سرچینه: دجرمني ډې ولټ ویبپاڼه

لیکوال: داروپایې ټولنې دبهرنیو چارو او د امنیتي سیاست استازی، د اروپایې کمیسیون د ریئس مرستیال او د هسپانیې د سوسیال ډموکراټ ګوند غړی ښاغلي یوسفبورغیل

ژباړه:‌ سراج الحق ببرکزی ځدراڼ

په افغانستان کې سوله زموږ سوله ده

٬٬له ډیرو کلونو کړکیچ ورسته وسمهال د نوې پیل لپاره چانسونه شته

د اروپایې ټولنې د یوه پیاوړي ډیپلوماټ٬٬ په اند.

کله چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوې باب پرانستل کیږي، اروپایان نه شي کولي یوارې ننداره چیان پاتې شي. له افغانستانه وتل به لوې ستونزې را منځ ته کړي. اروپایې ټولنه به د هغې شي لپاره پیسې ورنه کړي، چې نورو یې فیصلې یا پرېکړې کړي وي.

د کورونا کړکیچ په پام کې نیولو سره، دا ګواښ شتون لري، چې افغانستان د نړیوال سیاست له سرلیکونو ورک شي. په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پراخې ښکیلتیا له پیل راهیسې شاوخوا شل کاله تیریږي.

ښایې ځینې وغواړي، چې دغه هیواد په لومړي سر کې د ناکامیو په عینکو یا سترګیو کې وګوري. په واقعیت کې یو شمېر حیرانوکي یا ټکان ورکونکي احصاییې شتون لري. 

په تېرو کلونو کې لسګونه زرو کسان ټپیان یا وژل شوي دي؛ افغانستان په ټوله نړۍ کې د هیرویینو په تولید کې لومړنۍ مقام لري. ډېرې افغانان لا هم له خپل هیواده د ټیښتي په حال کې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې د دیرشو زرو څخه زیات غیر قانونې کډوال اروپا ته راغلل. دوی په اروپا کې د کډوالۍ تر ټولو ستره ډله جوړوي. 

دا ښایې ښایسته وښکاري پایلو ته د رسیدو لپاره چې وویل شي، زموږ ټولې هڅې په ناکامۍ محکومي شوي دي او د جغرافیایې له پلوه چې موږ ورسره مخامخ یو او دغه جغرافیایې کړکیچ افغانستان بهتره به دا وي، چې د یوه له لاسه وتلي سوداګرۍ په توګه یې ولیکو او خپلې پښې ترینه سپکې کړو.

دا به یوه ستره تېروتنه وي. ځکه دا به په دې مانا وي، چې بیا ورسته موږ مجبور یو، چې لا نورې سترې هڅې ترسره کړو. حتی که د هیڅ چا لخوا دا تمه نه شي کیداې، موږ د افغانستان په راتلونکي ستره لیوالتیا لرو او هلته باید موږ خپل کار ته دوام وکړو. 

ولې ؟ ځکه، لکه څنګه چې کوویډ ۱۹ موږ ته دا یادونه کوي، چې په نننۍ نړۍ کې هیڅ ٬٬ دلته او هلته ٬٬ شتون نه لري. د افغانستان ستونزې به خامخا له هیواد بهر خپلې اغیزې ولري. ځکه د افغانستان سوله زموږ سوله ده. ځکه د طالبانو سربیره، دلته د داعیش او نورې ترهګرې ډلې، جنګسالاران، د مخدره توکو قاچاقبران او هر دول فرصت طلبه عناصر شتون لري، دوی دغه هیواد بې ثباته کولي شي او ګواښونه صادرولي شي. 

که څه هم په افغانستان کې د انساني ژوند وضعیت په ځینو مواردو کې د ٬٬ سیزیفوس مډرنې افسانوي اسطورې نسخې سره٬٬ یا د انساني شتون د نا امیدي، بې ماناتوب او د یوې نا څرګنډه حالت سره ورته والي لري. له افغانستانه وتل به لوی ستونزې رامنځ ته کړي او د ډومینو اغېز به رامنځ ته کړي. دغه اغېز به اروپا او د اروپا ورهاخوا پورې غځیږي. 

په لوبه کې څه شي له ګواښ سره مخامخ دي؟

افغانستان یو میکروکاسموس یا یوه وړه نړۍ ده، چېرې چې زموږ د نړۍ ډیرې سترې ننګونې په یوه کوشني ځای کې سره مخامخ کیږي: لکه نړیوال ځواک سیاست، ترهګرې یا تروریزم، مخدره توکې، توکمېزه ویش، کډوالۍ، فقر یا خوارځواکې او د بشری حقونو څخه سرغړونې.

افغانستان هم یو داسي هیواد دی، چیرې چې د اروپایانو ډیرې وینې تویې شوي دي او په دې لاره کې د خڼدونو سره سره ډیرو پيسې او ستره سیاسي پانګونې تر سره کړي دي. 

خو افغانستان د فرصتونو او چانسونو یو هیواد هم دی، داسي یو هیواد چې د نوې نړۍ د جیوپولټیک نظم سره د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو سره نوي شکل نیسي او جوړیږي. په داسي یوه بې ثباته سیمه ییزه چاپیریال کې د ډموکراسۍ رامنځ ته کولو هڅې ترسره کیږي. 

افغانستان یو بډایه هیواد دی، د بیوزلو خلکو ډک دی. دا هیواد پراخه طبیعي زیرمې لري او یو بډایه هیواد دی. دا زېرمې د جګرې د بدبختیو او د اقتصادي فساد له امله بې ګټې پرتې دي. 

وسمهال د اصلې لوبغاړو ترمنځ د خبرو اترو لومړنې نښې نښانې شتون لري او د سولې بهیر پیل او پلې کیږي. 

د ۲۰۰۱ کال راهیسې اروپایې ټولنې او غړي هیوادونو په ګده کار کړي او ټول سیاسي، پوځې، ډیپلوماتیکي او مالي هڅې د افغانستان دولت جوړولو او د راتلونکې لید لوري لپاره ترسره کړي دي. دا یوه ډیره ګرانه او ستونزمنه چار وه. 

که اوس افغانستان د شلو کلونو مخکې سره پرتله کړو، دغه هیواد د انجونو زده کړې، د ښځینه ځواک پیاوړتیا، روغتیایې حالت ته پاملرنې، د رسنیو ازادي او د یوې مدنې ټولنې جوړولو کې خورا ژورې لاسته راوړنې لري. دا لاسته راوړنې باید خوندي وساتل شي. 

کله چې د افغانستان په تاریخ کې نوی باب پرانستل کیږي، نو اروپایان نه شي کولي یوازې نندارکونکي پاتې شي. 

راتلونکېګامونهکومدي‌؟

لومړي، موږ یوه واقعي باعزته اوربند ته اړتیا لرو. په ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو په سازمان کې هره ورځ دا غږ او غوښتنې زور اخلي. د کورونا وبايې ناروغي دې غوښتنونو ته لا نوره بېړنۍ حالت وربښلي دی. 

دویم، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورستۍ پرېکړ لیک یو ډول د واقعیتونو چیک په څېر یو روښانه پیغام یا زیګنال له ځانه سره لېږدوي: چې نړۍ به په هیڅ ډول یو ٬٬اسلامي امارت ٬٬په رسمیت ونه پیژنې یا نه مني. د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته باید درناوې وشي او تر لاسه شوې ټولنیزې او سیاسي خپلواکي باید وساتل شي. 

دریم، سیاسي مشران او ډلې باید یو له بل سره یوه هر اړخېزه جامع همه شموله لار چار ومومې، څو نور یو بل د دښمن په توګه نه بلکې د سیاسي سیالانو په توګه وګوري او دوی د سولې لپاره په ګډه ګډه کار وکړي. طالبان اجازه نه لري، چې د پوځې له ډګره د بریالیتوب سر راپورته کړي. په دغه شخره کې لکه د شطرنج په لوبه کې کش او مات شتون نه لري. دلته دواړه لوري په لوبه کې مساوي دي.

له قانوني پلوه د امریکا متحده ایالاتو سره د تړون لاسلیکونکی ته په پرېکړه لیک کې د سیاسي وضعیت بدولون غیر قانوني دی او له دې امله دوی ته کوم مشروعیت یا امتیاز نه ورکول کیږي. طالبان به په راتلونکی د افغان په حکومت کې برخه واخلي. افغانانو باید په دموکراتیکه فضا کې د پخوانیو دښمنانو سره ګډ کار کول زده کړي. نړیواله ټولنه مجبوره ده، څو ډیرې ګرانې پرېکړې وکړي.

څلورم، د پوځونو د وتلو سره باید د نړیوالې ټولنې د مرستو د وتلو لامل نه شي. اروپا د ګردې نړې په پرتله د ډیرو پرمختیایې سترو مرستو تمویلونکې په توګه ډېرې نورې مرستې راجلبولي شي او دا مرستې د سوداګرې د راکړې ورکړې په برخه کې سره یو ځای کولي شي. 

هرګوره، د دې مرستو دوام به د سیاسي روغې جوړې بهیر پورې او نور پرمختګونو پورې تړلي وي. 

د مرسته کوونکو یا تمویلوونکو کنفرانس ته لږ وخت پاتې دی، دا کنفرانس د ۲۰۲۰ کال په پای کې د فنلنډ هیواد او د ملګرو ملتونو لخوا تنظیم کیږي، څو پرمختګونه وښودل شي او د بودیجې د کمښت په وخت کې د نورو ډونرانو ښکیتا لپاره هڅونې او اسانتیاوې رامنځ ته کړل شي. 

د دې سره اروپایې ټولنه د دریو عمومي شرطونو لاندې مرستې کولي شي.

اروپا به د هغه څه لپاره مرستې ورنه کړي، د کومو چې نورو یې پریکړه کړي وي. په بله وینا هغه پرېکړې به ونه مني، چې دوی په کې ښکیل نه وي. د سولې په بهیر کې د اروپایې ټولنې ورښکیلول به د دې لامل شي، چې دوی د پایلو په پلې کولو کې ور ګډ کړل شي. د هغو وختونو وخت اوس تیر شوي دی، چې د اروپایې ټولنې ژمنې او هڅې یو منل شوي اصل وه.

دویم، د تیرو ۱۹ کلونو بریاوې باید وساتل شي. د جمهوریت په پرمختګونو کې د ښځو، ځوانانو او لږه کیو حقونه باید خوندي وساتل شي. 

دریم، د افغانستان د بیارغونه، د افغانستان امنیت او ثبات باید د ګډو نړیوالو هڅو مرکزي موضوع واوسي. هیڅوک نه غواړي، د نورو خلکو ستونزې په پام کې ونیسي. 

اروپایې ټولنه په افغانستان کې هیڅ پټه اجنډا نه لري، څه چې تاسو ګورئ، هغه څه دي، چې تاسو یې ترلاسه کوئ. موږ کولی شو ریښتینې منځګړي واوسو او د نورو ملګرو سره یو ځای د ملي پخلاینې بهیر ملاتړ وکړو او زه په خپلو ټولو د ښو ارادې ملګرو باندې غږ کوم او دا غوښتنه ترینه کوم، چې په دې هڅو کې ګډون وکړئ او په کې دخیل شئ. 

د‌ ېرو کلونو جګړو ورسته، د نوی پیل لپاره چانسونه شتون لري. حتی که دا په نهایت کې د افغانانو په لاس کې هم وي. موږ مکلفیت او دنده لرو، د دوی ملاتړ وکړو او د تاوتریخوالي د بیرته راستنیدو او د بنسټېزو حقونو او ازادیو د غلاکیدو مخه ونیسو.

پای