راغلې د ناتو منتو ډله په ډ ېره بې با کی ده
عجیبه زندګی ده
په سازش مې را غو ښتې چرګه مشورتی ده
عجیبه زندګی ده

هدف معلوم نه دی ډېره بې رحمه سوګتی ده
عجیبه زندګی ده
هغه کاڼی دغه کانی لوړه نا وړه لیدری ده
عجیبه زندګی ده
دروغجن ،ټپوس ،کارغه او که متفکره قمری ده
عجیبه زندګی ده
سیاست پاتې په طاقچه کې دکرزی هم خوشالی ده
عجیبه زندګی ده
هاده هیاهو ده هورا ختمه بله د۴۵ هېوادونوپاچایی ده
عجیبه زندګی ده
ګواښ را غلی د موږک او پیشو هم جوړه حکمفر مایی ده
عجیبه زندګی ده
دا دیره لنډه ددو ورځو شرمنده منحوسه دموکراسی ده

عجیبه زندګی ده
غته رسوایی ده څلوېښت کلنه کړکېچنه بد مرغی ده
عجیبه زندګی ده
د باتو ر او مزدو ر دمرتد اوشیخ توبیر نشته خکه سیالی ده!
عجیبه زندګی ده
سوله اوثبات ارزښت نه لری دتور مارکېټ اندیوالی ده
عجیبه رندګی ده
خرڅوی یو پر بل بېعفتی ،بې شخصیتی او ګمراهی ده
عجیبه زندګی ده