دوبا (کرونا ) ختمیدو په باب چې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم کومه وړاندوینه کړي وه ،هغه کټ مټ رښتیا شوه !(الحمدلله)

(نږدي درې میاشتې مخکې نړیوالو رسنیو کې دخپرې شوې لیکنې یوه برخه )

هلته چې (ثریا)په افق رادبره او وبا (کرونا)له ځمکې په کډه شي !

لیکنه :مفتي فضل هادي (سالک)

........ دوبا(کرونا) دورکیدو او ختمیدو زیری!
دوبا دعواملواوتاریخي شالید یا منظرکشۍ څخه وروسته اوس دا داراسپړو چې وبایی ناروغۍ یا نن سبا دا کرونا وایروس چې وبایي بڼه یې خپله کړي ، کله دځمکې له کرې څخه خپل ټغر ټولوي او آیا پدې باب داحادیثو په ذخایرو یا کتابونوکې کومه وړاندیونه شته او کنه ؟
دانوهغه پوښتنه ده ،چې هرڅوک یې ځواب ته ډیر لیوال وي او دهرچا ورته تلوسه وي ، داسلام ستر پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم لا څوارلس سوه پیړۍ مخکې خپل امت ته ددې په باب لارښوونې کړي دي، چې مونږ به یې دتفصیل پرځای غورچاڼ راواخلو !
دامام طحاوي رح د(مشکل الاثار) په څیرمسانیدو کې دامام ابوحنیفه رح په (مسند ابي حنیفة ج۱/ص۳۰۰)کې داحدیث داسې رانقل شوی چې :ابن المقرئ وایې چې مونږته امام ابوحنیفه حدیث بیان کړی ،هغه ته عطاء بن رباح خبرورکړی ،او عطاء له ابوهریره رضی الله عنه څخه اوریدلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې کله سبا مهال ثریا (پیرونې ) یا دستورومجموعه راوخیزې ،نوالله تعالی له هر ښار او سیمې څخه افتونه ،وباګانې او بلیات پورته کوي !
دحدیث متن داسې دی : وقال ابن المقرئ : ثنا أبو حنيفة ، أخبرني عطاء بن أبي رباح ، أنه سمع أبا هريرة ، يقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : « إذا طلعت الثريا غدوة ارتفعت العاهة عن كل بلد » رواه القاسم بن معن ، ويونس بن بكير ، والصلت بن الحجاج ، وجعفر بن عون ، ورواه عسل بن سليمان ، عن عطاء

(3) العاهة : الآفة والداء المتلف لما أصابه .
همداحدیث امام جلال الدین سیوطی رح هم د طبراني له اوسط څخه،بزار ،احمد اونورونه رانقل کړی او وایې چې له (العاهة) څخه موخه یا معنی مراده وبا او ناروغي ده ،چې دادی جنسا هغه حوالې هم ستاسو مخکې ږدم ،چې کومې د(ثریا ) پیروینې ستوریو دطلوع له امله دکرونا دلیرې کیدو وړاندوینه کوي :

إذا طلع النجمُ ارتفعت العاهةُ عن كلِّ بلدٍ (أحمد ، والبزار ، والطبرانى فى الأوسط عن أبى هريرة)
أخرجه أحمد (2/341 رقم 8476) والبزار كما فى كشف الأستار (2/97 رقم 1292) والطبرانى (2/78 رقم 1305) . قال الهيثمى (4/103) : فيه عسل بن سفيان وثقه ابن حبان وقال يخطئ ويخالف ، وضعفه جماعة ، وبقية رجاله رجال الصحيح . وأخرجه أيضًا : أبو نعيم فى الحلية (7/367) .
وللحديث أطراف أخرى منها : "إذا طلع النجمُ صباحا" ، "إذا طلعت الثريا" ، "ما طلع النجم" .
ومن غريب الحديث : "النجم" : الثريا . "رفعت العاهة" : من نحو مرض ووباء أو ما فى مالهم من نحو إبل وثمر .
2319- إذا طلع النجمُ صباحا رُفِعَت العاهةُ (أحمد ، والطبرانى فى الأوسط عن أبى هريرة) [المناوى]
(جامع الاحادیث لجلال الدین السیوطی ج۳ص۳۴۱)
دابوهریره رضی الله عنه د (ثریا )ددې حدیث شان ورود داسې وو، چې لکه څنګه چې (امام احمد دعثمان بن عبدالله بن سراقه ) له طریق نه رانقل کړی ،چې دا وایې ما له (ابن عمررضی الله عنه) نه دمیوو دپلورلو دوخت په باره کې وپوښتل : نو (ابن عمر رضی الله عنه) راته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دمیوو دپلورولوڅخه ترهغې پورې منع کړي، ترڅو چې دا(العاهه ) یعنې وبا او ناروغي ورکه شي، نوداوایې چې ماترې وپوښتل: چې دا به کله پورته کیږي؟ نوده راته وویل: چې کله اسمان کې ثریا راوخیژي!
تفسیرقرطبي/ ج۷ص۵۱/، تفسیر حقی او تفسیر روح البیان هم همدا حدیث رانقل کړی او وایې (ثریا) چې کله اسمان کې سهار وخت راوخیژې ،نو میوې پخیږي او وباګانې او مرضونه پورته او ختمیږي ،نوداډول احادیث اسلامی امت ته خصوصا او ګرد انسانیت ته عموما ددې بشارت او زیری ورکوي، چې کله اسمان کې د(ثریا)پیروینو ستوروټولګه راوخیژې، نو انشاءالله تعالی چې دکرونا وبا به له منځه لاړه شي او عموما انسانان به ددې وایروسي وبا څخه نور خلاص شي !
اوس داخبره چې (ثریا)پیروینې / ستورې کله او کوم سهار داسمان په مدار کې راخیژې ؟ ترڅو دکرونا وبا دټغرټول او دانسانانودزیان کچه کمه شي ،داهغه موضوع ده ،چې مفسرین اومحدثین یې په باب ویشل شوي او مختلف نظریات نظر لري، چې اجمال به یې دلته رانقل کړو:
1-قول : دامام قرطبي دتفسیر پراساس د(ثریا) ستوري چې له امله به یې دځمکې څخه د وبا وبلا لیرې کیږي او میوې پخیږې، هغه دزیږیزتاریخ دمیۍ میاشت (۱۲)دوولسم تاریخ دی ، چې درمضان دمیاشتې د(۲۰)شلمې نیټې سره سمون خورې، چې همدا خبره حافظ ابن عبدالبر رحمه الله په ( التمهید ) کې لیکلې ده ،چې( ثریا)پیروینې ستورې دمۍ دمیاشتې په (۱۲) نیټه راخیژې ، دقرطبي عبارت داسې دی چې :
عن عطاء عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "إذا طلعت الثريا صباحا رفعت العاهة عن أهل البلد" . والثريا النجم ، لا خلاف في ذلك. وطلوعها صباحا لاثنتي عشرة ليلة تمضي من شهر أيار ، وهو شهر مايو.
۲- قول : تفسیر روح البیان لاسماعیل الاستانبولی / ج۳ص۵۸ او (تفسیر حقی ج۲ص۵۰۰) کې داسې لیکي: چې( ثریا ) پیروینې ستورې چې له امله به یې میوې پخې او وباګانې او نا روغۍ له ځمکې نه ورکې شي، دپسرلې وروستۍ میاشت ده ،یعنې ددې تفسیرونو په وینا نږدي دجوزا میاشت راځي !
قرطبي د(شهر ایار)نه مراد دمۍ میاشت اخلي چې درمضان میاشتې له شلم سره سمون خورې اوتفسیر روح البیان للاستابولي او تفسیرحقي د(شهر ایار) څخه په غالب ګمان دپسرلې دریمه میاشت چې جوزا راځي مرادوي !
لکه ددې تفاسیروددې عبارت نه چې له ورایه څرګندیږي :.... وطلوعها صباحاً في اثنتي عشرة تمضي من شهر أيار وهو آخر الشهور الثلاثة من أول فصل الربيع وهي آذار ونيسان وأيار.
۳-قول : شرح الزرقاني علی الموطا )کې لیکي: چې د(ثریا)پیروینې ستورې داوړې په لومړۍ میاشت کې راخیژي اوهغه وخت وي، چې ګرمې ډیره وي اود میوو دپخوالې موسم وي اودلیل کې یې دصحیح البخاري هغه روایت راوړی چې زید بن ثابت به ترهغې پورې میوې نه پلورلې ترڅوبه چې پکې زیړه او سره تفکیک شوی نه وه .لکه پدې عبارت کې چې لیکي :
وطلوعها صباحاً يقع في أول فصل الصيف وذلك عند اشتداد الحر وابتداء نضج الثمار وهو المعتبر في الحقيقة، وطلوع النجم علامة له وقد بينه بقوله في رواية البخاري من طريق الليث عن أبي الزناد عن خارجة عن أبيه فزاد على ما هنا فيتبين الأصفر من الأحمر.
(شرح الزرقانی علی موطأ مالک ج۹ ص۲۰۶)
۴-قول : حافظ ابن حجر رح په فتح الباري کې لیکي چې : ثریا ستورې داوړې دفصل په لومړیو کې هغه وخت سبا مهال راخیژي ،چې حجازکې ګرمې سخته شوی وي اودمیوود پخیدلو لومړی سر پیل شوی وي ،همداسې (علامه المناوي )هم خپل (تفسیر فیض القدیر) کې لیکلې دي .
دپورتنیوهغو اقوالوغورچاڼ پدې راڅرخي چې( ثریا )پیروینې ستورې ،چې دالله تعالی دحکمت له مخې به یې په طلوع سره دځمکې نه وباګانې (کرونا) ورکه شي، داسمان په افق کې دثوردمیاشتې په وروستۍ لسیزه یا دجوزا په میاشت کې چې ګرمي پیل شوي او میوې پخیږي رادبره شي، چې دنبوي صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له مخې به ورسره ځمکې کې خپرې ناروغۍ او وباګانې ورکې شي، دعلماوو څیړنې دهمدې خبرې توثیق او توکید کوي ،چې همهاله اوسني طبابت او طبي څیړنو هم داخبره هم ورسره مصادفه کړې ده ،چې وایې داوړې او ګرمۍ په راتلو سره به (کرونا )دځمکې نه ورکه شي ،نوبویه چې داسلام دستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم څوارلس پیړۍ مخکي وړاندوینه اوسني ساینسي اوطبي لابرتوارونو ومنله او له رویه یې داسلام حقانیت نور هم جوت شو!
(صدق الله وصدق رسوله الکریم)
۱۴۴۱هـ رمضان المبارک ۱۷نیټه .
ماخذونه :
۱-(المسند الجامع لابی الفضل ج۳۸ص۱۰۸)

۲-(التمهيدلما في الموطا من المعاني والاسانيدج12ص260)

۳- أخرجه أحمد (5/207 ، رقم 21855) ، والبخارى (6/2557 ، رقم 6573) ، ومسلم (4/1738 ، رقم 2218) . وأخرجه أيضًا : عبد الرزاق عن معمر فى الجامع (11/146 ، رقم 20158) .

4-(المعجم الکبیرالطبرانی )

۵- الاستقصا فی اخبار مغرب الاقصی ج۲ ص۲۷۶

۶ـ(الموطأ نسخة نادرة)

7-(الجامع الاحکام القران للقرطبی)
8-(مشکل الاثار)
۹ (جامع الاحادیث لجلال الدین السیوطی ج۳ص۳۴۱)
10 -(مسند ابی حنیفة ج۱ص۳۰۰)
۱۱- (تفسیر حقی ج۲ص۵۰۰)
۱۲- تفسیر روح البیان لاسماعیل الاستانبولی (ج۳ص۵۸
۱۳-(البدایة والنهایة لاسماعیل الدمشقی ج۱۳ص۹)
۱۴- (شرح الزرقانی علی موطأ مالک ج۹ ص۲۰۶)
15- الطبري: شرحبيل بن حسنة بدل خالد. (2) أخرجه البخاري في
الانبياء 54 وفي الحيل 13، ومالك في الموطأ في المدينة 22، 23،
24. (3) أخرجه الامام أحمد في مسنده ج 1 / 182 و 4 / 195. (*)

16-فتاوي الشبكة الاسلامي, رقم الفتوى 72163 أيام الحسوم والثريا
تاريخ الفتوى : 01 صفر 1427

17- الخبر في الطبري 4 / 201 والكامل في التاريخ 2 / 558 في
حوادث سنة 81 ه‍