زموږ متفکر،سیاستوال ، اقتصاد پوه ،استاد،او دوهم ځلی ولس مشر د نجیب ګاو دکمونستانو اخری خاکه اوعجیب لنډه غر ټپوس راپېژنی . دبی بی سی هم سندره ور باندې ګرمه ده . د بشرحقوقوخپلواک کمیسیون خوله په دالرو ډکه ده.دبیان ازادی سوچ کې ده د هرچاګټې په همدې سازشونو،کاسه لیسیو او لابیوتوب کې نغښتې دی .یوشمېر دکړکېچ جنجالی افرادوته بیا جهادی شخصیتونه وایی.کرزی یی د پخوانی ولس مشر په لقب او دکابل هوایی ډګر په نومولو خوښ ساتلی نو ځکه چپن اوخولۍ کله په یوه کور اوکله په بل کورننوځی دشیطانت او منافقت لټه کې دی اوس ظاهرادامریکا او پاکستان خلاف روسانو ته لکۍ ښوروی.خو خبره داده که رشید ګلم جم خورد ضابط ته د جنایت او فاسد شخصیت سره سره دغه نوم ورکول کیږی او په رښتیا ګلم جم دومره اهلیت او ظرفیت لری بیا د ناتو قوتونو دلته څه غواړی؟دګلم جم مصنوعی عاقبت کالی او پلاستیکی روپۍ دهغه سیاسی موقف نشی بدلولای دولس مشر هلې ځلې دا ښیی چې دفاسد و شخصیت پېژندنې کې هېڅ تجربه نه لری او مسلمانان رټی یا قصدا دغه کار کوی . بې شمېره سلا کاران کوم سیوری ته په درانه خوب ویده دی؟وایی یوه لیوه له تربیه شوی سپی سره لیدنه کتنه وکړه او ددوی ترمنخ لاندې خبرې اترې وشوې:
لیوه: تاسې چېرته اوسېږی ؟
سپی : د فلانی سوډر او بغاوتګر په کور کې چې ما سینګاروی
لیوه : وایی چې ته ډیر په ملی مسایلو کئې په اټکل غافې
سپی: خکه زه یوازې خپله سیمه کې په نورو سپیو ډاده اوزړه ور یم او اېشچی .....
لیوه: هغوی له تاسره څه سلوک کوی ؟
سپی : نهایت اعلی سلوک ټول ماته د مظلو مو انسانانو خام هډوکی ،شیدې،وچه ډوډۍ او یو څه الکهول کودی کې ر اچوی که زه هر څومره ځان پاک وګڼم خو بیا هم دکابل د بې ګناهو خلکواو طالبانو ځانی لوټمار اووژونکی یم بیاهم زه په هېڅ شی نه پاکیږم خکه اخلاق مې هم ډیر چټل دی او پوهه مې له یوه لیونی سپی نه هم بد تره ده، نو خکه دومره پړ سېدلی یم.نور غټ او واړه سپی را چاپیر دی راسره غافی دامریکا یی خوګ هم ظاهرا نشان راکړ نور دلته سیوری ته پروت یم تیګه نه وهم او خوښ یم کله په ترګمۍ کې کوله باسم ولې دناتو سورلندیان په ماکار نه لری.
لیوه : ایا ستا بغاوتګر مالک به ما اوزماراچاپېر پلویان اعم له نورو کمونستانوسره هم وساتی؟
سپی : ضرور، زه به درین راستا هم سفارش وکړم تېره دوره کې ستا معاون هم وم بغاوت ګر د خپل سینګار ډېر شوقی دی او دخپلې سرخی او سفیدو غم کې ډوب وی چې کله کله شوروای نظار یی هم له یاده وځی بیا دواړه روان شول لږ چې مخکې لاړل اتفاقا دلیوه نظر دسپی په ور مېږ ولګېد چې یو ستر پرهارلری نوپوښتنه یې وکړه چې دا دڅه نښه ده سپی وویل دا دتسمې نښه ده . زما بغاوت ګر انډیوال به هر سهار کله چې زه ګلم جم خوردضابط وم دکابل د کوڅو چور کولو لپاره یوه پټۍ/تسمه اچوله او بیایې له ځنځیر سر تړلم او دشپې له مخې به یې بېرته خوشې کولم دا خبره چې لیوه واوریده ودرېد او اوویې ویل:ددې تسمې او اخلاق سره مارشالی هم حماقت دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسالت او مسولیت:په یوه اسلامی ټولنه کې یو جنایت کار دحق او باطل ،اخلاق او کرکتر ،خدمت او ښایسته سالاری ، ایمان،صداقت ، اخلاص ،تعلیم او زده کړو او د کار په سابقه لرلو پېژندل کیږی نه دخره په کته خو که کته /موړه نوې هم شی خر همغه خر دی ! مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید.
تر بلې لیکنې پورې............