نړیواله ټولنه نارې وهی چې لیوه راغی او د ښځو تش په نوم شعار هم
څو لسیزې پوره شوې چې نړیوالو شپانو ،دبشر حقوقو مدافعانو ، مدنی فعالانو ،د اروپا داتحادیې غړو ،دملګرو ملتو استازو اویو شمیر لالهانده سفیرانو،ان جی او ګانو او نورو اعتبار له لا سه ورکړی اوداټولنه دهغو پر نارو بې باوره ده. داټول دننه لګیادی او د شخړې د ابزار په توګه دکړکېچ ددوام لامل هم دی او اوس د افغانو ترمنځ اختلافو نو ته لمن وهلو کې پوره مهارت لری.
د نامعلو مې او مجهولې پخوانۍ دېبلوماتې(ل.حق پال) د را پور پر بنسټ چې نه سر لری او نه پای افغانستان ته یی د ترهګری لومړی درجه ورکړې ده.دغه جاج او انډکس یو دبل سره نه پېژنی.دملګرو ملتو د سیاسی استازولۍ یوناماو ژل شوی او ژوبل شوی شمیره متناسبه نه ده.دېپلو ماته نه پوهیږی .کله چې دکړکېچ او ترهګری خبره کوو نو طبیعی ده چې تولنه له ناوړین، له کډوالی ، بېوزلی ،دعامه خدماتو کمبود او نشتون،انارشی او نور دسهامی شرکت بدو ورڅو سره ملګرې وی دوه لسیزې شخړه او جګړه دېپلماتیک اړخ او تاریخ ټاکی دېبلو ماته د غاصبونړیوالو ادعا ته قانونی بڼه ورکوی اوپه عین وخت کې انسانی حق ته هم ګوته نیسی خو نه وایی چې څه ډول دچاحق او دکوم نصاب پر بنا؟د نړۍ زیات شمیر هیوادو نو جاهل او فضول انسانان ،جاسوس او مغرض دلته دخپلو ګتواو دالرو لپاره لګیادی چې شتولتن بیرګ یی ستر مثال دی تاسې دهغه فرعون غږېدا کتلې چې دواړه لاسونه څنګه پورته غورځوی او له وچو کولکو نه یی د هتلر دکرکې زورواکی ښکاری خو دا د یوه مطړړړړنی ولس او بیا د ټپی ملت برخلیک دې ! داد اروپا غوجله نه ده ، زه نه پوهیږم کوم قاموس کې حق پاله جګړه او دېبلو ماسی همغاړې بولی. دېبلوماته د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لیک هم دسولې ګنګو هڅو ته څېرمه بولی او د وینو بهېدو لړۍ نه خبرې کوی له بلې خوا بیا دلته دېپلماسی یودم دښخو ونډې ته ګام اچوی همدا کوم همدا! دازموږ فرهنګ دی چې نه سمیږی او یو معمولی هوایی راپور نه یادونه کیږی دسلنې محاسبه مساوی په ضرب یا تقسیم په کومه شمېره کې د اشیا فاوندېشن دلته کوم اغیز نه لری او د ښخو عاطفی او کاری برخه بې محتواده .نمایشی انګریزی اصطلاح باندې څه وکړو، دا قضیه دېپلوماتیکه کیدی نشی دا د شیطان انګریز داقتصاد او سیاسی سیانس ښوونځی دی نه د افغانستان. دمطمن خبره زموږ فاتح عیب نه لری!
د لندن د اقتصاد او سیاسی علومو د پوهنتون (London school of Economics and Political Science) یوه ناسته کی چی څو اونۍ مخکي شوې وه د ‌ شمالي ایرلند، کولمبیا، نایجریا او کشمی درط جلا سمپله دی هغه ښځی چی په دغه هیوادونو کې د سولې بهیر کې ګډون درلوده خو دغه ناسته ،او سیمې نه دافغانستان فرهنګ لری او نه د ملالی اوزرغونې تاریخ ، د سولۍ په بهیر کې د ښځو د اغېز او اهمیت په اړه خپلې تجربې شریکې کړې نو کله چې .
د افغان دودیزې ټولنې په ټولو پرېکنده مسلو کې د ښځو ونډه په يوۀ ډول شته.نو یوازې ته يې د اغېز شاهده یی. ځکه باور مې دا دى چې د سولې په بهير کې به يې اغېز د پام وړ وي دا سمه ده خو ښکاری چې ته هم د استعمار او استکبار به یابو سپره یی او د کومې ان جی او دالرې دې نوش جان کړی او شعله ای سیما سمر سره دې دجوال خوله نیولې ده هرڅه به اټکل مه وایه دېبلوماتیک تر مینالوژی لږ وګوره ! .
ته د افغانستان کلیو بانډو ته په بیلابیلو وختونو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره تللې یی . کتلي دې دي خو نه لا ماشومه پات یی او یا آازادی په خاښ سپره یی چې په وړو کلیوالو جرګو کې له میرمنو پوښتنه کېږي. په هغه شخړو کې چې لسګونه کسان په کې مړۀ یا ژوبل وي د دود او دستور له مخې د ښځو شتوالی په جرګه کې د بخښنې اړخ غښتلی کولي ولې ددې کارپه تولنه کې څوک مخالف نه دی .
په کلیو کې ملکې میرمنی هغه بللی شي چې ټول قومي مشران ېې خبرې ته غوږ نیسي او سلا مشوره ترې اخلي په کومو کلیو او کورونو کې تاقدم ایښی او کله؟ .
په ښارونو کې هم همدغه دود شته، د حساب او معنوي وزن لرونکې میرمنې ټولو پریکړو کې بلل کیږي ، دښاروالیو له ناستو نیولې بیا تر ولایتي شورا ګانو څه چې له نارینه ېې ډیر درناوی کیږي نو بیا مشکل څه دی؟ .
په جګړو کې د غچ او انتقام روحیه همدا میرمنې سړولی شي ځکه هر وسله وال که عقیدوي جګړه کوي یا عقدوي د مور له خبرې نشي تښتیدلی او که مور ېې ازاري وبولي په ټولنه کې يې ارزښت ټیټیږي دابیا تولنیزه جلا فکتورونه دی .
د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
د افغان دودیزې ټولنې په ټولو پرېکنده مسلو کې د ښځو ونډه په يوۀ ډول شته
په لنډ ډول ویلی شو افغانه ټولنه کې د ښځو ټیکری او حجاب ،عفت او غیرت ،تقوی او پرهیزکاری ،عزت او سرلوړی د درناوي سمبول دی هغسې چې پګړۍ د عظمت بیلګه ګڼل کېږي.
نو په همدی اساس د طالبانو سره د مذاکراتو په هر بهیر کی د ښځو حضور ډیر مهم دی خو وخت غواړی تر څو چې هغوئ خپلې اندیښنې او د بشری حقونو په اړوند مسلې، پروژې کړی لانجې،لاس وهنې ، دیو څو افغا نانو اړیکی او جاسوسو ښځو په مداخلو وپېژنی خکه دغه ډله چې نه خبل فرهنګ پېژنی او نه پردی د کلیو او بانډو له اکثریت ښځوڅخه استازیتوب نشی کولی ستا د سرو کرښو مثال دروغجن او خیالی دی .
خو په خواشينۍ سره چې په دغه روان بهير کې د نارینه ووونډه چا تثبیت کړی چې د ښځو ونډه هومره چې ورته اړتيا ده تر سترگو شی. د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هېڅ ښځه نشته. که څه هم قطر ته له افغانستانه وړاندې تللي پلاوي کې افغانې ښځې وې خو له ښاغلي خليلزاد سره د ولسمشر غني د ډلې په ناستو کې ښځې نه کتل کېږي حال داچې هغوی ډیرې افه ګانې ګومارلی دی دلته بیاهم دېپلوماسی دې کمزوری شوې او له باندې دی موضوع ته ګورې نه دهغې علمی او عملی فکتوروته په تیره بیا ددېبلوماسی برخه کې.خو شکاری چې تاسې له اجله مخکی مری هغه هم په ناپوهی کې.
د افغان ښځو حضور د سولۍ په خبرو کی دوی ته دا فرصت برابروي چی دوی د مرکچیانو په حیث د مذاکرې هغه لوري ته قناعت ورکړي چې د دوئ ته هغه حقونه خوندي وساتي د کوم په تړاو چې کلونه کلونه زیار ایستل شوی اوپراخ لګښت پرې شوی.
که داسې ونه شي نړیوال او افغان سیاستوال به د تل لپاره د افغان میرمنو د حق پوروړي پاتې وي او د سولې په عملي کېدو کې به ېې هم یوه تشه پرځای پرېښې وي. زه تاسره منم خو دغه برمختګ دیوه دوه او څوکلونوخبره نه ده بلکې دا اوږده لاره په اسلامی ،ملی ، کلتوری اوفرهنګی برخو کی بشپړ کار غواړی او له دې لارې دښځودحق ستونزی را کمیږی دحل لاره موندلی شی چې سیاسی او دېپلو ماتیک ډګرته لارې هم پرانیزی .ښځې باید یوازې دآزادی په بر بنډ و شعارو، لافو او باټو د سوشال مېډیا په هوایی شنو اوزرغونو سالګرو او هسې لمانخونو کې چې دنر او ښځې توپير له افراطه اوړی تېر وتنه ونه کړی هغه هم دداسې آزادۍ چی نه پزه لری او نه چڼه . ښځې په ډیرو او چتو غونډو کې د تماشو او ابزارو په توګه کارول شوی او کیږی چې دهغود خپل هویت د ساتنې لپار د ولس مشری یو نوماند متضرر کېدای شی نشی فلهذا حساب به کوو د ورورولۍ او خورولۍ تر منخه ..