موسم د نوبهاردی، شنېلې په ټوکېدلو
په هرطرف ګلزاردی، غوټی په غوړېدلو
د مشکو قافله چې، نسېم سره چلېږې
روانه خشبوېې ده، دزړه دوېښېدلو
چپې وهې ګلونه، په غرونو په رغو کې
ناریې وهې بلبلې، بهار دېې وخت دګلو
راغلې توتکی دې، چغار دی د مرغانو
زرکان وهې ققړې، دغرونو په لمنو
شپېلی وهې شپانه چې دغرونو په دروکې
دزړه وړونکې نغمې دې، قابل د اورېدلو
نقاش د زمانې چې، رنګونه رنګ په رنګ کړې
له سده ېې بې سد کړم، د ښکلو په لېد لو
د مېنې راز او نېازدې دڅنډ ېی دپلونه
بېا تود ګرم بازار دی، دناز دخرڅولو
موجونه د ګلابو، دولو درانه سورې
په څڼو کې دې اېښې، ګلونه د سنځلو
راځه چې دواړه ولاړشو، د مېنې په خمار کې
گرېوان او هار به وشلو، په ټوقو په خند لو
غمونه به ترشا ګړو، خوشحاله به ګړو زړونه
زنځېر داسارت دې، قابل دشو کولو
موذې په کړو مایوسه، دمېنی په ښند نه
بې رحمه رقېبان ټول، لاېق دې درټلو
پخپله په پخلا شو، د بل چا څه غرض دی
تپوس به د وفا کړو، دزړونو د موندلو
ازاد ازاد به ګرځو، د مېنی په بېد ېا کې
بې خوده به روان ېو، په زغا سته په دنګلو
وصال به را او چت کړو، دزړه د تخت د پاسه
بد بخته به بېلتون کړو، د غېږ په ورکولو
په مېنه سترګې تورې، زما په لورچې ګورې
بېګاه دې تازه اېښې، نکرېزیې په منګلو
خالونه دې قطاردې، ګلونه د ګلزار دې
دا ټول بدن دې ښكلې، لاېق دې د ستاېلو
په مېنه به نږدې شو، د مېنی په لټون کې
جوړه به خواپه خواشو، ېو بل په ښکلولو
ارمان د روحانې به، پوره په ژوندانه شی
وده به شو بې غمه، د مېنی په څنګلو