خوشې نه ده چې برباد هسې وطن دی
د ملا په نوم راګډ موږ کې دښمن دی
شپې پلنګ ورځې ملنګ متل ریښتیا دی
په ممبر د ورځې ناست د شپې رهزن دی
په ښکاره د مدینې کعبې صفت کړي
خو په شا کې لوی مخبر بیا د لندن دی
شجره د پیر او غوث چې ځانته باسي
خپله دېو دی په لباس د برهمن دی
سپینه ږیره، سپین لباس، سپینې خبرې
حقیقت کې په زړه تور په مغز خیرن دی
د شیطان د عزازیل(۱) ابلیس یو نوم دی
دی د دریواړو استاد په هر یو فن دی
کوم اغیز چې په تبلیغ کې پر ولس ښندي
د کوډ ګرو تر جادو زیات اغیزمن دی
چې تبلیغ کې همسا، مار او مار همسا کړي(۲)
معجزو کې تر موسی هم بریمن دی
چې لاس کش کړي د ملت پر سر د مکر
د لاس ګوتې يي درمل د پیس، ګوزن دی(۳)
د یعقوب په څېر په مکر کې استاد دی(۴)
په ظاهر کې یو عاجز بنده په تن دی
خلک يي مخکې ټول وزګړي د رمې دی
د داوود په شان ماهر د فلاخن دی(۵)
قصه جړه له بل ځای بلې منبع ده
ملامت د فتنو هسې اهریمن دی
چې په نوم باندې ملا او یا طالب دی
د پردو په جاسوسۍ باندې تورن دی
شعروزمه خیالونه
یادونه:
(۱ ) د شیطان اصلي نوم عزازیل دی.
(۲ ) د حضرت موسی یوه معجزه ده. کله چې به يی همسا په لاس کې وه، هغه به همسا وه؛ خو کله به يي چې پر ځمکه وغورځوله، هغه به مار شوه.
(۳ ) دا هم د حضرت موسی بله معجزه ده چې د لاس په کش کولو به يی د پیس ناروغان، رغېدل.
(۴ ) یعقوب په عبري ژبه کې «حیله ګر» ته وايی. حضرت عیسو او حضرت یعقوب دواړه غبرګوني وروڼه ول، خو عیسو تري مخکې وزیږید او مشر وو. د تورات د «پیدایښت» کتاب له مخې یعقوب دوه ځلې پر عیسو چل وکړ او حضرت اسحق«د دوی پلار» د پیغمبرۍ درجه حضرت یعقوب ته ورکړه.
(۵ ) فلاخن ته په پښتو کې مچنوغزه وايي. په مچنوغزې به حضرت داوود له خپلې رمې څخه لېوان شړل. په همدې مچنوغزې يي د اسراییلو او فلسطین ترمنځ په یوه جګړه کې د فلسطین لوی پهلوان (Goliath ) جولیات وویشت او هغه ځای پرځای ومړ او په همدې لامل د هغه مهال د اسراییلو د پاچا شائول لخوا وستایل شو چې بیا د شائول له مړینې وروسته خپله د اسراییلو پاچا شو.