د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ

دویمه برخه 

پښتون او پښتونولي:
اصیل پښتون اوسیدلو ته دا یواځې کفایت نه کوي، چې یو سړی دې د مور او پلار څخه پښتون زیږیدلي وي. په بله وینا یا دی د پښتنو سره د وینی شریکوالي اړیکې ولري. پښتون مجبور دی، چې د پښتونولي ارزښتونه او نورمونه ومنئ، په خپله پر خپل ځان باندې تطبیق او پلي کړي.
پښتون په خپله پښتنه ټولنه کې وجدانآن ځان مکلف بولي، چې د پښتونولي ټولمنلي اصول په خپل ځان کې پلي کړي. 
پښتي، پښتو، پښتونواله او پښتونولي د خپل متحرک (Dynamik ) او انعطاف پزیرۍ (Flexibelität ) ځواک در لودلو له امله، د خپل مډرن او لرغوني پرنسیبونه له امله د یو ریښتېنې عزتمن، غیرتمن، میړني پښتون څخه غواړي، چې دی باید لومړۍ د خپل ځان حیثیت، عزت او شرافت ته درناوې ولري. دی باید خپله خپلواکۍ ولري او د خپل کور، د خپلي سیمې او د خپلي خاورې واک په خپل لاس کې ولري، دی باید عدالت، میلمه پالنه، مینه، بښنه، بدل، زغم، رحم د ټول بشریت په وړانډې پرته له تبعیض څخه ولري. په ځانګړې ډول د پردې او د خپل میلمه څخه میلمه پالنه په سر او زړه کې ولري. ټول دغه انساني ارزښتونه او د انساني ژوند قاعدې مرسته کوي، تر څو په پښتنه ټولنه کې ټولنیز عدالت، اخلاقي ارزښتونه، مورال، امن، نظم، د سولې، ثبات او سوکالۍ موازینه برابره وساتل شي.
د پښتونولي اصول په ډیر قوت سره د پښتون افغان ولس په ملي هویت، انفرادي کرکتر او کړو وړو باندې راولاړل شوي دي. د بېلګې په ډول د پښتونولي په حکم او قانون کې سړی له خپل سره څخه هم تیریږي او دا نه مني، چې له پښتي یا پښتونولي څخه ویستل شي. پښتنه ټولنه یوه هویتي دودیزه قبیلوي هراړخېزه رنګه ټولنه ده، په پښتنو کې هر څه نشنلیستي نه دي. د پښتونولي په قانون کې اصلاً د لویدیځوالو نشنلیستي سیاستونو په څیر نشنلیستي رنګ او خوند نشته.
د پښتونولي نورمونه په ټولنه کې د یو شمېر اخلاقي، مورالي او د ژوندانه د خیرښېګوڼې کړنلارې او قاعدې سره راغوڼدوي. پښتونولي د پښتنو یو نالیکل شوي لرغوني قبایلي نورمونه، د عزت کوډکس او یو ټولګتي ټولنیز انساني قانون دی.
پښتونولي په پښتني ټولنې کې په حقوقي، سیاسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې د هر اړخیز سمونونو یا ریفورم راوستلو ته لارې خلاصوي. په ملي او نړیواله کچه د پښتني ټولنې دعزت کوډکس، نورمونه، ارزښتونه، دود دستور، قومي نرخونه او په ټولنه کې ښې چارې، کړه وړه د یو قبایلي قانون په څیر پیژندل شوي دي. پښتني ټولنه کې د پښتونولي قانون اصلي فلسفه او د اصولو اصلي ستنې افغاني ټولنه کې عدالت، سولې او امن ساتل او د پښتني ټولنې پایښت لپاره لاره هواره ول دي. پښتونولي له پښتون سره د ټولنې ټول غړي د عزت کوډکس له لارې د خپلوي په ټار سره تړي.
د پښتونوالي په اړه د نړۍ په تاریخي کتابونو کې او د نړیوالي مدني ټولني هر توکمپوه، ټولنپوه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتنو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده. دوی هم اقرار کوي، چې پښتني ټولنه له پخوا څخه کومه ابتدایې، اسانه ټولنه نه وه.
د هر یو افغان او د هري یوې پښتنۍخور شخصي ایماني وجداني مسئولیت او دنده ده، چې وپلټي، وڅېړي، ومومي رابرسیره کړي او بیا هم رابرسیره کړي، چې د پښتونولي انساني، افغاني، اسلامي ګډو ارزښتونو، ارزښت، شته والي او مانا په څه کې نغښتي ده. مه پرینږدۍ چې د پښتني ټولنې د پایښت لپاره زموږ د پلرونو، نیکونو ښکلي فکرونه د جنګ، جګړو په اور کې له خاورو سره خاورې ایرې نشي .

اسلام او پښتونولي:
د افغانستان په اساسي قانون کې لیکلي شوي دي، چې د افغانستان دین د اسلام سپیڅلی دین اسلام دی. افغانستان پرته له شکه یو اسلامي هیواد دی او یوه افغاني اسلامي دودیزه ټولنه ده. په افغانستان کې هېڅ قانون نشي کولاي، د اسلام د سپیڅلي دین د متعقداتو او احکامو مخالف وي. په افغانستان کې د اسلام سپیڅلۍ دین الهي احکام او ارزښتونه له افغانې زاړو ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، نورمونو او نرخونو سره ګډ شوي دی. له دې امله پښتونولي یا افغانیت له اسلامیت سره په ټکر کې نه شي کیداې. اسلام په افغانستان کې لکه د نړۍ نورو اسلامي هیوادونو په شان خپل افغاني روحیه او رنګ لري.
افغانستان کې د اسلام سپیڅلي دین خپل افغاني رنګ او خوند لري. همداسي اسلام په پنجاب کې پنجابي، په ایران کې ایراني، په تاجکستان کې تاجکې، په ترکیه کې تورکي، په مالیزیا کې مالیزیایي، په عربستان کې عربي او مصر کې مصري رنګ لري.
افغانستان کې د اسلام سپیڅلي دین د افغانیت خپل رنګ او خوند لري. زموږ مذهبي ارزښتونه او قبیلوي منلي شوي انساني ارزښتونه داسي له یو بل سره ګډ شوي دي. پښتنو افغانانو ته ډیره ګرانه شوي، چې دغه د دواړه ارزښتونو له بو بل څخه بیل کړي.
کله چې یوه جرګه راوبلل شي، مرکې یا جرګې د مرکچایانو لخوا د قران کریم د ایاتو په ویلو سره پیل کیږي. د جرګې پریکړې د قران شریف د ایاتو په ویلو سره د دعواګیرو د دواړو خواو له لوري منل کیږي. د جرګې د پریکړي پر مهال د قوم مشران، سپین ګیري او دیني عالمان او ملایان په ګډه سره ناست وي.
د پښتونولي اصول په هیڅ صورت د قران کریم او د اسلامي شریعت سریع احکام له پامه نه نشي غورځولي او نه یې ماتولي شي. ځکه پښتونولي د انسانانو یو نه لیکل شوي قانون دی او د اسلامي شریعت سریع احکام الهي احکام دي. هغه حقوق چې الله (ج) خپل بنده ته ورکړي، پښتونولي هغه مني او ورته درنښت لري. د همدغو حقوقو، احکامو د پلي کولو ننګه هم کوي. ځکه د پښتونولي ارزښتونه هم د انساني سوله ییز ژوند، ټولنیز امن نظم او عدالت لپاره رامنځته شوي دي. دا هغه ټولنیز نورمونه دی، چې ریښې یې څو زره کاله مخې کې له اسلام د پښتونولي څخه اخیستل شوي دي. دا ټولنیز نورمونه، ارزښتونه، دودنه په پښتنو کې شتون لري او ژورې ریښې لري. د پښتونولي ارزښتونه او ټولنیز نورمونه د یوي ډیري زاړه پالي ټولنې ارزښتونه او نا لیکل شوي پاتي دي او په شفاهي او شیفري یا د کوډکسونو په ډول له یوه پښت څخه بل ته سینه پر سینه او خوله پر خوله را لیږل کیږي. د پښتونولي اصول په ځینو وختونو کې د لنډۍ یا د شعر په بڼه کې هم لیکلي شوي دي.
د پښتونولي پوهنه د اسلام په مبارک دین کې خپلي ریښې لري. پښتونولي تر اسلام مخکې د افغانانو د قبیلوي ټولني د خپلواکۍ، مقاومت، ټولنیز، سولیز دودیزه ژوند نا لیکل شوي اصول او قانون دی. پښتونولي د پښتنو د ننګ او عزت کوډکس یا د یو با عزته ژوند شیفرونه دی. پښتونولي د افغانانو د ژوندانه یوه ځانګړي فلسفه ده. پښتونولي د ځمکې پر مخ د هر با عزته انسان لپاره د ننګ، غیرت او انساني ژوند یو سینګارتون ګرځیدلي شي. پښتونولي په لوی افغانستان کې تر اوسه د لر او بر افغانانو ترمنځ د ګډ سوله ییز ژوند اصلي اصول او د ولسي ملي یووالي منځ زړي جوړوي.
افغاني ټولنه کې ځینو ناپوهه خلکو او ان ځینو اسلامي ډلو د الهي له سریح احکامو، قوانیونو او ارشاداتو څخه شرمونکې سرغړونه او ناوړه استفادې کړې او ان ناروا وژنې تر سره کړي دي. 
د پښتونولي له نالیکل شوي دودیز بشري قانون څخه به زموږ په نالوستي ورسته پاتي ټولنه کې به خامخا ځښتي ډیرې سرغړونې، بدماشي او د کرکې ډکې جرمي عملونه د پښتونولي په نامه ترسره شوي وي. دغه غیر انسانې، غیر افغاني او غیر اسلامي زړه بوګنونکې جرمي عملونه د اسلام له سپیڅلي دین سره او د پښتونولي سره هېڅ تړو نه لري.

پښتونولي او د افغان ملي دولتونه:
د افغانستان په لرغوني او محاصر تاریخ کې کله افغان ملي دولتونو غوښتلي پیاوړي، ځواکمن ولسي او فعال واوسي، دولتي چارواکې په ډیرو برخو کې د قبایلي جوړښتنو او نورمونه سره په ګډه همکاریو ته اړ شوي دي . له همد امله قبایلي دودیزه سیسټم مډرنو ملي دولتونو ته اصلاحي او مرسته کونکې ځواک په څېر پیژندل کیږي. یو افغان ځواکمن بریالي ملي دولت به هغه مهال بري ته لارو مومي، کله چې دی قبایلي دودیزه جوړښتونو ته او نورمونه د دولت جوړولو او ملت جوړولو په بهیر کې په مناسب ډول قانوناً په خپل کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې مدغم کړي. د افغانستان ډیرو پاچاهانو او دولتمشرانو دغي مهم مډرن او دودیزه ټکی ته پام شوي.
د افغانستان په سویلي ولایاتو لویه پکتیا، پکتیکا، خوست او د وزیرستان په قبایلي سیمو کې د پښتونولۍ قبایلي دودونه او نرخونه لا تر اوسه په ولس کې ډیرې ژورې ریښې لري. دغه درې ولایاتونه او وزیرستان بیا د نورو ستر سیمو لکه، ننګرهار، غزني، لوګر ، کابل، پیښور او زابل سره په ګاونډ کې پراته دي. دلته د قبیلي او د قبیلو ترمنځ اړیکې په ډیره ښکاره توګه فورمول بندي شوي دي. له همدې امله افغانستان کې د پښتنو دودیزه ټولنه یو ستر سیاسي، ټولنیز او تلپاتي اتحاد او یووالي جوړوي. د طالبانو د رژیم مخکې او د ړنګیدو څخه لږ ورسته په افغانستان کې د دولتي واک تشه رامنځ ته شوه. د افغانستان په سویل ختیځ ولایتونو یا لویه پکتیا کې د دولتي واک تشه نسبت نورو سیمو ته ډیره لږ محسوس شوه. ځکه دلته قبایلي جوړښتونه، نرخونه او د پښتونولي نورمونو د انارشي، ګډودې او پاټکسالارې مخه تر ډېره برېده ونیوله.
د لويي پکتیا قامونه، مشران د جرګو او مرکو له لارې د نويو نورمونو، قوانینو یا قانون جوړولو واک هم لري. د ښې بیلګي په ټوګه د قبایلي جرګې او دودیزه قانون له مخي د کوکناور کښت په دريو واړو ولایتونو کې منع اعلان شوی. د قبایلي قانون له مخي متخلف ته سزا هم ټاکل شوي. که څوک دا قانون مات کړي، د هغه کور ته اور اچول کیږي. لویه پکتیا کې دولتي ځواک او امنیت تل د قومي مشرانو، مخورو سپین ګیرو، خانانو او اربکیو له لارې تامین شوي دی.
د پښتونولي پایله د هغو ګډو کولکټیفي غوښتنو او پوښتنو ده، چې یوه ډله یا قبیله د خپلو غړیو څخه یي تمه لري. دا هغه نورمونه، ارزښتونه او دودنونه دي، چې یوې ډلې د خپل ژوندي پاتیکیدلو او سوکالیو لپاره ټاکلي دي، لکه په حقوقي، ټولنیزو، کولتوري چارو کې خپلواکۍ او یووالي. په ټولنه کې د پښتونولي د نالیکل شویو نورمونه د پلي کولو او تطبیقولو لپاره هیڅ دولتي ادارې او وسله وال ځواک ته اړتیا نشته. 
دا نورمونه د پښتني ټولنې د غړو له خوا له په همدې ځواک او شددت سره په خپله عملي کوي. د پښتونولي قانون د عملي کیدو سره په مستقیم ډول یوه پوښتنه د پاک ضمیر او د پاک وجدان ټولنې رامنځته کیږي. د دې پر ځای چې د پښتونولي نورمونه او پریکړه د دولت د اجرائېوي ځواک یا پولیس له خوا پر خلکو تطبیق شي، پښتانه پرته له کوم دولتي ځواک څخه قوانین او نورمونه په خپله پرخپل ځان تطبیق او عملي کوي.
پښتني ټولنه کې په اروپايي مانا له حق او قانون څخه خبرې کول ډیر ګران کار دي. ځکه د اروپایانو په اند، د قانون پلي کول د دولت د یو اورګان له خوا باید تطبیق شي. په پښتني ټولنه کې دا فکر ناشوني دی. د پښتونولي حقوقي سیسټم باید په خپله له ځان سره د لښکر یا اربکیانو له لارې د پریکړو د تطبیقولو سره مرسته وکړي. د پښتنو ټولنه په خپل بنسټ کې د کنټرول کومه مرکزي قانوني مرجع نه پېژني، چې هغه مرجع د قانون تطبیقولو چارې پر غاړه واخلي.
د پښتنو په ټولنه کې د دعوا په صورت کې د دولتي قانون پلي کولو او تطبیقولو په ځای جرګه رابلل کیږي. کله چې په پښتني ټولنه کې د پښتونولي له کوم نورم او دود څخه سرغړونه وشي، جرګه سمدستي قانون نه پلی کوي، بلکې جرګه د مدعی او مدعي اعلیه تر منځ د منځګړتوب یوه مرجع ګرځي. جرګه یا مرکه تر هغه کینې او خبرې اترې کوي، تر څو د دواړو غاړو ترمنځ یوه موافقه رامنځ ته شي.

د پښتونولي کانسپټونه:
پښتونولي د پښتنو د ارزښتونو، نورمونو او د عزت کوډکس یوه لرغوني پټه خزانه او حقوقي شیفرۍ ټولګه ده. پښتونولي په پښتنه ټولنه کې د پښتنو د ټولنیز ژوندکړه وړه، نرخونه، دود، دستور، د اسلام د سپیڅلي دین د الهي ارشاداتو په رڼا کې ټاکي.
د پښتونولي کاڼسپټونه (Konzepts) د پښتنو عادتي قبیلوي قانون ته یوه ستره مانا ورکوي. د پښتونولي په ادبیاتو کې تر ټولو لومړۍ د ننګ، میلمه پالنې او د توري کانسپټونه راځي. د ننګ کانسپټ یو پښتون په خپله ټولنه کې د ګډ ټولنیز چارې یا د خیرښېګڼې دندې ته رابولي. ورسپارلي شوي چار د یوې ډلې یا یوې قبیلي د ساتني او دفاع لپاره تر سره کیږي. پښتون دغه چار د هغې چا له پاره تر سره کوي، چې د هغي مسوولیت ور په غاړه وي. لکه د خپلي کورني څخه دفاع، د خپلي قبیلي څخه دفاع، د خپلي سیمې څخه دفاع، د خپل پلرني هیواد څخه دفاع، د خپل مذهب څخه دفاع ده. پښتونولي یو پښتون ته دنده سپاري، د خپلو میلمه څخه دفاع وکړه، د اړتیا په صورت کې د میلمه د سر ساتنه وکړه، همداراز میلمه تر خپل مصوؤن ځای پوري بدرقه کړه.
یو پښتون د توري کانسپټ د سریتوب، د خپل ځان او د خپلو غوښتنو یا انټرس لپاره کاروي.
پښتانه په دې اند دي، چې یو پښتون سړی تل په یو تربورګریزه چاپیریال کې ژوند کوي، دی باید په ټولنه کې د خپل پوزیشن څخه، له خپلي کورنۍ او ځمکې څخه دفاع وکړي، تر څو له ده څخه د ژوند دغه یادي شوي مادي او معنوي زیرمې وانه خیستل شي.
کله چې د پښتونولي دغه درې مهم ټکې د ګواښ سره مخامخ شي، پښتون د یو جګړیز او قهرجن حالت سره مخامخ کیږي، د ته چې هر شي په لاس ورځي، دی مجبور دی د خپل ځان او ارزښتونو څخه دفاع وکړي.
پښتونولي یا افغانیت د پښتنو د نورمونو، ارزښتونو یو سیسټم دی. پښتونولي د پښتنو قبایلي قانون دی. پښتونولي د پښتنو د اساسي قانون به نامه هم یاد شوي دی. پښتونولي نه یواځي د پښتنو قبایلي لرغوني قانون دی بلکې د پښتنو د غیرت او عزت کوډکس یا کوډ په نامه یادیږي.
پښتنو له ډیرو لرغونو زمانو څخه د خپل ټولنیز امن او نظم او سولیز ګډ ژوند لپاره یو ځانګړي حقوقي، ټولنیز او خپلمنځې شخړو د سولیزو حل لپاره یو منطقي میکانیزم رامنځ ته کړي دی. دوی خپل ټولنیز، خپلمنځي شخړي کړکیچونه او حقوقي، سیاسي او ملي پریکړي د جرګو مرکو د فیصلو له لارې حلو فصلوي. له همدې امله تر نننه د پښتنو په قبایلي سیمو کې د نوی دولتي نظم او قانون نشتون دوام لري. افغان دولتونو هم نه دي غوښتي، څو خپل ملي حاکمیت دلته ټینګړي. د دولت او ولس ترمنځ واټن له همدې ځایه پیلیږي.
د افغان مرکزي ملي دولتونو لخوا د پښتنو لرغوني قبایلي سیسټم د نوی کولو لږ برسیرنې او د سمون هڅې پر پښتنو کومه اغېزمنه اغېزه نه ده شیندلي. انګریزي او روسي یرغلګرو هم په خپل وارسره هڅې وکړې، تر څو د پښتنو فیوډالي جوړښتونه ورغوي. دغه ټولي هڅې تر اوسه ناکامي شوي دي. د پښتنو لرغوني قبایلي سیسټم تر اوسه همداسي د جګړو د اور په لمبو کې سوځې او چلیږي.
د یوې پیړۍ راهیسې د نړۍ د سترو ځواکونو یرغلګرو، ښکیلاګرو په وړاندې د جنګ جګړو له امله لر او بر پښتنو هڅو ته دا فرصت په لاس نه دی ورغلي، څو دوی د خپل ولسي توکمي ګډ هویت، کلتوري ګډ هویت، خپله مورنې ګډه ژبه او د پښتونولي لرغوني ګډ قانون، دود دستور، ګډ هویت په ملي سیاسي ډول په ګډه د یو واحد ملت په څېر مطرح کړي.
پوښتنه دا ده، چې د پښتنو د لرغوني پښتونولي نورمونه او حقوقي ارزښتونه د یو ټولنیز تړوڼ په چوکاټ کې د ننني نړۍ د نويو مډرڼ پرمختګونو سره اړخ لګوي او یا د بشري حقوقو د سمون له لارې یو ځای کیدلی شي؟.
پښتونولي د پښتنو یو نالیکل شوي عرفي تعاملاتي قانون دی. خو په ټولنه کې منل شوي حقوقي ټولنیز ارزښتونه او نورمونه دي، چې د پښتنو حقوقي شخړې، د ملکیت حقوق او شخړې او نور ټولنیز کړکیچونه لکه د ځمکه د څړځایونو ویش او یا کله چې څوک د پښتني ټولنې نورمونه نرخونه او ارزښتونو ته درناوې نه کوي، دغه نورمونه او رزښتونه په ولس کې د قامونو د مشرانو، سپین ګیرو، خانانو، ملکانو او ان د ملایانو لخوا پلي کیږي.
په ټولیزه توګه پښتونولي د افغاني پښتني ټولني د شتون، پایښت، وبقا او لار ښوونې لپاره شتون لري او د پښتونولي په چوکاټ کې د هر یوه پښتون افغان د مثبتو کړو وکړه ساتلو لپاره یو ځواک دی. په بله وینا په پښتونولي کې ټول هغه ارزښتونه او نورمونه راټول کړل شوي دي،کوم چې یو پښتون په یوه انساني ټولنه کې څه وکړي او څه ونه کړي .
په پښتونولي کې د پښتنو افغانانو لپاره د پښتونتوب کړو وړو کوډکسونه یا شیفرونه پراته دي. د پښتونولي دا کوډکسونه یواځې د پښتنو د ټولنې له جوړښت سره تړو لري. د پښتنو ټولنه د قومونو او قبیلو د خپلوي او د وینې شریکوالي پر بنسټ تنظیم او رامنځته شوي دي. په ټولو ټولنیزو، سیاسي چاروکې لکه له یوې کورنۍ، قوم، قبیلي او توکم سره تړو درلودل یواځي او یواځي د دوی د انفرادي هویت یوه نښه ده. دا په دې مانا نه ده، چې پښتون ولس په قومونو او قبیلو ویشلي شوي ولس دی. بلکې د یو پښتون تړاو او خپلوي د یوې قبیلي سره دا د دوی ترمنځ د خپلمنځې او ټولنیزو پرنسیبونو څخه ګنل کیږي. له همدې امله افغاني ټولنه لا تر اوسه د ملت جوړوني په بهیر کې لاس او ګریوانه ټولنه ده. پښتانه اوس پوهیدلي دي، دوی مجبورشوي دي، چې د قبیلویت د توټې ټوتې ژوند څخه ورو ورو راوځې او یو موټي واحد افغان ملت په لاره کې اوچت ګړندې ګامونه واخلي.
د افغان راتلونکې ملي دولتونه باید په خپل کورنۍ، بهرنۍ سیاست، ملي قوانینو د افغانانو ملي هویت د افغانیت او اسلامیت ارزښتونو ترچتر لاندې نوي تعریف کړي. د افغان ملي دولت په اساسي قانون کې او دولتي ایډیالوجۍ کې پښتانه باید د دولت جوړونکې، دولت وړونکې او د دولتي ولس په څیر تثبیت او پېژندل شي.
کله چې د افغان مرکزي ملي دولتونه دولتي ایډیالوجۍ د افغاني لرغوني ارزښتونو کرکتر ولري، زموږ په افغاني ټولنه کې به د ټولنیزو، سیاسي ګډوډیو تاوتریخوالي او ناپوهې مخه ونیول شي.
پښتونولي د افغانانو د حقونونه، د با عزته ژوند کوډ یا کوډکس او یو ځانګړي قبایلي قانون دی. دغه لرغوني قانون د پښتون د کور یووالي، د پښتنو قبیلوي یووالي، د دولت او د هیواد یووالي لپاره او د پښتون افغان د عزت ساتني او د پښتون ولس د ایډیالونو له پاره او د فزیکي شتون لپاره یو خورا مهم لرغوني کاڼسپټ دی. د پښتنو قبایل خپلي شخصي او دولتي شخړې د پښتونولي د نورمونو او نرخو په بنسټ حلوفصلوي. که څه هم دا نورمونه او ارزښتونه د پښتني په هره سیمه کې لږ توپیرلري، خو په بنسټیزه توګه په ټول افغانستان کې یو ډول دي.
افغان ستر ملي شاعر ملنګ جان د پښتونولي په اړه لیکي.
زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره
زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم
چې بي ننګ او بي پښتو وي، پښتون نه دی
چې د قوم په شرمیدو وي، پښتون نه دی
پښتون هغه دی چې غم د تمام قوم خوري
چې د ځان په جګیدو دی، پښتون نه دی
د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظریي په پیسو وي، پښتون نه دی
پښتون هر کله طالب د خپل شرف وي
چې طالب د سپینوسرو وي، پښتون نه دی
پښتون تل په خپله ژبه ټینګ ولاړ وي
چه په دورغويي ګفتګو وي، پښتون نه دی
پښتون نه شي باداري د چا منلي
چې اختیار یي د پرودو وي، پښتون نه دی
په نصیب د ملنګ جان دغه مسري شوي
چې خپه په دې مسرو دی، پښتون نه دی

د دویمي برخي پای