له هر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د توپک شپيلئ کارول قطعاً د منلو وړ حل لاره نه ده. که د تاریخ په اوږدو کې احياناً کله کله ولس د حاکم په وړاندې توپک اخستلو ته مجبور شوي هم وي، ستره بيه يې ورکړې ده، ټولنيزو جوړښتونو او بنسټونو ته يې داسې زيانونه اوښتي دي چې بيا رغول يې خورا زيات وخت او لګښت ته اړتيا لري. افغانستان، سوريه، ليبيا او ځينې نور هيوادونه يې ښې بيلګي دي. نن يو ځل بيا وايم چې په شخړو کې د دخيلو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د شونتيا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل لاره ده. د نظامي دوکتورين له مخې وسله کارول يوازې مذاکراتو ته د وخت اخيستلو بيه وي. کله چې مخالف لورئ خبرو ته چمتو شي، نو جګړه کول بې ګټې ده.
اوس چې سولې ته د رسيدو لپاره تر هروخت ښه کورني سيمه ايز او نړيوال ذهنیت جوړ شوئ ده، نو اړينه ده چې حکومت او طالبان د مانورو ترسره کولو پرځاى خپله ټوله توجه د جګړې د ختمولو په موخه د بين الافغاني مذاکراتو بريالي پاى ته واړوي.
که د طالبانو د مذاکراتي پلاوى په ترکيب کې د ځينو تندلارو ګډون ته له مثبتې زاويې وګورو، نو داسې معلومیږي چې طالبانو درک کړي ده چې د سولې پرځاى د جګړې غوراوى به ستره بيه ولري. په مذاکراتي پلاوي کې د څو کسو تندلارو په اضافه کولو به غالباً غواړي چې د سولې لاره غوره او سياسي مبارزې ته ملا وتړي. له همدې کبله يې د خپلمینځي اختلاف د مخنیوي لپاره يې خپل ځينې تند لارې مشران قطر ته راغوښتي دي او په جنګي کرښو کې شته تندلاري طالب مشران به د قطر ميشتو تندلارو په مرسته د سولې د تړون منلو ته اړ کړى.
البته که په قطر کې د سخت دریزو طالب مشرانو شتون ته له منفي زاويې څخه وګورو، يا هم د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د طالبانو په بانو باندې فکر کوو، نو داسې ښکاري چې سخت دريزي طالب مشران به په امارت او يا امارت ډوله نظام باندي د ټينګار له امله د سولي مخه ډب کړي. همدغه شان که په خبري ناستو کې د ولسمشر غني وروستئ څرګندونې جدي ونيسو، چې په غيرمستقيمه توګه په واک کې پاتې کيدل د سولي لپاره شرط ګڼي، نو خبره ورانه ده او دا وړئ نه شړئ کيږي. داسې ډيرې بيلګي شتون لري چې ولسمشر له قانون سره په تقابل کې کړنې لري، خو اوس وايي چې نوموړئ قانوناً د واک د پريښودو واک نه لرى او د بلې لويې جرګې د رابللو ته اشاره کړې ده. دغه ستونځه به په افغانستان کې د يوې نوې غميزې پيل، د هيواد بدبختي، سيمې او نړئ ته ستر ګواښ له ځانه سره ولري.
دواړه خواوې بايد د سولي په هکله الهي حکم د ولس درد او د وخت حساسيت په نظر کې نيول خپل ديني مسئوليت او ملي رسالت وګڼي. د سولې ډير فرصتونه يې له لاسه ورکړې دي. د بين الافغاني تفاهم وخت را رسيدلئ ده. هرڅه باید د خبرو په ميز د يو بل مخته کيښودل شي. ولس پوهيږي چې دواړه خواوې لاهم د سولې لپاره د ذهني تيارى پرځاى مانورونه کوي، خو دا د وخت ضياع او د ځان غولول دي.
که پرون مو د واک په موخه يو بل ووژل او خپل کور مو په خپله وران کړ. خپله مورکئ مو بوره کړه او د خپلې خورکئ د اوربل ګل مو ورژاوه، نو اړينه نه ده چې نن هم خپلې سهوې تکرار کړو او د خپلو تيرو تيروتنو پړه د نورو په اوږو واچوو، بلکې خورا اړينه ده چې له تيرو ترخو تجربو زده وکړو، د راتلونکې لپاره سوله ايزه لاره غوره کړو. د رب العزت حکم او د ولس غوښتنو ته لبيک ووايو. بس همدغه نيکمرغي شهامت او شجاعت ده.
په دواړو خواوو کې د شته تندلارو د شتون له امله د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده، خو بيا هم داسې ښکاري چې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو د بريا په موخه خبرې د پيليدو په درشل کې دي. د دغې پروسې د بريا په موخه لاندې موارد د ذيدخله کورنيو او بهرنيو خواو توجه اړينه ده:
1 - د بين الافغاني مذاکراتو د بريا او د پرديو له لاسوهنو څخه د خونديتوب په موخه اړينه ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات په يوه هېواد کې دوام وکړي. داسې هيواد چې په جنګي اړخونو باندي داسې اغيزې او د فشار راوړلو وړتيا ولري چې دواړه خواوې مجبور کړاى شي چې په مذاکراتو کې ملى ګټو ته ژمن پاتې شي او د سولې پروسه له سبوتاژ کيدلو څخه وژغوري.
2- د ښکيلو اړخونو د چارواکو څرګندونې د مصالحې له اصل سره اړخ نه لګوي. دواړه خواوې له داسې څرګندونو څخه جداً ډډه وکړي چې د سولې روحيه نفى کوي. د واک انحصار له ذهن څخه وباسي، د يو بل د حذف او تسليمي په هکله فکر هم ونکړي. افغانان او نړيوال باید د عملي سياست مرکزي رول ته د طالبانو په را ګرزولو کې د هغوى مرسته وکړي.
3- د دواړو خواو د مذاکراتي ټيمونو په جوړښت کې نيمګړتياوې شتون لري. د مذاکراتي پلاوى په ترکيب کې سياسي قومي، مذهبي او فوځي ځواکمنو ډلو برخه په نظرکې نيول شوي خو د ملت غوښتنو ته هيڅ لوري انعکاس نه ده ورکړئ. په دغو پلاويو کې باید ملي روحیې او سولې ته د ژمنتیا اړخ ته ارجحيت ورکړل شي.
3- د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک په تړاو ستر ابهامات او پوښتنې شتون لري. مونږ يقيناً په خپله خاوره باندي د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتيا نه لرو، خو مونږ د تلپاتي سولې لپاره د نړيوالو په ځانګړې توګه د امریکا مستحکم او غيرمتزلزل تعهد ته اړتیا لرو. په تړون کې د افغانستان د راتلونکي او له دغه هېواد سره د امریکا د تعهد په برخه کې ابهامات شتون لري.
4- د افغانانو ترمنځ د خبرو د برياليتوب لپاره له دواړو خواوو څخه د غوښتنو فهرست او د هرې مادي لپاره د وخت ټاکل اړين دي. که احياناً مذاکراتي پلاوئ په تعين شوي وخت توافق ته په رسېدو کې پاتې راځي نو اختلافي ماده باید له مخکې څخه تعين شوي دريمګړي ته د پريکړې لپاره حواله شي. البته د دريمګړي پريکړه منل به دواړو خواو ته د الزاميت درجه ولري.
5- جنګ بندي د سولې روح، د ملت غوښتنه او د ښه نيت ثبوت ګڼل کېږي. ډزبندي ته ژمنتيا باید د مذاکراتو په جريان کې له دواړو خواو څخه مشهود او محسوس وي.
6- د هيڅ لوري واک ته رسيدل او په واک کې پاتې کيدل د ملت لپاره سره کرښه نه ده. پوهيږو چې له ټولو تشو نيمګړتياو او منفي اړخونو سره سره د نظام په تسلسل کې وقفه، لکه د موقت حکومت جوړيدل مونږ شاته بيايي خو که مخالف اړخ اصرار کوي نو مونږ بيا مونږ سولې ته د ارجحيت درجه ورکوو او شاته تلو تيار يو.
د دې لپاره چې طالبان د خپلو تشکيلاتو د نسکورېدو او د خپل مشرتابه د منزوي کيدو، خپلمینځي اختلاف او په راتلونکي کې د خپل اړين رول لوبولو په تړاو تشويش ونکړي، نو اړينه ده د مذاکراتو په جريان کې طالبان باور ترلاسه کړي چې په اړوندو ادارو کې د هغوى د افرادو د جذب تر وخته به د هغوى د ملکي او نظامي جوړښتونو شتون د ټولنيزو چارو، عدالت پلئ کولو، زده کړو، ولسي سلامتيا او د بيا رغونې د پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره د پخوا په شان فعال وي. د هغوى ملکي پرسونل به د پروژه د کيفيت او څرنګوالى په برخه د څار او نظارت دندې پرمخ وړي. يوازې مديريتي چارې به يې د بې پرې موقتي ادارې لخوا پرمخ وړل کيږې. طالبانو ته په ادره امنیت او بيارغونه کې د رول ورکولو په مرسته به مونږ وکولاى شو طالبانو د نظام د پياوړي او واکمن شريک ذهنیت ورکړو او نورو جنګي ډلو ته د تللو مخه يې ونيسو.
7- د مصالحې او ادغام مجدد ترمنځ توپير شتون لري. له همدغو اصطلاحاتو څخه د هرې ډلې تعبير باید واضح وي. مونږ منو چې د سولې له تړون څخه وروسته د هرې جنګي ډلې افراد په ټولنه کې بيرته ځاى په ځاى کيدلو (ادغام) ته اړتيا لري، خو دا ذهنیت چې طالبان به د حکمتيار غوندي د سولې تړون ته تيار شى، له حقيقت څخه لرې ښکاري. سوله له دواړو خواو څخه قرباني غواړي او د هيڅ اړخ تسليمي نه، بلکې د هغه چا په وړاندي د زغم او تحمل څرګندونه ده چې د يو بل د دريز فکر او ارادې په وړاندې مبارزه کوي، له يو بل څخه مختلف فکر او عمل کوي او حتى ترمنځ يې جګړې شوې وي.

په درنښت،
عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان