولي د پښتنو یو نالیکل شوي سیسټماټیک دودیزه قانون او یو لرغوني قبایلي کاڼسپټ دی. پښتونولي د پښتون ولس د فلسفي  ژوند او د ولسي فکر لار ده. پښتونولي د پښتنو د ولسي  دودیزه ژوند یو ایډیالوجیک فلسفي ښوونځي دی. پښتونولي د پښتني ټولنې خپل ځانګړي فکري ډول، د پښتني ټولنې د نورمونو، ارزښتنو او د ملي سیاسي تاریخ فلسفي ایډیالوجۍ ده، چې د پلرونو او نیکونو څخه ورته په میراث پاتي شوي ده. پښتو او پښتونولي ده، چې یو افغان  پښتون د نړۍ له نورو ولسونو او ارزښنونو څخه رابیلوي. د پښتونولۍ پربنسټ پښتون ولس ځانته یو ځانګړي ټولنیز جوړښت او اصول لري. پښتونولي د افغانانو د ملي هویت  او د ملي کولتوري هویت ورپېژندلو کې یو ستر ځواکمن عنصر پېژندل شوي. پښتونولي له زرګونه کالونو راهیسې د پښتنو یوه  زاړه پاله، محافظه کاره، خپلواکه، ولسواکه او هیوادپاله ملي ایډیالوجۍ ده. 

د پښتونولۍ لرغوني ښکارنده ( پدیده) نن هم لکه څو پیړۍ وړاندې د زړ و اریایانو په شان د پښتون ولس په سیاسي، حقوقي، کولتوري او ټولنیزو چارو کې خپل منلي شوي نورمونه، ارزښتونه او بنسټیک جوړښتونه لري. پښتانه  د زړو اریایانو یوه ستره لرغوني قبیله ده، چې د زرګونه کالونو راهیسې د امو او اباسین  سیندونو ترمنځ  استوګنه لري. لوی افغانستان د ټولو پښتنو پلارنۍ ګران هیواد دی. لر او بر پښتانه نن په نړۍ کې یو ستر  واحد افغان ملت جوړوي.
پښتونولي په نړیوال کلي کې د افغان ستر کور، د افغانانو د ملي هویت، د افغانانو د ملي ویاړلي تاریخ فلسفه، د افغانانو د ملي سیاست، د افغان مدني ټولنې پېژند، د ټولنیز دودیزه ژوند دکړه وړه څرنګوالي ستره نښه نښانه او سېمبول دی. د افغان پېژندني ځانګړتیاوې او د افغان د ملي کولتور کوډ یا شفر د پښتونولۍ په منځ زړي کې پروت دی.
 د پښتونولۍ لرغوني قانون اصول، دودنونه، نرخونونه، د قبایلو د کړو وړو او د معنویاتو شفرونه یا کوډکسونه هغه مهال هم  په پښتني ټولنه کې چلیدل، کله چې نړۍ کې د نن ورځي مډرن پیچلي حقوقي، عدلي او قضایي نظام شتون نه درلود. پښتون ولس د پښتونولۍ منلي شوې نورمونه او ارزښتونه پرته له دولتي کنټرول او پوځي زور ځواک څخه د دې لپاره وجدانآن په خپله خوښه پرخپل ځان منلي، چې په ټولنه کې سیاسي ثبات او  خپل پایښت تضمین کړي، ټولنه کې امن، نظم ،مساوات، تولنیز عدالت رامنځته کړي او عملي کړي. ترڅو په پښتني ټولنه کې د انارشیزم، هرجومرج ، ګډوډیو او د خپلمنځي جګړو مخه ونیول شي. پښتونولي د پښتنو په ټولنه کې د ډیرو ناروا دودونو، بې ننګیو، بې عزتیو، ناحقه دعوې، زړه بوګنوونکې ظلمونو، ناوړو عملونو او بې ګناه  وژنو مخه نیولي ده. پښتونولي پښتنو ولس ته په افغاني لرغوني  ټولنه کې د منل شوي دودیزه قانون او نرخونو له لارې  سوله، عدم تشدد، خیرښېګڼه، منځلاریتوب، عدالت، انصاف او مساوات  ته لارښوونه کړي او کوي. له همدې امله په پښتنو او پښتني ټولنه کې د عدالت، انصاف چېغه، احساس ژوندی او ځښت ډیر دی.
پښتون ولس له همدې امله تر اوسه د پښتونولۍ زوړ دودیزه قانون په خپل غیږ کې ټینګ نیولي دی، ځکه دا قانون یو زوړ روحاني فلسفي قانون دی، د ننګ ، ناموس، حیا او غیرت ټولنیزه لرغوني قانون دی، د پښتنو د سیاسي روح قانون دی، دا زوړ قانون په ټولنې کې د پښتنو د کړه وړه او ملي هویت سره مستقیمآ تړاو لري. د پښتونولۍ تاریخ په مسلسل ډول پنځه زرو کالونو ته رسیږي. پښتونولي د انساني سولیزه ژوند لپاره یو شمیر تصوفي، مورالي قاعدې رامنځ ته کړي. پښتونولي پښتنو ته په ټولنه کېد مشرتوب، مشرولي، رهبري لارښوونه او په ټولنه کې د انفرادي کړه وړه د پاره معیارونه ټاکلي دي. د پښتونولي منلي شوي نورمونه، ارزښتنونه د اکثریتو اصیلو پښتنو افغانانو له خوا وجدانآن  په یو ډیرعالي احساس  سره عملي اوساتل کیږي.
د افغانیت قانون د خپل ځواکمن ځواک درلودلو او د خپل مډرن، انټیک یا لرغوني پرنسیبونو لرلو سره، له هر پښتون څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې یو ریښتنې اصیل پښتون  باید خپل حیثیت، وقار، ابرو، عزت النفس، استقلالیت ، خپلواکۍ، عدالت، انصاف، میلمه پالنه، مینه، بښنه، بدل او زغم د ټول بشریت په وړاندې په ځانګړي ډول دخپل میلمه په وړاندې  ولري. د پښتونولي اصولو، نرخونو، ارزښتنو پلي کول له دې سره مرسته کوي، چې پښتنه ټولنه کې ټولنیز عدالت، مساوات، انصاف او د انعطاف پزیري  بلانس یا موازینه وساتل شي.
 پښتنو ته په پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ د اصولو، نرخو نو، پریکړو د پلي کولو او عملي کولو په بدل کې څوک  دوی ته حق الزحمه  یا معاش نه ورکوي، بلکې پښتون ته د خپل ټولنیز مکلفیت او مسوولیت  ترسره کول  په بل کې په ټولنه کې ستایل کیږي، ویاړ، ښه نوم، عزت ورکول کیږي او په پښتنه ټولنه کې په درنښت یادیږي. برعکس د دې، که څوک خپل ولسي مسوولیت ادا نکړي، دی په ټولنه کې د شرم، بې ننګې او سرټیټوالي سره مخامخ کیږي، دی د پښتني ټولنه څخه ایستل کیږي او په ځینو مواردو کې د مرګ  په سزا هم محکوم کیږي.
پښتون ولس د پښتونولۍ خپل حقوقي نورمونه، آرونه او د دودیزه ژوند ټرمینالوجیک ایډیالونه، ارزښتونه په یو شمیر کانسپټي څپرکې کې ویشلي دي.  پښتونولي د پښتنو په زاړه پاله محافظه کاره ټولنه کې د پښتنو د کړو وړو لپاره یو لرغوني دودیزه نظام او یو منظم ټاکل شوي قبایلي دودیزه قانون دی. پښتونولي د پښتنو یو نړیوال انځور او نړیوال فلسفي لیدلوری دی. د پښتونولي د تصوفي، روحاني، معنوي او د ټولنیزخیرښېګنې ارزښتونه او آرونه نه یواځي د محمد (ص ) د عیسی ( ع ) او د ابراهیم (خلیل الله ) په دین کې خپلي ریښې لري، بلکي د پښتونولي د معنویاتو دودیزه قانون، د ننګ  او مورال کوډکسونه د لرغوني یونان په قوانینو او کوډکسونوکې هم لیدل کیږي.

د پښتنو د مدني ټولنې کاڼسپټ :
مدني ټولنه یا ( societas civills ) یو لاتیني تورۍ دی. د مدني ټولنې کاڼسپټ ډیر اوږد او لرغوني تاریخ لري. په مدني ټولنه کې د ټولنې د وګړو قابلیت او فعالیت ښودل کیږي، چې دوی څومړه په خپله خپل ځان تنظیم او منظم کړي دی. یوه  مدني ټولنه هغه مهال رامنځته کیږي، کله چې د یوي ټولنې وګړي په خپله  خوښه سره یوځای شي، تر څو دوی خپله په خپلواک او  ولسواک ډول پرته له دولتي اغیزو څخه خپل مقصد، مرام او موخې تعقیب کړي. د مدني ټولنې ایډیا یا فکر په خپل بنسټ کې پر دې ټکي را څرخیږي، چې دولتي سکتور او شخصي سکتور له  یو بل څخه  بیل کړي. مدني ټولنه د ټولنې یو موډل دی، بې له دې چې په ټولنه کې د زور زیاتي څخه کارواخیستل شي. ټولنه د عدم تشدد  کرکټر لري او په خپلواک ډول خپل تنظیم شوي نورمونو ته ټولنیز  رزښتونه او جوړښتونه لري. داسي یوه  ټولنه یوه مدنې ټولنه بلل کیږي. پرته له شکه که پښتنه ټولنه د ټولنپوهني او ټولنپیژندني له اړخه وڅیړل شي، افغاني ټولنه د انسانیت، سلامیت، مدنیت، د مدني ټولنې، د خپلواکۍ او ولسواکۍ یو لرغوني اوږد تاریخي کاڼسپټ لري.
کاڼسپټ  (concipere یا Konzeption) یو لاتیني تورۍ دی. کاڼسپټ ډیر اړخیز مانا وې لري. په لنډه توګه  د او سنيو شته حالاتو، شرایطو  یا د ستونزو  د حل لپاره سمدستۍ د یوه طرحی یا یو پلان جوړولو ته کاڼسپټ ویل کیږي او یا کله چې د یوې موخې لپاره یو جامع  هراړخیځ، وسیع عمومي پلان د ځانګړو میټودنو، ارزښتونه او نورمونه له مخې د مالوماتو سره ترتیب او تنظیم شي، یو کانسپټ بلل کیږي. 
په اصل کې کاڼسپت  یوه فکري طرحه د راتلونکې لپاره ده، کانسپټ د راتلونکې لپاره  یو پلان  دی، چې پرته  له جزییاتو څخه جوړیږي. چې راتلونکې په څه ډول ترتیب او تنظیم  شي. طبعي خبره ده ، یوه عمومي طرحه په خپله دا جوتوي، چې  سخت دریځي په کې نشته او انعطاف پزیري له ورایه په کې بریښې. یعني قانون یا طرحه کې  یو څه بدلون او سمون  راتللي شي. پر همدې بنسټ د پښتون  ولس پښتونولي یوه نالیکل شوۍ طرحه  یا یو کاڼسپټ دی، چې پښتنو د مدني ټولنې د بنسټ لپاره خورا مهم بنسټ  ګڼل کیدای شی. د پښتونولي طرحه په تیږه کې لیکلي شوي نه ده. نن پښتنې ټولنه کې د پښتونولي د مهمو منل شویو ټرمینالوجیکې مصطلحاتو را ټولول او د اسلامي قوانینو او نړیوال بشري حقونو او مدني قوانینو په رڼا کې سمول، رغول او لیکلو ته ځښته ډیره اړتیا احساس کیږي.

اسلامي ایډیالوجۍ او پښتونولي ایډیالوجۍ: 
ایډیالوجۍ (ideologie) یا مفکوره یو یوناني تورۍ دی، چې د فکر یاد (Idee)  پوهنې ته ویل کیږي.  په ۱۷۷۹ کال کې  ښاغلي  (Antoine Louis Claude Destutt de Tracy) ایډیالوجۍ د یوه نوې پوهنې په نامه ونوموله.  ایډیالوجۍ د یوې ډلې، د یو ولس نړۍ لید، نړیوال انځور یا د فلسفي ارزښتنو سیسټم ته ویل کیږي. د نن ورځ په ورځیني سیاسي ژوندکې د ایډیالوجۍ تورۍ د ټولنې د فکرې لارې، ارزښتونو او د نورمونو سیسټم د پاره کاورل کیږي.
د ایډیالوجۍ تاریخ د وګړو او د ټولنې له  تاریخ سره ټینګي اړیکې لري. پښتونولي د پښتنو د لرغونو نورمونو، ارزښتونو یو نړیوال لیدلوری او یوه  ولسي، سیاسي  ایډیالوجیکه فلسفي ټولګه ده.
پښتانه  پر خپلو قبیلوي ټولنیزو اړیکو یا پښتونولي باندې  ځکه ویاړي، چې پښتونولي د ولسواکۍ لومړنۍ ګام او د خپلواکۍ  روح  او اصل پیل  ګنل کیږي. پښتنو له یوې خوا د پښتونولۍ ریښې د اسلام  په سپېڅلي دین کې موندلي او له بلې خوا په قبایلي لرغوني قانون کې. پښتو او پښتونولي د پښتون ولس ولسي فطرت دی.

د الله  (ج)  په نزد ټول انسانان یو شان ته دي، له همدې امله د پښتنې قبیلو ترمنځ د خپلوي عزیز ګلوۍ اړیکې او یا د پښتنو قبایلو څخه په خپلو کې د ورور ګلوۍ او د یووالي نږدې اړیکو تمه کیږي. د یووالي اړیکې باید د دوی په  ورځني ژوند کې هم ولیدل شي. ښایي ځینې  شتمني پښتنې کورنۍ د بي وزلي کورنۍ څخه  او یا یو پښتون  د بل څخه د انفرادي ټولنیز موقف په لرلو سره له یو بل څخه بیل کړي، پښتونوالي سره د دې ټولو مادي توپیرونو د پښتنو څخه د یو بل په وړاندې د درناوې، درنښت، عزت او د انساني کرامت مساوي چلند غوښتنه کوي.
لوی افغانستان کې د مسلمان او پښتون نومونه له یو بل سره نه بیلودونکې ټینګ تړلي نومونه دي، دغه نومونه د یو عمل کوونکې، ایمان لرونکې، صادق، ژمن، ډاډمن، ځواکمن او غیرتمن انسان نوم دی. همدغه عمل کوونکي مسوول مسلمان انسان ځان پښتون در پېژني. عقیدوي ایډیالوجۍ يي اسلاميت او توکمي ایډیالوجۍ یا هویت یي افغانیت دی. پښتون  که مسلمان نه وي، هغه پښتون نه دی او که  مسلمان پښتون ځان پښتون احساس نکړي او خپل ځان ونه پېژني، هغه پښتون افغان کیدای نه شي. دا ځکه چې د پښتنو په کورنو کې داسي کور نه شته چې قران کریم په کې نه وي او د پښتنو په سیمو کې داسي سیمه نشته، چې په هغه کې حجره او جومات څنګ په څنګ نه وي. پښتنو کې داسي جومات هم نشته، چې هغه حجره ونه لري. پښتانه له همدغو حجرو او جوماتونو څخه ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو ته ورځي. په دغه بهیر کې اسلامي ایډیالوجۍ د پښتونولي له ایډیالوجۍ سره یو ځای کیږي.
 د پښتون ولس د بنسټیزو سیاسي ایډالوجیکي، ټولنیزو، ناخوالیو او ستونزو د حل یوه لار له همدغي ځای څخه پیل کیږي. د افغانستان په راتلونکې دولتي ملي سیاست کې باید د حجرې پښتون، د جومات پښتون او د پوهنتون پښتون  د ځانځاني، ځانپالني، ناپوهي، لنډ مهاله، ناکامه  سیاستونو، تصادونو او ټکرونو ته د پای ټکې کیښودل شي. پښتانه  یا د افغانستان دولتي ولس باید د لوی افغانستان د بیا یووالي، د سولي او ملي وحدت  رامنځ ته کولو مسوولیت  ومني ،دوی باید دافغانانو دیووالي لپاره د زړه له کومي  ملي منځلاري  افغانشموله سیاستونه  پلي کړي . دافغان  په ملي دولتونو کې باید هر افغان او هره افغانه ،چې د هرې قبیلي او توکم څخه وي ،خپل ځان اوخپل ملي اسلامي ارزښتنونه د یو افغان په جامه کې احساس کړي .تر څو دا ویاړلي تاریخي  هیواد او میړني واحد ملت په خپلو پښو ودریږي او د حجرو، جوماتونو، ملت او حکومتونو ترمنځ ستر واټن له منځه وړل شي.
 سیاست تل له ایدیالوجۍ سره تړاو لري. په افغانستان کې پردې بهرنې افغان ضد ایډیالوجې لکه کولونیالیزم  کمونیزم، امپریالیزم، کپیټالیزم، شوونیزم سختدریزم او داسي نور ایزمونوته نوره ځای نشته او ټولي  پردې ایډیالوجۍ ناکامي شولي. افغانستان کې پردې ایدیالوجۍ داسي ښکاري  لکه پوډین یا فرني چې د غړې کوټي په دیوال  کې میخ کړي.
د افغانانو د افغانیت  ملي ایدیالوجکي فلسفه پر انسانیت، اسلامیت، د حق، عدلت  او انصاف په لار ولاړه ده. 
  د یو ریښتنې پښتون افغان انسان عقیده اسلامي او ملي هویت  افغان دی. په افغانستان کې د اسلاميت او افغانیت ایډیالوجېکي اتحاد او یووالي نه ماتیدونکې دی.
دا یو حقیقت دی، چې افغاني ټولنه کې د افغانستان اساسي قانون، اسلامي قوانین، د شریعت قانون او د نړیوالو بشري  قوانینو په څنګ کې د پښتونولي دودیزه قانون د افغانانو  ورځیني ژوندت نظیموي.
د پښتنو ټولنه د انصاف او مساوات ټولنه ده، دا به ډیره بې انصافي، بې عدالتي، تیرې او ظلم وي، چې د پښتنې ښځې خپل خدای ورکړل شوي حق او حقوق ورنه کړل شي.
موږ پوهیږو چې ښځه په ټولنه کې مکلفیتونه لري او حقوق هم لري. د پښتنو په قبایلي سیسټم کې د ښځو حقوق په سمه توګه نه دی څرګند. دا په دې مانا نه ده چې خدای مکړه، چې پښتنه ټولنه کې د پښتني ښځې حقوق نشته. ښځه، خور، مور او لور ده. الله تعالی دوی ته خپل حقوق ورکړي د دغو حقوقو او دب شري بنسټیز حقوق  په ورکولو کې د پښتونولي کوم اعتراض او یا مخالفت  نشته. په هیڅ وجه پښتني ښځو ته خپل مدني، انساني حقوق  ورکول سره د پښتنو قبیلوي جوړښتونه نه ماتیږي. بلکې پښتنه ټولنه نوره د ښځو له لارې ژوندي او ټینګیږي. د پښتني ښځې ټکرۍ  د اسلامي حجاب ټکړۍ دی. پښتونوالي دا مني، چې د اسلامي شریعت مطابق ښځو ته باید په مال او دولت کې او د خپل پلار په  پلارني ځمکه کې د میراث  خپل ټاکلي حق  ورکړل شي.  
مهر یا ولور د ښځې خپل حق دی، د هغه پلار،  ورور، تره او یابل چاه ته اخیستل مطلق حرم دي . مهر د ښځې مسلم شرعي او قانوني حق دی او هغه څخه د نورو ټولو حقوقو په څیر ګټه اخیستلي شي. هیڅ څوک د ښځې دغه حق نې صلب کولي او نه دصلب کولو حق لري. یا ښځه په بدو کې ورکول، دا کړنه د پښتونولۍ سره هیځ تړاو نه لري.

پښتونولي نه یواځې د پښتنو د ژوند حقوقي قاعدې ټاکلي، بلکې د هري پښتني او پښتون د پاره  د انفرادي ژوند، ټولنیزو اړیکو کړو وړو، جوړښتونه، د ژوند کولو ښه  نورمونه، ارزښتونه او تصورات  تقریري تفسیرکړي دي. 
 پښتني ټولنې کې د پښتونولي ارزښتونو او نورمونو سیسټم اساسي ټکي د ننګ، غیرت، ناموس، شرم  او حیا مفهومونه دي، چې د ټولنې د ساتنې او د قبایلي  نورومونو جوړښتونو ساتل په کې رانغښتل شوي دي. یو ریښتنې مخکښ  اصیل پښتون افغان مکلفیت دی او دنده ده، چې هر وخت خپل ځان له کمزوریو څخه وساتي، خپله کورنۍ، خپله قبیله، خپل پښتون ولس او خپله پښتو ژبه له کولتوري یرغل، بې شرمي، رسوايي، نوم بدي او سپکاوي او شرم څخه وژغوري. ترڅو دی په ټولنه کې خپل دروند ځای له لاسه ورنه کړي . (۱)
د ننګ مفهوم په لومړۍ ګام کې یو انفرادي عمل دی، که لږ نوره په کې وړاندې لاړو شو، ننګ یو ډلیز کانسپټ دی، په ټولنه کې د ښځي اون ارینه  ننګیالیتوب، میړانه، زړورتیا او شجاعت، امن، نظم او اخلاقي ثبات  ته تداوم  وربښي. افغاني ټولنه کې ننګ، پت، عزت،ابرو، حیا او شرافت  درلودل سړی د ښه  او نیک نوم خاوند ګرځوي.
پښتني ټولنه کې ننګ، ناموس،عزت، غیرت او پت د یوپښتون د انساني کرامت تر ټولو ستر مقام بلل کیږي. د پښتنو په اړه د اصل او نسب ونې ایډیالوجیکې پوهنیزو څیړني او پلټنې پربنسټ یا  (Genealogie) د پښتنو قومي ولسي  سلسله  او ایدیالوجک یووالي، د پښتنو توکمي احساس د ( موږ احساس ) یا پښتون اوسیدلو احساس او د پښتونتوب بنسټ د پښتونولي د قبایلي دودیزه ایډیالوجیکۍ قانون  پربنسټ ایښودلي شوي دی.                                                                                             
د پښتونولۍ د بنسټیز اصولو منځ زړي یا ایډیالوجۍ پر دې محور را څرخيږي، چې پښتني ټولنه کې د پښتنې قبیلوي هویت، د پښتنو قبیلوي خودمختاري او ورسره جوخت د یو ګډ ولسي ټولنیز عدالتي نظم  را منځ ته کولو په لاره کې یو سیسټم  وګرځي. د سیسټم یوه برخه د پښتنو د نړیوال لیدلوری ورښیي او بله برخه د نن ورځې د پښتون ولس د ژوند روحي  هنداره ورښیي، د پښتنو د ژوند بڼې او ډولونو په فورمول بندي  کولو کې مهمه وڼده لوبوي. (۱ ) 
لویدیځوال شننونکې او څیړونکې لکه  (Gründerg und Rachimow) پښتونولي ته د پښتنې قبایلي اخلاق  او دپ ښتنو د کړو وړو سیسټم  په سترګه ګوري، چې په کې د آداب  او اخلاقو پرنسیبونه له یوبل سر تړاو لري. 
یو بل لویدیځوال څیړونکې (Snoy)  په نامه، د پښتونولي غوښتني، وجود او شتون په اړه لیکې، په پښتونولي کې کړکیچنه یا ستونزمنه خبره د غیرت یا میړاني ښودل او یا د خپل غیرت څخه د دفاع مسله ده. په پښتون کې  دغه ځواکمن احساس یا دغیرت غریزه  ښودلو لامل د عدالت  د بیرته پرځای کولو لپاره په غورځنګي یا احساساتي ډول را پورته کیږي. ځکه چې د پښتون عزت  او غیرت ته د بې انصافي او بې عدلتي له امله زیان رسیدلي دی، دی باید د پښتونولي د پرنسیب پربنسټ د پښتونولي د سرې کرښې څخه هم وانه وړي، ریښتني پښتون مجبور دی، د بې انصافي او بې عدالتي په وړاندې د پښتونولي په ټول کاري چال، دود دستور  او د نرخونو په چوکاټ کې یو مناسب غبرګون وښیي.
د پښتنو قبایلي دودیزه ژوند، تولنیز نظام او قبایلي نظم د پښتونولي د نورمونو ارزښتنو، دودنو، نرخونو، روایتونو او رواجونو څخه ډک  ژوند دی.

د پښتنې قبیلې د نسب ونه او د پښتونولي ایډیالوجۍ
پښتانه  یواځي د خپلو پلرونو په نومونو سره ویشلي  شوي دي. په پای کې د پلرونو ټول نومونه یوه پښتون غورنیکه ته ورګډیږي. ټول پښتانه د خپلو پلرونو او نیکونو له لارې له یو بل سره د خپلوي  اړیکې لري. د پښتنو د اصل او نسب ونه په خپله د پښتون ولس اوږد او لرغوني تاریخ لیکي.
د قوم یا قبیلي تعریف  د انټروپولوجۍ (Anthropologie ) له اړخه؛ قوم یا قبیله یوه سېمبولیکه ټولنیزه ډله ده، چې د هغي بنسټ په نورو وړو قبیلو باندي ایښودل شوي وي او دوی تل سیاسي ساتنې اوپ الني ته اړتیا لري . (۲) پښتنې قبیلې یا قبایلي  ډلې  په دودیزه توګه  داصل  اونسب یا شجرې له مخي  دیو ګډ  پښتون نیکه  نسل او اولاده  ده ،چې ګډه ژبه ، ګډ کولتور او یوه ګډه ملي ایدیالوجۍ لري.  
قام یا قوم  د وګړو یو ګڼ اړخیزه، ټولنیزه تنظیم شوي فورم دی، چې غړې یي د یو نسل څخه  و په خپلو کې د خپلوي اړیکې له لاري له یو بل سره یووالي ولري.
په توکمپوهنه  (Ethnologie ) او انسانپوهنه  (Anthropologie ) کې د قبیلې یا Clan   تعریف : قبیلې یا قبایلي ډلې  په خپلو کې د خپلوي قومي اړیکې لري او دوی خپل ځانونه د یو ګډ نیکه او یا غورنیکه څخه ګنې. پرته له دې چې دوی خپل قامي کړې یا سر چېنه سمه وښودلي شي.
یو دقیق تعریف د ( Clan  ) یا قبیلي، چې په انګریزي، الماني ژبو او د څیړونو په ادبیاتو کې منل شوي دی، د متحده ایالاتو امریکایي انسانپوه یا  Anthroplogies(t) ښاغلي (  1985- 1897  ) (Georgie P. Murdock ) قبیله داسي تعریفوي: کله چې قبایلي ډلې په خپلو کې د خپلوي داړیکو له لارې په یوه ګډه خاوره یا جغرافیوي قلمرو یا  د ملي حاکمیت لاندي سیمه کې یو ځای ګډ ژوند کوي او خپلوي  د دوی تر منځ د یوغور نیکه په بنسټ رامنځته کیږي. د قبیلې دغه تعریف د لوی افغانستان د پښتنې قبیلې په اړه سم  مطابقت لري او سم ارزول کیږي.  
توکم د انسانانو یوه ډله ده، چې دوی یو ګډ کولکتیفي هویت لري. د دوی مشخصات په لاندې ډول دي. یو اصل او نسب یا د نسب یوه ګډه سلسه، ګډ تاریخ، کولتور، ژبه، مذهب او دوی  په یوه ګډه خاوره کې، په یو جغرافیوي ملي قلمرو یا د ملي حاکمیت تر  چتر لاندې یا له لارې خپل ملي پیوستون ته یو ګډ ملي احساس ولري . ( ۳) 
 د نړۍ او دلوی افغانستان په سیاسي، حقوقي، ټولنیزو څیړنو، افغاني ادبیاتو او رسنیو کې د قبایل یا (tribal ) ټرمینالوجیک تورۍ کارول کیږي، دا تورۍ په هیڅ وجهه منفي یا نګټیف مانا نه ورکوي. د قبایل نوم یا د قبایلو تورۍ پوري اړوندو سیمو کې اوسیدونکې وګړو خپله خپلوي له خپل ستر  واحد توکم  سره ښیي. قبایلي وګړي د قبایل  تورۍ  په کارولو سره خپل حقوقي شتون او مدني مشروعیت د خپل توکمي سیاسي ځواک له لارې سمدستي همداوس، همدلته ترلاسه کول او ښکاره کول غواړي. 
 په بله وینا د پښتنې قبایلي وګړي د یوستر توکم یا ستر ولس قبیلوي واحدونه یا قومي ګروپونه دي، چې دوی په خپلو کې نه یواځي ګډه مورني خاوره، ګډ پلارني هیواد، ګډه ژبه، ګډملي تاریخ ، ډ دین یا مذهب، ګډ ملي اسلامي مقدسات، یا ملي نوامیس، دود دستور او ګډ ملي کولتوري ارزښتونه، نورمونه، عزیزګلوۍ، ورورګلوۍ او ګډ اقتصاد لري، بلکې د اصل او نسب د پرنسیب پربڼست دوی له یو بل سره د خپلوي  او د ویني جنیټکې نه شلیدونکې تاریخي اړیکې هم  لري.

 د موږ  به دا یوه ستر تیروتنه او اشتباه وی، چې قبایلي جوړښتونو ته د منځني پیړي جوړوښتونو په څیر وګورو. له دغي هڅې  سره او له دغي زاویه څخه  که ورته وکتل  شي، بیا قبایلي جوړښتونه د ورسته پاتیوالي سره په تړاو کې کیږي. که د افغانستان سیاسي دولتي تاریخ وڅیړل شي، له ډیره په خوا څخه د قبایلي جوړښتونو سره  د مډنیزم او ملت جوړوني په بهیر کې موافقه  یا هوکړه شوي ده. په نړۍ کې نن  قومي قبایلي جوړښتونه  په مډرن  ژوند او مډرنو دولتونو په جوړښتونو کې خپل ځانګړي ځای لري. 
د پښتنو لرغوني تاریخ، د پښتنو قبایلي ارزښتونه او حقوقي نورمونه نن هم هر پښتون  افغان ته ورزده کوي، چې ستا ولس، د ستا د ټولنې د هر یو غړي وجود او پایښت، د یو پښتون افغان انفرادي آزادي یا خپلواکۍ، توکمي ملي هویت، د پښتون د کور ستراو پرده، معصونیت، امن، د صمیمیت او سوله ییزه فضا، قبیلوي هویت، د پښتنو ستر ټبر او د پلار نیکه هیواد د دښمن د پرله پسې سپین سترګې ګواښونو او یرغلونو سره مخامخ دي. دا د ستا او د هری وې ریښتنې پښتني، افغان  ایماني او وجداني دنده ده، چې د بهرني دښمن په وړاندې په ویښه او ګډه دفاع وکړي . په همدي  ترتیب  پښتونولي پښتون  ولس ته ورزده کوي، چې د نن ورځ په دغه له دښمني او تربګنېو او سیالیو  ډکه نړۍ  کې خپل سیاسي، حقوقي ،ټولنیز ارزښتونه او ولسي شتون په نړیوال کلي جوت کړۍ او دخپل  ولسي یووالي لپاره  خپله روا مبارزه  په اغیزمنه ټوګه  پرته له ویرې  څخه نوره هم  ګړندي کړۍ.  د پښتني افغاني ټولنې هر غړي مجبور دی، د خپلي فردي خپلواکۍ د ساتلو له لارې د کورنۍ او بهرنۍ دښمن، د تور او سپین دښمن د پټو او څرګندو بریدونو مخه ونیسي. د اړتیا او شونتیا په صورت کې پښتون  باید خپل بدل هم ترې واخلي. که پښتون  افغان داسي ونه کړي ، بیانو دی په ټولنه او نړیوال کلي کې خپل ټولنیز پرستیژ، حیثیت، افغاني غیرت، میړاني، او دعزت  ټول ارزښتونه  له لاسه ورکوي. 
یو پښتون هغه مهال په خپله قبیله او خپل ولس کې منل کیږي، چې دی د خپل ژوند په چاپریال کې افغاني میړانه، ننګیالتوب، خپلواکي، درنښت او جګړه ییز قابلیت په ځان کې ولري، دی باید د پښتونولي ارونه ځانګړتیاوې نورو ته ور ښکاره کړي. د ریښتینو هیوادپالو افغانانو پښتنو ژوند، غیرت، عزت، د الله تعالی په لاره  کې مبارزه، سرښندنه او د خپل پلارني هیواد خپلواکۍ لپاره جګړه ټاکې. له همدې امله یوې پښتني کورنۍ ته خورا مهمه ده، چې په کور کې نارینه ولري. په پښتنه ټولنه کې د پښتون په کور کې د نارینه شتون، دوی ته په خپل کلیوالي چاپیریال کې د خپل  کورنۍ  موقف، امنیت او سوکالي  ټاکي او د خپل سر  او ځان ګرانټي په کې ویني. پښتنو کې زوی نه درلودل، د پښتون د کورنۍ ورانۍ او د پلارنو او نیکونو نومونه ورکیدلو په مانا ګڼل کیږي.

پښتنې قبیلې او قبایل د نړۍ له نوي پرمختګونو او نوي پالني یا مډرنېزم سره کومه ستونزه نه لري، له دې امله قبایلي سیسټم له منځه نه ځي. قبایلي سیسټم ورو ورو د نړیوالتوب  او خپل عالي ملي لرغوني ایډیالوجۍ سره د نن ورځ  مدني ټولنه سره  اړخ لګوي . د پښتون ستر قام به  په  نړۍ کې تل ژوندی وي او دپښتون ولس کور به  په نړیوال کلي کې دیو سوله مل کور په شان  شتون و لري . دپښتنو دا خوري  وري قبیلې  د یوې ونې ډډه  یا دیوې سټي ښاخونه دي ، د پښتون د نسب  زرغونه ونه د نړۍ هیڅ زبر ځواک نشي لنډه ولې. له همدې امله د پښتون افغان ستر ولس کې  بیلتون نشي راتللي.  الله ( ج ) شاهد دی، چې د پښتون ولس بیا یووالي شته، د پښتنو بیرته یووالي د وخت او زمان سره راروان دی. 
 د پښتون  ستر مظلوم ولس به ان شأالله  نن یا سبا خپل ولسي بیا یووالي نړیوالو ته، د انګریز  او امریکایي شین سترګې جنرالانو ته، د روس سپین سترګې مارشالانو ته، د پنجاب تور مخي مېجرانو، اجنټانو ته او د ایران تور فکره  یرغلګرو اخوندانو ته اعلان کړي. 
د یادوني وړ ده : کله چې په ۱۹۹۸ کال کې  د برلین دیوال ونړید، دریو میاشتو مخکې له دې ورځي یا نېټې څخه د ختیځي او لویدیځي نړۍ هیڅ یوه سیاسي چارواکې، سیاستوال، سیاسي شنونکې او څیړونکې دا خیال او تصور نه کاو، چې د برلین دیوال به په داسي اساني سره ونړیږي. د پرنګیانو امپراتورۍ نسکوریدل او د ډیورنډ کرښې لمنځه تللو حالت به له یو بل څخه ډیر لږ توپير ولري. 

 

د دریمې برخي پای