دا لومړی ځل دي چې موږدادب اودادبیاتو په قالب کې دومره مبالغه ،لافې ا وباټې وینو . مرګ د خواشینۍ په کچه هر چا ته یوډول او یو مصیبت دی او دهیچا لحاظ نه کوی دهیچا زور ،زر ،قدرت او مقام نه پېژنی.طبیعی ده چې په دې برخه کې سلیقوی ،خیالی او د مړې ګېډې فارسی هم ځای نه لری له بده مرغه .سلیمان لایق هم لکه دا نور ملیونونه افغانانوپه شان چې دوی ورته اشرار ویلې یوانسان وه موږ یی فردی شخصیت او اهلیت باندې کار نه لرو او نه یې د نورو ډلومافیایی خصلتونو سره مقایسه کوو ، یو افغان وه خوکمونست! د هغه ځانګړیتوب دا ښیی چې خپلو مظلومو قومونو اوقبیلو ته یې دلینن باجې ته اتڼ کاوه اوپه ډېر ناوړه وخت کې یې تباه کن کړکېچ افغان ولس ته راووړ ، خپل مسلمان اسیراو بېګناه بېلا بېل قومونه ،د خپل بېوزلي ولس او د خپل وطن د پښې لوڅی ماشومانو ، مظلوموکونډواورنډو ـ میندو او خویندو ، اتل ولس ته به پردې منحوسه مرتده اندېښنه کې راڅرګنده شو چې دا ستر خیانت دی او علاج نه لری . دهوراپه چیغو !مارشونو ،وژنو، بندی کولو(زه هم ددې کتاروم)،په زندانو کې دبېګناهو اچول د هیلو او غوښتنوناکام او بدنام ترجمان شو. شعرخوا قبال لاهوریاوغنی خان ویلې؟ د ملت کومو دردونو درمانولو د بیان لپاره وکاروه .شعر او داستان یې خالی پیام دی .هم وژنه او هم پاڅېږه وطنه سره برابر نه راځی دوه جلا طرحې دی شرع حاضر ته ګوری دتاریخ جبر ته وګوری! مظلوم اوشهیذ ولس به داقضاوت کوی چې دی څنګه د مولوی په کور کې له خپل هویته بیګانه شوی وه خوشال خان خوداستعمار او استعباد په وړاندې رښتینی باتور وه هغه مصنوعی اکاډ میسن نه وه او یا رحمان بابا هغه صوفی وه چې دالهی په معرفت کې دلا اله الا الله په معراج کې ډوب وه زموږ د زماني دغه وطن پلرونکی مزدورسفاک رژیم د روټۍ کپړا او مکان شعارو کې تر اخره ناکام پاتې شو .لایق د روس په لور دافغانستان بېوزلی لکه للمی بېدریغه ورېبل نو خکه د شاه شجاع په څېر رهبر شو..
.ارواښاد سلیمان لایق ځانګړیتوب نه لري ځکه دا نن مشورتی چرګه او چرګان دکرونا په وخت کې هګۍ اچوی او بېفکره ګواښ کوی دده له خیانته دغه مظلوم ولس ته په میرات پاتې ده د هغه افکار او آثار اعتبار نه لری .ځکه روس پرست وه.
-له خپل باور او ایمان منکر
ـ قرآن خوان نه بلکئ مخالف وه
ـ کلیوال وژونکی پرچمی اوخلقی
ـ کابلی نه د ماسکو په خره سپورمسافر
ـ د کوم فرهنګ سلیمان ( ؟)
ـ سیاسي خو بیا ملګری یې دامپریالیزم په اخور ناست دی
ـ دتش ملي دموکراتیکو افکارو ګوډاګیان
ـ د افغانستان له کومو مهمو سیاسی او فرهنګي څېرو لکه لیکوال اوبیسواد ژورنالیست نورمحمد تره کي دغه رازچې امین به بالښت وواژه ، طاهر بدخشی ستمی ، ببرک کارغل ، بارق شفیعي، میر اکبر خیبر ، او نور کاسه او کپړی او داسې نورو وطن پلرونکو ګوډاګیانو سره په کتار کې ولاړ سلیمان
ـ د سپېرو تاریخ ځپلو خلق دموکراتیک جریان د تاسیس یو براعلی کمونست
ـ د غوایې د فاجعې تیر وتلی اود ملي مصالحو د ښمن
ـ دغفارخان دعدم تشدد مشر کورکې پټ سلیمان .
سلیمان لایق په خپل ټول عمر کې ښه پوهیده چې یو مفکر او مبتکر شاعر او لیکوال هېڅوخت پردی کیدی نشی خو ډېره ناوخته وه او له ورخه تېرې اوبه بیرته نه راګرخی د هېواد د مطبوعاتو او په ځانګړې توګه د خپل حاکمیت په وخت کې ملت له سترو ناوړینودسره مخامخ کړ د افغانستان د پخواني راډیو تلویزیون او افغان فلم کېدای شی زړه سوانده ، پوه ، دقیق او نه ستړي کېدونکی ملګری او مواظبت کوونکی پاتې شوی وی. د خلکیانو ګوند د حاکمیت له پیل څخه بیا ترپایه په هیڅ فساد،رشوت او ناوړه استفادي هم متهم نه وی چې دا دقضیی بل اړخ او دریځ دی . که سړی رښتیا له حقه تېرنه شي نو داتولې مردارۍ وژنې ، توفانونه ،بربادۍ او تباهی او د افرادواو هېوادوالو بندی کول دهمدط خلقی او برچمی دارودسته دی . .
د افغانستان د فرهنګي کړیو ټولو لارویان په دې ښه پوهیږی چې داکورنۍ موضوع نه ده بلکې دافغان ولس تاریخی قضاوت او حق دی چې د سلیمان په هکله تصمیم ونیسی اوڅوک بښی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پایله:دافغانستان سیاسی ،اقتصادی ،امنیتی او کلتوری وضعه کومې کچې ته راټیټه شوه.خپلواک سیاست خو لا پرځای پرېږده څو ملیونه بهر ته اړشول؟
دغوایی د کودتا انډیوالان خو په انسان وژنو لاس پورې کړ .میازار مورېکه دانه کش است که جان شیرین دارد وجان شیرین خوش است . حقیقت باید سره ووایو چې دولس په ګته ده.
لیکوال ،شاعر،ادیب ،څېړنوال ، او عالم باید محافظه کار ،دروغجن اوریاکار ونه اوسی که چېرې د مظلوم ولس جنایات ،تباهی ،وژنې ، به سرو توغندیو بربریت ورته ارزښت لری او له حقیقته سترګې نه پټوی .
اوس ددې وخت رارسېدلی چې زمونږ نوی نسل افغانستان وژونکی پاچایان وپېژنی!
موږ باید له دې کیسو دخیبر فلم جوړ نه کړو چې چپیانو کوت اوهم مجاهدینو.