پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي« روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي، د جنګ ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي. افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي، تاند»
په یادو خبرو کې د ښاغلي کرزي دریځ لږ تر لږه دې جملې ته ورته پاتیږي چې وايی« ښه کوۍ، بد مه کوی او یا عربي دا مروجه خبره، وما علینا الاالبلاغ»، خو فکر نه کیږي چې د نوموړي موخه دې یوازې داسې څه وي!
«د جنګ ښکېلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي»، چې کرزي يی تبلیغوي، حقیقت کې دوه مخی دریځ دی چې د جګړې د ختمېدو پرځای د هغې د غځېدو لامل کېدای شي. که د جګړې د بدبختیو په اړه د هغه په نیت کې غش هم نه وي، د بیان داسې ژبه د جګړې په درېدو کې مرسته نه کوي.
د جنګ ښکېلې خواوې چې کرزی يي موږ ته راپېژني، هغه افغان دولت او طالبان دي چې د نوموړي په ویناوو کې دواړه، یوشان ارزول او مسوول ګڼل کیږي. کرزی داسې څرګندونو کې د افغان دولت او طالب ترمنځ کوم توپیر ته قایل نه دي. نوموړی، دولت د طالب کچې ته ورټيټوي او دواړه په جګړه کې یوشان مسوول ګڼي!
کرزی باید وپوهیږي چې له مرکزی حکومت غوڅ ملاتړ نه کول او د ترهګرو او طالب په اړه د دولت د دریځ په وړاندې په افغانانو کې شک ته لمن وهل، د پردیو دسېسې بریا ته رسول دي. د افغان دولت او طالب په وړاندې دوه مخې پالیسي چې «هم يي پر میخ او هم پر نعل وهي»، طالبانو ته د خپلې ملي ضد لارې د سموالي او بریا تمه پیدا کوي او د طالب په وړاندې افغانانو کې دا شک پیاوړي کوي چې طالبان یوازې نه، بلکې مرکزي حکومت هم هغو سره مساوي ملامت دی. داسې شکمنه او دوه مخې تګلار نور افغانان هم هڅوي چې د طالب او افغان حکومت په وړاندې یوشان دریځ ونیسي، دواړه یو شان ملامت وبولي او دواړه د یوشان سزا وړ وبولي.
عبدالله عبدالله چې د کرزي په توپیر، حکومت کې برحال واکمن کس او د سولې شورا مشر ټاکل شوی، هم د طالب په وړاندې د مرکزي حکومت د څرګند دریځ پرځای، ګوښی او پخپلسر دریځ ته پنا وړي. پخپلسر دریځ هم د جګړې غځېدو ته په یوه بل ډول لمن وهل ګڼل کیږي. نوموړی چې غواړي امریکایانو ته ډېر نږدې او په افغانستان کې امریکايي ګټو ته ځان تر نورو ژمن وروپېژني، د طالب پاتې ۶۰۰ تنو بندیانو په خوشې کولو کې چې په حق العبد کې لا زنداني دي، چنې وهي. دی له دې لارې د طالبانو او د هغو د ملاتړو په خوشالولو کې د دولت د نیولي دریځ په وړاندې دریږي. همداراز نوموړی د حکومت د دې دریځ په وړاندې چې طالبانو سره د خبرو په پیل کې د مخیني شرطونه نه ږدي؛ خو د خبرو بهیر به بې شرطونو نه وي؛ پخپلسر هر څه بې شرطه بولي او طالبانو سره د پردیو په لمسون د موقت حکومت طرحه هم نه پټوي.
یو شمېر نور کسان هم د سولې په اړه دلته او هلته د ملي اجماع خبره کوي، خو دا هېروي چې ملي اجماع د مرکزی حکومت له محور پرته، نه جوړیږي. له حکومت پرته بل هیڅ داسې محور چې هغه طالب سره د سولې په اړه په خبرو او پریکړه کې واک او اختیار ولري، نشته. د کرزي په ګډون هغوی چې د حکومت له محور پرته د ملي اجماع، اورکم، اوربند او سولې په اړه خبرې کوي، هیڅ خبره يي ځای نه نیسي او پکار دا ده چې دا هر څه د حکومت پر محور راټول وي.
یو غټ لامل چې تر اوسه ولې د سولې خبرې بریالۍ نه دي، د همداسې بې ځایه طرحو او دریځونو شتون دی. دلته حکومت سره ډېری کسانو که هغه ډله ټپله لري او یا ګوښي دي، ځان موازي ګڼلی او په طبیعي توګه کله چې قصابان ډېر وي، غوا به مرداره وي. د سولې همدغه ډېرو قصابانو« جګړه د پردیو دسیسو د بریا لپاره کارولې ده»
طالبان چې د ISI او امریکا له اجازې پرته لمونځ نه شي کولای، پرله پسې وايی د سولې تر خبرو مخکې نه اورکم مني او نه اوربند! که د طالب لخوا جګړه همداسې په غرغنډو وي او د خبرو لپاره د مساعدې فضا په رامنځته کولو کې هڅه ونشي چې هغه اوربند دی، سوله به څنګه را شي.
امریکا سره تر تفاهملیک وروسته نه یوازې اورکم چې د تفاهملیک زړی ګڼل کیږي، نه دی عملي شوی بلکې د جګړې په زیاتوالي کې شدت هم راغلي. طالبانو دا شرط چې القاعده او نورو ترهګرو سره به اړیکي پرې کوي، هم نه دی پلې کړی او ځینو ډلو يي تازه له ماسکو او ایران څخه پیسې او وسلې هم تر لاسه کړی.
د حکومت دا دریځ چې وايی« د تروریستي ډلو له لورې د افغانستان د ښځو، ماشومانو، مسافرینو او بې ګناه خلکو په نښه کول؛ نه بخښل شوی جنایت دی او دا څرګندوي چې دغو ډلو د ډار او وحشت د رامنځته کولو لپاره له هیڅ راز کړنې ډډه نکوي. د طالبانو وروستيو بريدونو د سولې د مخامخ خبرو لار نېولې ده»، د پوره پاملرنې او ملاتړ وړ دی.
په هیڅ توګه بهرني او سیمه یز فکټورونه بې اغیز نه شو ګڼلای، خو په کور دننه د مرکزي حکومت په وړاندې موازي او بېلا بېلو دریځونو او د طالب سرتمبګۍ د اوربند او سولې مخه ډب کړې ده.
له بده مرغه د ځینو افغانانو داسې دوه مخي دریځونو د مرکزي حکومت لاسونه شا ته تړلي او د سولې دښمنانو ته يي لار هواره کړې ده!
د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی