د تاریخ بې شرمه لوبه تکراریږي
پښتنو کې چې سر پورته شي سر وژني
که وژنه له پردی شي یا له خپله
دواړه یو شان انسانیت برابر وژني
که پردو په لاس وژنه ترخه ښکاري
بیا د خپل دلبند وژنه، زړه سر وژني
یونانیانو کوچنی زوی، لوی سکندر کړ
خو پښتون د خپل قوم هر سکندر وژني
یهودانو خپل مشران پیغمبران کړل
زموږ قوم کې چې رهبر شی، رهبر وژني
داوود څه وو خوار شپونکی د یو رمې وو
پیغمبر شو چې جالوت (۱) په سنګر وژني
اوس یهوه (۲) سره تر څنګ د عرش له دریځه
لاندې هر فلسطینی په سر سر وژني
د یهودو لاس که خلاص شو، چې نیم بند دی
د تورات په رسالت به بشر وژني
د عربو ټول تاریخ د واک جهاد دی
عجم ځکه ټول په سمه په غر وژني
جهاد څه دی، واکمنی ده، چور چپاو دی
مور و پلار د ښکلو نجونو په سر وژني
که مذهب او بیا فرقي شمېرې اسلام کې
یو او بل سره په نوم د کافر وژني
د څارویو، انسانانو توپیر نشته
په چاړه ټول په الله اکبر وژني
موخه ټولو کې یوه ده، واکمني ده
دې هدف لپاره وچ وي که تر وژني
که چنګیز یا ګوډ تیمور تېر شو په سیمه
دوی په نوم باندې انسان له یو سر وژني
واکمنی او شتمني او ښکلي نجونه
دې شعار په وړاندې هر یو خطر وژني
د مغلو پاچهي په هندوستان کې
پښتانه سره په لره په بر وژني
صفویان او د ایران واکمنۍ یو مخ
پښتانه بې خبر نه، با خبر وژني
د انګریز او د روسانو په سیالۍ کې
څه به پاتې وي ژوندي، خو اکثر وژني
د انګریز په پل روانه امریکا هم
پښتانه یوازې نه، په اشر وژني
د تاریخ لوبه چې سر تر پایه ویني
رحم نشته واړه ښځه او نر وژني
نن انګریز او امریکا هغه لار نیسي
چې په تېر کې پرې المان کې هټلر وژني
د تاریخ دا یوه بله بې شرمي ده
چې څو تنه بدماشان ټول بشر وژني
له پردیو څه ګیله ده په دا منځ کې
چې پلار پاڅي پخپل لاس خپل پسر وژني
خپلو ډېرو واکمنیو کې پښتون بیا
د خپل پوځ او لښکر، سرلښکر وژني
شازمان د شامحمود له لاسه ړوند شو
امین پاڅید تره کی په بستر وژني
بده لوبه له هغې ورځې راپیل ده
چې په خپلې خولې ویلی لېډر وژني
داوود هم د پښتنو پاچهي ړنګ کړه
د پښتون د درې پېړیو دفتر وژني
بیا داوود پر ضد اقدام لکه پردي چې
د هېواد یو سر سپارلی افسر وژني
زه چې حال د نننو پښتنو وینم
د پردو په دسیسه خپل ټبر وژني
بدبختي به تر دې لویه بله څه وي
چې د بل سنګر ساتي، خپل سنګر وژني
د پنجاب په خوله پښتون طالب ته ګوره
چې نجیب غوندې منلی رهبر وژني
څو چې پند له بل او خپل تاریخ وانخلو
یو پښتون به بل پښتون سر په سر وژني
یاودنه
(۱)د فلسطین د مشهور پهلوان نوم دی
(۲) د یهودو د خدای نوم دی