د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ لومړۍ برخه سریزه : د افغان حکومت په کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې، په عدلي او قضایي اورګانونو کې، په مشرانو جرګه، ولسي جرګه او د اطلاعاتو او کولتور وزارت کې پردي ارزښتونه زموږ خپل منل شوي لرغوني افغاني ملي ارزښتونه لکه د افغان ملي هویت، افغانیت او ان د اسلامیت ارزښتونه پردي ګرځیدلي دي. حکومت کې د نننه او بهر افغان ضد پرديپالې ډلې په افغاني اسلامي دودیزه ټولنه کې د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره، د تبعیض او تعصب خپراوي لپاره ټلویزیونونه او ډلیزې رسنۍ فعالي کړي دي. نن ټول روڼ اندي، هیوادپال پښتانه افغانان ویني، چې د پښتنو په ملي اسلامي ارزښتونو، نورمونو او کلتوري هویت باندې د پرديپالوناپوهه، متعصبو عناصرو لخوا په ډیرو نازکو، خونړیو جګړیزو حالاتو کې نوي ناځوانه پلید بریدونه تر سره کیږي. افغانان پښتانه مجبور دي، د دغي متعصبي ډلو مخه په هره بیه چې وي، باید په جدي توګه په ګده ونیول شي. پښتانه د خپل ملي هویت او لرغوني هیواد د ارزښتونو دوست او دښمن اوس ډیر ښه پېژني. نور په خپل لستوني کې د مکار ډارن پرديپاله دښمن چلونو ته بي تفاوته پاتيکیدل یوه ستره ولسي تیروتنه او ګناه ده. د پښتنو مرکې، جرګې د پښتونولۍ لرغونې اصول دي او دا د تفاهم، خبرواترو، د زغم، صبر او زغملو ستر کولتور دی. پښتونولي د پښتنو د ولسي منځلاریتوب، عدم تشدد، د سوله ییز ولسواکه ګډژوند، د حیا، پردې، عزت، د ورورګلوي، پرته له هر ډول تبعیض او تعصب لاره ده. د پښتونولۍ د اصولو له مخې هر څوک دا حق یا ریښته لري، په ټولنه کې د منل شویو ملي اسلامي ارزښتونو ته په درناوې سره په عزت، حیا او پرده کې سوله ییز ګډ ژوند وکړي. په لوی افغانستان کې پښتنو ته د اسلام دین او پښتونولي اجازه نه ورکوي، چې د نور لږکیو وروڼو قومونو څخه ځان برتر یا پورته نه وګني او نه يي ګڼلي دی. پښتانه خپل حق او د بل حق هم ډېر ښه پیژني. افغانستان کې پښتانه نه یواځي ډیره کې دي، بلکې دوی د افغانستان د محاصرو دولتونو بنسټ د جرګو له لارې ایښودلي دی. له همدې امله په ټولنه او دولت کې د دوی حقوق د نورو لږکیو په پرتله د نړیوالو دولتي قوانیو پربنسټ قانوناً ډیر دي. پښتانه د افغان ملي دولتونو دولتي ولس، دولت جوړونکي ولس، دولت وړونکي ولس په څیر پیژندل شوي وګړي دي. د پښتونولۍ اصلي منځ زړي او بنسټیز فلسفي فکر هر ریښتېنې افغان پښتون ته دا ورزده کړي، چې ته، ستا کورنۍ، ستا قبیله، ستا سیمه، ستا ولس، ستا هیواد او ستا د پښتني افغاني ملي هویت ارزښتونه تل له ګواښونو سره مخامخ دي. دا ستا د ننګ او غیرت ایماني دنده ده، څو د بهرني دښمن په وړاندې ترینه دفاع او ساتنه وکړئ. د پښتونولۍ ټرمینالوجیک اصول: د پښتونولۍ ټرمینالوجیک اصول انسان ته ریښتینوالي، خیرښېګڼه، د ارادې ځواکمنتوب، نه ماتیدونکې، نه تسلمیدونکې افغاني لوړ هویت، افغاني ننګ غیرت، ملي احساس، لوړ کرکټر، صبر، زغم او عالي کلک هوډ همت ور زده کوي. پښتونولي یا د پښتنو قبیلوي تعاملاتي قانون په لوی افغانستان کې او پر نړیوال کچ د پښتني ټولنې، د ټولنیز پرستیژ، د ټولنیز اخلاقي عادتونو، د کړو وړو نورمونه او د انساني فلسفي د لرغونو ارزښتمندو ارزښتونو یوه ټولمنلي حقوقي ټولګه پیژندل شوي ده. افغانانو له پېړو پېړو راهیسې په دولتي چوکاټ کې او یا د دولتي اورګانونو څخه پرته، په خپل منظم خپلواکه سیسټم، قبایلي دودیزه نظام کې له خپلو ملي نورمونو او ارزښتونو سره ګډ ژوند کړي دی. پښتونولي د پښتنو افغانانو په ستر هیواد کې د سولیز عدالتي ګډ ژوند لپاره هر پښتون ته یو منلي شوي لرغوني ستر کاڼسپټ Konzept دی. دغه کاڼسپټ یو شمېر منلي شوي منطقي حقوقي نرخونه، فلسفي پاخه بنسټونه او څپرکي لري. پښتونولي یا افغانیت د پښتني ټولنې قبایلي لرغوني ایډیالوجۍ ده. پښتونواله یا پښتونولي پښتنو ته له پلرونو او نیکونو، له یو نسل څخه بل ته، په شفري، شفاهي او شعري تحریري ډول په میراث کې پاتی شوي ده. پښتونولي د بشریت په تاریخ کې، د پښتنو د تاریخ په اوږدو کې د پښتون ولس یو زوړ، لرغوني، تصوفي، معنوي، روحاني ټولنیز ګډ هویت دی. پښتونولي د پښتني ټولنې او د پښتون ولس یو نړیوال پېژندل شوي انځور دی. پښتونولي په مستقیم ډول د پښتنو له ستر کور څخه، د قبایلو، قبیلې، د افغان ستر ملت، د افغانانو ملي دولتونو، د افغان ملي هویت، د پښتون ولس له ارزښتونو څخه په خپل پلرني هیواد کې روحاً، جسماً او عملا دفاع او ساتنه کوي. پښتونولي د افغانانو له سوله ییز ژوندانه او خپلواکۍ څخه د بي شرمه، بي ننګه، بي نامه، بي نښانه، بي حیا، بي عزت، بي وطنه، سپین سترګي یرغلګر دښمن په وړاندې په خوندي توګه ساتنه او دفاع کوي. پښتونولي د پښتنو خپلواکه، عزتمن، غیرتمن، سوله مل او متمدن ژوند ارزښتناکه ارزښتونو په خوندي ساتلو کې، د ټولنې په امن او نظم او د سمون په لاره کې د ژواند کولو یو ایډیالي رول لوبوي. پښتونولي د پښتني ټولنې په کولتوري او ملي هویت پیژندنه کې یو ستر بر لاسي ځواکمن ځواک پاتي شوي دی. د پښتونولۍ ځواک او اغیزې تر اوسه د پښتنو په زاړه پاله، محافظه کاره ټولنه کې د حقوقي امن او نظم موازینه ساتلي ده. د جرګو او مرکو تاریخ ته په کتو سره پښتونولي د پښتون ولس لپاره یو دفاعي سیسټم دی. د پښتونولي دودیزه قانون او ارزښتونه له امو نه تر اباسینه د ټولو پښتونو افغانانو ګډ ملي ځانګړتیاوې دي. د پښتونولي سیسټم د پښتون افغان ولس په ژوندانه کې سره د خپلو ټولو کورنۍ او بهرنۍ ستونزو، جګړیزو خونړیو کړکېچونو، د خپلو ټولنیزو خیرښیګڼې چارو سره د اسلام له مبین دین څخه مخکې او راورسته د پښتنو د ژوند او فکر د لارې مل دی. د پښتونولۍ د پوهې اصلي مانا په دې کې نغښتي ده، دغه انساني پوهه د انسانانو پر کولکټیفي سالمه ګډه پوهنه باندې راڅرخیږي. پښتونولي له پیړیو پیړیو راهیسې پښتنو ته په پښتنه ټولنه کې د ټولنیز امن او نظم، ټولنیز عدالت، عدم تشدد، د سوله ییز ګډژوند په لور لارښوونه کړي ده. د څو پیړیو راهیسې د پښتونولي دغه انساني دودیزه قانون د اسلام له مبارک دین څخه پرته بل هېڅ مذهب او دین ته سر نه دی تیټ کړي. پښتي، پښتونولي، افغانیت په نړۍ کې د ستر پښتون ولس د ولسي شتون، د خومختارۍ، خپلواکۍ، ولسي پرستیژ، حیثت، وقار، شان شوکت، د ولسي یووالي وجود او بقا له پاره یوه ګرانټي ده. پښتونولي د پښتون افغان ولس د ملي یووالي او ملي دولتونو ایډیالوجیک بنسټ ایښودلي دی. پښتونولي په پښتنو کې د « موږ احساس » یا په پښتنو کې د پښتونتوب ملي ولسي احساس پیاوړي کوي. پښتونولي نه دین، نه مذهب، نه کومه نوي سیاسي پردي ایډیالوجې ده او نه کوم نشنلیستي توپیر چلنده غورځنګ دی. د لویدیځ د ښکیلاک او د زبرځواکي امپریالستي نړۍ تاریخ پوهان او څېړونکې په دې پوهیږي، ولې افغانستان د یرغلګرو زبرځواکو امپراتورۍ سترو هیوادونو هدیره ګرځیدلي دی. دوی په دې هم پوهیدلي، چې په افغانستان کې د دوی د ماتې اصلۍ لامل یا عنصر د پښتنو د پښتونولي اصول دي. د پښتنو د خپلواکۍ مقاومت، د خپلواکۍ احساس، د پښتنو ننګ، غیرت، د پښتنو توريالیتوب، ننګیالیتوب او د پښتنو د اسلامي ایماني ځواک نوره همدې پښتونولي ځواکمن کړي دي. پښتانه تر نورو مسلمانانو په خپله خپلواکي، خپله خاوره، پر خپل سپیڅلی دین او مذهب باندې ډیر ټېنګ ننګ او غیرت کړي او کوي. د لویدیځ یرغلګرو پردي پوځونو د افغان ولس د خپلواکۍ مقاومت ځکه مات نشو کړاې، پښتنو افغانانو د خپل مقاومت او خپلواکۍ جګړه کې تل د پښتونولي د توري له شرنګ، غیرت او د اسلام د مبارک دین له سپیڅلي صفاتو او ارزښتونو څخه ګډ کار اخیستلي دی. په نړۍ کې هیچ یوه داسي انساني مدني ټولنه او ایډیالوجیک سیاسي ټولنیز سیسټم نشته، چې په هغه کې هر څه پرفیکټ وي. پښتونولي د لرغونو زمانو څخه د سوکاله، خوشاله ټولنې لپاره د باوجدانه با ضمیره انسانانو یو ګډ فکر دی. په ډیر خواشینۍ سره دا فکر او دودیزه قانون لا تر اوسه نه دی لیکل شوي. له شکه پرته د پښتنو دغه لرغوني قانون د اسلام مبین دین او شریعي قوانینو په رڼا کې سمون او ودې ته اړتیا لري. د بیلګې په ډول پښتونولي یو نارینه پال قانون ګرځیدلي دی. په خواشینۍ سره ښځه په پښتنه ټولنه کې لکه د دریمي نړۍ په ورسته پاتو هیوادونو او ټولنو کې دویم ځای لري. په افغاني ټولنه کې وسمهال پوهې لوستي ښځې ورو ورو خپل حقوق د اسلامي شریعت د پوهې په رڼا کې ترلاسه کوي. د څو لسیزو راهیسې تجربه لرونکې مشرانې، سپین سري ښځې د کلي، کورنیو شخړو په مرکو او لویو جرګو کې هم برخه اخلي. پښتني ټولنه کې ښځې د پوهي تر لاسه کولو سره ورو ورو خپل خدای ورکړل شوي حقوق او حقونو ته لاره خلاصوي. افغاني ټولنه د نړۍ یوه لرغوني دودیزه ستره ټولنه ده. افغانان لا تر اوسه د ملت جوړوني او دولت جوړوني په بهیر کې لاس اوګریوان دي. زموږ په افغاني ټولنه کې کوم نورمونه، ارزښتونه پردي ګرځیدلي، هغه زموږ خپل لرغوني ملي اسلامي ارزښتونه دي. د پښتونولي قانون د اسلامي شریعت قوانیونو او نورو مدني قوانینو پر بنیاد لیکولو او سمون ته اړتیار لري. د افغانستان ورستی دولتونه یو په بل پسې ځکه له سقوط سره مخامخ شول، دوی په خپل دولتي چوکاټ او د خپلو قوانینو په جوړښت کې د افغانیت او اسلامیت ارزښتونه، نورمونه د خلکو په خوښه په سمه ټوګه مشخص او تنظیم کړي نه وو. زما په اند په ورستیو سلو کلونو کې د افغانستان د نه پرمختګ او ورسته پاتیوالي اصلي لامل په دې کې نغښتي دی: په اسیا کې د لویي لوبي د سیالۍ پیل له یوې خوا او له بلې خوا انګریزانو او روسانو پښتانه تر سختو پوځي بریدونو لاندې راوستل شول او په انزوا کې وساتل شول. کله چې افغانان د خپل پښتونولي د لرغوني احساس له مخي د انګریزانو او روسانو د پوځي استعماري ګواښونو په وړاندې تر خپل ځان یو فولادي دیوال را تاو کړو. پښتنو خپله دودیزه قبیلوي ټولنه د نړۍ له موازي پرمختګ څخه نوره هم په شا یا ورسته پاتي کړه. ورسره پښتانه په مادي او معنوي توګه بي وزلي شول او د خپل دودیزه ساده ژوند په فورم کې ورسته پاتيکیدل یي خوښ شول. تر هغه چې پښتانه د انګریزانو او روسانو نړیوال استعمار لاندې د مرییتوب یا غلامي کې مادي ښه ژوندغوره کړي. د افغانیت یا پښتونولي په اړه د نړۍ په ډیرو ژبو او بهرنیو ادبیاتو کې لکه الماني، انګلیسي، فرانسوي ، هالنډي، روسي، ایټالوي، هسپانوي، سویدني، چکي، جاپاني او د نړۍ په نورو ژبو کې، پوهنتوني او اکاډیمیکې ژورې څیړونې د حقوقپوهنې، سیاستپوهنې، توکمپوهنې او ټولنپوهنې په رڼا کې تر سره شوي دي. همداراز د پښتونولي په اړه د نړۍ په ډیرو پوهنتونونو او پوهنځیو کې د سیاستپوهنې، حقوقپوهنې، توکمپوهنې او ټولنپوهنې په برخه کې د دوکټورا، ماسټري په کچه پوهنتوني علمي ډیرې په زړه پوري په اعلي درجه بریالي اکاډیمیکې څیړنې ترسره شوي دي. همداسي د پښتونولي په اړه ډیرو څیړونکو، ډیپلوماتانو، توکمپوهانو، ټولنپوهانواو حقوقپوهانو د پښتنو د قبایلي لرغوني قانون او ارزښتونو په اړه هراړخیز کتابونه، تیزسسوونه، سیمینارونه، سیاسي، ادبي لیکنې او مقالې لیکلي دي. د پښتونولي د ارزښتنو، نورمونو او ځواک په اړه دا لیکنه څو برخي لري. د نړیوالو پوهنتونې اکاډیمیکو لیکنو، څیړنو او کتابونو پر بنسټ کومي چې ما تر خپل وسه په الماني ژبه کې لوستي دي، د بیلګو او اخیځلیکونو سره چمتو، ترتیب او لیکلي شوي ده. د پښتونولي د قانون د څیړونو او پيژندګلوي لپاره نړیوال څېړونکي په خپله افغانستان ته د پښتنو سیمو ته تللي دي او هلته يي په خپله پښتانه له نږدې څخه د پښتونولي د کړو وړو، عرفونو او عادتونو سره لیدلي دي. له دوی سره یي د پښتونولي په اړه خبرې اترې، پیژنګلوي، څېړنې او تجربي تر سره کړي دي. دوی په سیمه کې د پښتنو له سپین ګیرو، مشرانو او پوهانو سره خپله پوهه شریکه کړي، د لویدیځ ټولو مخورو نامتو ښاغلي څیړنوال د پښتنو افغانانو د پښتونولۍ یا فلسفي حقوقي فکر څخه لږ یا ډیر یو ډول انځور او پوهنې اخیستنه کړي ده. د پښتونولي تعریف او مفهوم په اړه ټول لویدیځوال نامتو پوهان، څیړنوال او لیکوال په یوه خوله دي، چې پښتونولي د حقوقو، اخلاقو، مورال یا د ښې کړنې کوډ یا شیفر دی، د حقوقي تعاملاتو، د ښه خوی او عادت، کولتوري اړیکې، د ژوندانه معقول دودیزه تصورونه نورمونه او جوړښتونه په خپل غېږي کې ټینګ نیولي دي. دوی دا هم وایي، چې د پښتنو دکړو وړه او د عزت کوډکس وده او پرمختګ ټولنیزه سیاسي ښکارنده نه یواځي د اسلام په مبین دین کې خپلي ریښې لري، بلکې د ابراهیم ( ع ) تر دین پوري خپلي ریښې غځولي دي. پوښتنه دا ده، چې څنګه د پښتونولي سیمه ییزه جرګې د پښتنو په لرغوني ټولنه کې د دولتي حاکمیت په شتون کې او یا دولتي سیاسي ادارو پرته او یا دولتي عدلي، قضایي ځواک ته د خلکو نه لاسرسي له امله، خلک بیا هم سیمه ییزو جرګو ته ورځي او د دوی په حقوقي، جزایي اجراعاتو، خپلمنځي شخړو او دعوا په حلولو کې د جرګو د پریکړو میکانیزم پلي کیږي. په لیکنه کې د پښتني ټولنې د یوې سیمه ییزه جرګې د دعوا بهیر او ډول د بیلګې په توګه وړاندې کیږي . په دغه لیکنه کې د پښتونولي له ادبیاتو څخه د مهمو ترمینالوجیکو مصطلعات تشریح له څو لنډو بیلګو سره، د پښتونولي لویه جرګې، د ملي جرګو او مرکو لنډ تاریخ کتل کیږي او په ورستي برخه کې د پښتونولي په اړه د یو ایټالوي توکمپوه څیړنه په نامه د( زوړ قانون په ځوان دولت کې) ژباړل شوي .هیله ده چې دا د ملي ارزښتنو موضوع د خپل مهموالي له امله خپلو ارزښتمندو مینوالو ته په زړه پوري وګرځي. د افغانیت یا پښتونولۍ ایتمونولوجي: ایټمونولوجۍ په نوی ژبپوهنه کې د توري پیدایښت او تشریح ته ویل کیږي. داسي مالومیږي، چې تر اوسه د پښتي، پښتونولي د نورمونوو ارزښتونو د بنسټ ایښودلو او دودیزه قانون د پيل نیټه او ځای سم مالوم نه دی. موږ پوهیږو، چې د پښتنو ټولنه د نړي له زړو ټولنو څخه یوه ستره ټولنه ده. افغانان په سیمه کې پنځه زره کلن لرغوني تاریخي ثبوت لري. پښتي، پښتو، د پښتون نوم او پښتونولي د لویي پکتیا په تاریخ کې خپلي لومړني ریښې لري. له پخوا څخه د پښتونولي په اړه ډیر لږ لیکلي شوي اسناد یا لاسوندونه شتون لري. ډیر پښتانه په دې اند دي، چې دا قانون او حقوقي نورمونه ځکه نه دي لیکل شوي، چې پښتي، پښتونولي د پښتنو په زړونو، په فکرونو،په وینه او جین کې شتون لري. پر همدې بنسټ کولي شو ووایو، چې پښتونولي له پنځه زره کلنو څخه تر نننه د پښتنو د ټولنیزو، حقوقي، سیاسي او ملي دولتي چارو، د راکړې ورکړي او کړو وړو بنسټ جوړوي. پښتونولي یا افغانیت په لوی افغانستان کې د ننه او بهر یا په ګرده نړۍ کې د درست پښتون افغان ولس د سړیتوب یا د شخصیت یو ایډیالي انځور په څېر پېژندل کیږي. دا د افغانانو ټولمنلي اصیل لرغوني اصول دي. افغانستان کې پښتانه په خپله پښتونولي ته د٬٬ افغانیت٬٬ توري استمالوي او کله هم په ځینو سیمو کې ورته پښتي او پښتونواله هم ویل کیږي. په ۱۹۳۶ کال کې د افغانستان د ملي ژبې پښتو په ریفورم کې افغانیت یا پښتونولي ٬٬پښتون افغان اوسیدل٬٬ په بله وینا پښتونتوب ته ویل کیږي او په دري ژبه کې افغانیت ٬٬افغان بودن ٬٬ ته ویل شوي دي. د افغانستان د اساسي قانون په تاریخ کې د افغان نوم د افغانستان هر وګړي او هر اوسیدونکي ته ویل کیږي. دا منلي شوي تاریخي خبره ده، څوک د افغانستان وي، هغه افغان دی. په ۱۹۳۹ کال کې ستر پښتون ، ستر افغانپوه، په ملګرو ملتو کې ستر افغان ډیپلومات پوهاند مرحوم عبدرالرحمن پژواک له خوا د پښتنو قانون پښتونولي رسماً د کابل په سالنامه کې د افغانیت په نامه درج او ولیکل شوه. پښتون، پښتو او پښتونولي: پښتانه په افغانستان کې، د افغانستان لپاره، په سیمه او نړۍ کې خپل یو ځانګړي ستراتیجک ځای لري. ورسره په کې د پښتنو ټولنه د نړۍ یوه ستره لرغوني ټولنه پیژندل شوي ده. پښتونولي یا افغانیت د افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د ملي حاکمیت، د ملي احساس، ملي هویت او ټولنیز ژوندانه په برخه کې یوه ستره برخلیک ټاکونکي ونډه درلودلي ده. پښتونولي د پښتنو افغانانو په فکرونو او زړونو کې د لرغونو زمانو څخه د یوي پټي خزاني په څیر ساتل شوي ده. پښتونولي د پښتنو پیژندګلوي ده. پښتو له یوه لوري د پښتنو ژبه ده، له بل لورې پښتو د پښتون ولس د قبیلوي کړو وړو کوډکس او د نرخونو قانون ته ویل کیږي. لوی افغانستان په نړۍ کې د اټکل پنڅوس میلیونو پښتنو افغانانو ګډ پلرني لرغوني ګران هیواد دی. دوی لږ یا ډیر د پښتونولي د قانون تر سیوري لاندې هم ژوند کوي. په ۱۸۹۳ کال د انګریز نړیوال کولونیالیستي سیاست له خوا د پښتون پر لوی کور د کاغذ پرمخ د ډیورنډ توره کرښه ویستل شوه. له همدې امله نن د نړۍ په ډیرو برخو کې له څه باندې یوې پیړۍ څخه پښتانه په استرالیا، افریقا او سویلي امریکا کې ژوند کوي. د ورستیو څلویښت کلني جګړو په بهیر کې څو میلیونه پښتانه افغانان په اروپا، امریکا، استرالیا، افریقا او اسیا کې د ګډوالي ژوندشپې ورځې تیروي. پښتانه په لوی افغانستان او په خپلو کې ځانونه د افغان یا پټان د نومو څخه مخکې د پښتون یا پختون په نامه یاده وي. یو پښتون د خپل هیواد څخه بهر ځان په ویاړ سره د افغان په نوم ځان درپېژني. د نړۍ نور ولسونه هم لکه پښتانه همداسي په مترادفو نومونو یادیږي.د بیلګې په ډول المانان، دوی ځانونه په المان او په خپلو کې د ( دویچ) په نامه یاده وي، دوی خپله ژبه د الماني یا جرمني په نامه نه بلکې د( دویچ) په نامه یاده وي.

د المان هیواد څخه بهر بیا دوی ځانونه د جرمن په نامه درپیژني. د المان او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لږکې توکمونه په اساسي قانون کې د لیکلي شوې ملي هویت پرته له کومو ناندریو مني. د لومړۍ برخې پای