لیلا له مانه دوربل څڼو گلونه غواړی
د پښتنی غیرت درانه درانه خویونه غواړې
د مخ کعبې ته دوریښمو محملونه غواړې
دوصل شپې ته دسرکووینو خالونه غواړې
شرم افسوس دی د اغیارو کهنه پوش یمه زه
د بل په جام باندې نسکوره پروت بی هوش یمه زه
کاروان د بوی او قا فله ېی ده درنگ غوښتلې
زړه د فولاد و او جونگړه ېی د جنگ غوښتلې
طاقت د غره او مفکوره یې ده د ننگ غو ښتلې
سرسام د مینې او نشه یې ده د بنگ غو ښتلې
زه په امید کی پردو سوی سړی نه گورم
په انتظار کی د بادار جامی زړی ته گورم
رانه هیله د بیش قیمت در و مرجان کوی
د سرو ټیکه غواړی هم طمعه د پیزوان کوی
رانه امید د خاص قرمز اصیل جانان کوی
د فیروزه یا قوت امید نورو په شان کوی
زه په پردی فیشن او مود باندی فخرونه کوم
د بل په پاتی جوټو زرځله شکرو نه کوم
زما د زړه بلی لمبی د ننه اور لټوی
زما په سر کی هنگامه او شر و شور لټوی
زما د عقل لوی طاقت او قوی زور لټوی
زما د ذوق حرارت د مینی کور لټوی
زما له وینو، سمندر غوندی موجونه غواړی
د پریشان فکر له تندی نه، جوشونه غواړی
زما د زړه په او سیلو کی، طوفانونه گوری
د پتنگ یو موټی ایروکی، سره لعلونه گوری
دریدی پاڼی، لټوی په کی داغونه گوری
څیری گریوان کی د مجنون، اوښکی رودونه گوری
زما په سر کی، کرامت لوی انسان لټوی
د نن سبا عالی هدف، دارو درمان لټوی
وایی: د پټو او سیلونه، طوفانونه که جوړ
لکه پتنگ په سرو لمبو کی، جنتونه که جوړ
یا د بلبل بورا په شا نته نور، سازونه که جوړ
د عشق خبری درندانو، محفلونه که جوړ
ستا په معجون کی یی نبوغ، نوی شراب لیدلی
د زړه تالی کی می مستی غوښی کباب لیدلی
د سوو للمو ځنی، شین چمن گلزار غواړی
دم د مسیح، د سکندر د شپی اسرار غواړی
بیا د منصور په څیر ولاړ، د مینی دار غواړی
لمانه خپل موجودیت، شرف وقار غواړی
خو د ستکی په مرض پروت یم، نه ر غییږمه زه
نه ځنکدن شته لوڅی پوڅی نه مړ کیږ مه زه
راته خبری سپوری، سپوری، د پیغور کوی
راته لمسون د سرو لمبو، د غره د طور کوی
وایی: په توره شپه ا نسان لټه، داور کوی
خلک میدان د ا متحان کی، توره زور کوی
سر په گریوان که، روحانی لو مړی دی ځان وگوره
پرزی، پرزی، د خپل وجود، بیا د جهان و گوره