کمال خان بند د هېواد د لویو بندونو په شان هغه لوی د اوبو گرځولو او کنترول بند دی چې د هلمند پر سیند او د نيمروز ولایت سوېل ته د چهار برجک ولسوالۍ په ۱۸ کېلومترۍ کې پروت دی.
دا بند لس زره کلن تاریخ لري چې د جوړېدو چارې ېې د تېمور لنګ د وختونو پورې تړل کيږي چې د سیستانیانو سره د تیمور د جګړې په پایله کې دا بند ونړيد او تر ډېره وخته پورې همداسې نړيدلۍ پاتې شو. په کال ۱۳۴۵ د افغانستان د جمهور رئیس سردار محمد داوود خان د واکمنئ پر مهال د بند د بیارغونې او سروې چارې بیا پیل شوې خو د ثور د کودتا او نورو سیاسي عواملو له کبله نیمکړې پاتې شوې.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال هم د ياد بند د رغولو لپاره مثبت ګامونه پورته شول چې پدې لړ کې کولئ شو د وخت د صدراعظم موسی شفیق یادونه وکړو. موسی شفیق د کمال خان بند د بیارغولو او د هېواد د اوبو د کنترول او ایران سره د یادو اوبو د شخړې او سیاسي ترينګلتیا د حلولو لپاره د ایران د وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا سره خبرې اترې پیل کړې او د خبرو په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په هکله ۱۲ ماده يي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه لیک د دومې مادې پر اساس او د ۱۹۲۰ د بارسلونا کنوانسیون پر اساس ایران هېواد ته حق ورکړای شو چې کمال خان بند څخه په ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه او په کال کې ۸۱۳ ميلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. خو د وخت تېرېدل او د بند جوړېدو ته نه پاملرنه د دې لامل شو ترسو زموږ ګاوندئ هېواد ایران د امضا شوي هوکړه لیک خلاف څو چنده او کال کې شاوخوا ۱.۵ ميلیارده متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي، او یادو اوبه څخه د خپل کرنیز سکتور د غوړېدا او اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي، زموږ له اوبو څخه تولید شوي توکي پر موږ وپلوري او دا لړۍ تر ننه جاري وساتي.
په کال ۱۳۹۰ د حامد کرزي د واکمنې پر مهال د بند د بیا رغونې اصلي کار په درې برخو کې بیا پیل شو. د لومړۍ برخې د بیارغونې تړون د (تدس) په نامه تاجکستانۍ کمپنۍ سره وشو چې د لومړي پړاو چارې يې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۶۸۴ مترو په اوږدو د هلمند سیند ختیځ ته د انحرافي دېوال جوړېدل ول چې کال ۱۳۹۳ کې بشپړ شو. د دې سترې او بنسټيزې اقتصادي پروژې د دویم پړاو کار چې ۴۷۰۰ مترو په اوږدو او ۱۳ متره لوړوالي او شپږ متره پلنوالي دېوال وه چې د هلمند سیند لوېديځ خواته د شاوخوا ۱۵ میلینو ډالرو به ارزښت بشپړ شو.
د بند د جوړېدو د دریم پړاو کار هم د ملي وحدت حکومت د چارواکو له خوا د ۱۳۹۶ د ثور میاشت کې پرانستل شو، د بند دې برخې کې به د ۲۰۰ مترو په اوږدوالی سره په پاخه ډول د سیند منځ کې د دېوال جوړېدل او د برېښنا د تولید د دستګاه لګول به وي چې دا کار به ۷۸.۸ ملیونه ډالره لګښت ولري، او راتلونکو درې نيم کلونو کې به پای ته ورسیږي. د کمال خان بند د اقتصادي او استراتیزیک اهمیت په هکله باید ووایو چې د دې بند جوړېدل به د افغانستان په اقتصاد کې یو تحول او لوی ګام وي او د هېواد د اقتصاد لپاره به څو اړخیزې اقتصادي ګټې ولري.
لومړۍ د هېواد د اوبو د کنترول او مدیریت خبره ده، افغانستان د اوبو له پلوه يوه غني هېواد ده چې شاوخوا ۷۷ ميلیارد متر مکعبه اوبه لري چې له دې جملې څخه ۵۷ ميليارده د ځمکې پر سر روانې او پاتې ۲۰ ميليارده يې د ځمکې لاندې اوبه دي او د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ښه توب يې داده چې د هېواد د ننه غرونو څخه سرچینه اخلي. خو د يادو اوبو د مدیریت او کنترول لپاره تراوسه کوم بنسټیز کار ندئ شوئ. داچې نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ ګاونډي هېوادونه د اوبو د کموالي، د نفوس د چټکې ودې او د چاپیریال د ککړتیا له ستر ناورين سره مخ دي، د هېواد د اوبو مدیریت به د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو ستر ګام وي، زموږ د هېواد لوی سیندونه زموږ ۵ ګاونډیو هېوادونو سره شریکه پوله لري او ياد ټول هېوادونو د افغانستان له اوبو څخه ګټه پورته کوي. د هلمند سیند نه بغیر چې ایران هېواد سره شریکه پوله لري او د اوبو د وېش په هکله ورسره تړون امضا شوئ خو د ځينو ستونزو له کبله عملي شوئ نده، پاتې نور ټول هېوادونه د افغانستان له اوبو څخه بې مابا ګټه پورته کوي او کنترول ته يې پاملرنه نده شوې.
د کمال خان بند او هېواد د نورو سترو بندونو لکه کنړ د کابل پر سیند، سلما بند د هلمند پر سیند چې کار يې په دې وروستیو کې پای ته ورسید، بخش آباد په فراه کې، شاه و عروس بند، د مرغاب او هريرود پر سیندونو د د هېواد پر نورو سیندونو د بندونو جوړېدل به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو لوی زیرئ وي. کمال خان بند چې ۱۶ متره لوړوالی لري د ۵۲ میلیونو مکعبو اوبو د ذخیرې ظرفیت لري او د دې له جملې څخه د ایران سره د هلمند د تړون پر اساس ۱۴ سلنه يې د ایران حق کیږي خو اوسمهال د بند د نشتون او خرابوالي له امله د هلمند د سین ډیرئ برخه ایران هېواد ته ځې، چې د کمال خان بند په جوړېدو سره به له يوې خوا دا اوبه مهار او د اضافي اوبو د جریان مخنیوی وشي او له بلې خوا به د هلمند د اوبو معاهده چې موسی شفیق له ایران سره امضأ کړې وه يو ځل بیا را ژوندۍ او پلي شي.
دویم ارزښت يې د برېښنا د تولید مسئله ده، اوسمهال افغانستان د برېښنا له کبله يو اړهېواد ده، موږ ۷۰ سلنه خپله د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردو اوله دې کبله د کال شاوخوا ۲۲۰ تر ۲۷۰ ملیونه ډالره پیسې له لاسه ورکوو. که چېرې د افغانستان د برېښنا له ټولو داخلي تولیدي سرچینو څخه ګټه پورته شي کوئ شي په ټولیزه ټوګه د کال ۱۲۲ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي او دا په داسې حال کې ده چې برېښنا ته د افغانستان کلنۍ اړتیا په ټولیزه توګه ۴۷۰۰ میګا واټه ده. د برېښنا د تولیدي سرچینو څخه يو هم زموږ د اوبو بندونه او له جملې څخه يې د کمال خان بند ده چې بیارغونې سره کولئ شي ۸ تر ۹ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. چې یاده برېښنا د افغانستان او په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت په تولیدی او روښنايي اهدافو کې مهم رول لوبوئ شي.
د بند د جوړېدو دریم لوی ارزښت د ځمکې خړوبول دي. افغانستان يو کرنیز هېواد ده او د کرنې سکتور د ودې لپاره حیاتي موضوع د اوبو شتون او پر وخت رسول دي. داچې موږ کرنیز هېواد یو او د کرنې سکتور د افغانستان د اقتصاد د ملاتیر ده خو دا چې ولې تراوسه په دې نه يو توانیدلي چې دې مهم سکتور ته پاملرنه او وده ورکړو او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړو؟ يو مهم دلیل يې د داخلي اوبو ناسم مدیریت، کنټرول او ورڅخه ګټه پورته کول دي. د کمال خان بند په جوړېدو سره به د شته اوبو يوه برخه مدیریت او د بند شاوخوا، ۱۸۰۰۰۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه شي. چې دا کوئ شي د نیمروز ولایت د کرنې په وده او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې بنسټیز رول ولوبوي.
د کمال خان بند څلورم ارزښت د هېواد د وګړو لپاره د کار او روزګار د فرصت برابرول دي. له بده مرغه افغانستان هم د نورو شاتې پاتې هېوادونو په شان د وزګارتیا له ستر ناورین سره مخ ده. زموږ د هېواد د وګړو د وزګارتیا کچه تر ۴۰ سلنه پورې رسیږي او ولسونو مو د غربت او بېوزلۍ سختې شپې او ورځې سبا کوي، چې شته ستونزه کوئ شی تر شا نورې ټولنیزې ستونزې وزېږوي. له بده مرغه په دا ورستیو ۱۷ کلنو کې د پرېمانه بهرنیو مرستو او پانګو په شتون کې هم د افغانستان دولت ونه شو کړای چې له دې طلايي چانس څخه ګټه پورته کړي، هېوادوالو ته مو د کار او روزګار فرصتونه برابر او په ژوند کې يې مثبت بدلون راولي چې لاملونه يې ډېر کیدای شي.
د کمال خان د بند د جوړېدو په شان نورې بنسټیزي پروژې کولئ شي د کاري فرصتونو په برابرولو او د دبې روزګارۍ په را کمولو او له مینځه وړلو کې ستر او د پام وړ رول ولوبوي. د کمال خان بند په جوړېدو سره به په زرهاوو افغانانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د روزګار فرصت برابر شي. کاري ځواک به مو په کار وګمارل شي، عواید به ترلاسه کړي، ملي تولیدات او ملي عواید به مو لوړ شي، ناامنۍ، جګړو او ټولنیزو ستونزو په کچه کې به د پام وړ کموالی راشي او د اقتصادي او ټولنيزې ودې او هوساینې لپاره به لار پرانستل شي.
د ياد شویو ګټو ترڅنګ د کمال خان بند بیا رغول کولئ شي د هېواد وګړو ته د څښاک د اوبو په برابرولو کې حیاتي رول ولوبوي. نیمروز يو ریګي ولایت ده او د افغانستان د هغو ولایتونو له جملې څخه ده چې څاګانې يې تروشې اوبه لري چې د څښاک او کرنط لپاره مناسب ندي. د زرنج او د ښار شاوخوا خلکو لپاره د اوبو اصلي سرچینه د هلمند سیند دۍ، د دې سیند پر سر د کمال خان بند جوړېدل به تر ډېره د څښاک د اوبو په مهارولو او برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
بلې لویه ستونزه چې په هېواد کې او په ځانګړې توګه په نیمروز کې شتون لري د موسمي سېلابونو شتون ده، ډیرئ وخت د ورښتونو په موسمونو کې د ډېرو ورښتونو له کبله د اوبو سطحه لوړیږي او د خطرانکو سیلابونو لامل ګرځي، چې ياد سیلابونه تل د خلکو لپاره ګڼ اقتصادی زیانونه رامنځ ته کوي، د کمال خان بند په بیارغېدو سره به د یادو سېلابونو او اقتصادي زیانونو مخنیوئ او د ياد ولایت، او د بند د شاوخوا سیمو دا ستونزه به تر ډیره هواره وشي.
د دې بند جوړېدل به د نورو ګڼو اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان او سیمې هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ثبات او پرمختګ کې هم رغنده رول ولوبوي. نن سبا زموږ ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان له اقتصادي پرمختګه بېځایه وېره او اندېښنه لري. خو زموږ د اقتصادی ثبات او پرمختګ څخه د ګاونډیو او په ځانګړې توګه د ایران هېواد اندېښنه بې ځایه ده. د اقتصادي قوانینو او اصولو له مخې ټولو هېوادونو کوئ شي د اقتصادي مزیتونو او اخلاقو پر بنسټ د خپلو شته سرچینو څخه ګټه پورته کړي، تولید وکړي،سوداګریزو راکړې ورکړې ولري او له دې لارو څخه ګټه پورته او خپل اقتصاد پیاوړئ کړي.
په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ تقاضا زېږوي او هېواد مو له اقتصادي پلوه په هغه کچه نده چې نوې رامنځ ته شوې تقاضا ته مثبت ځواب ووايي، په نسبي توګه کېدای شي شته غوښتنو ته تر یوه حده ځواب ووايي خو د پوره کولو لپاره يې ګاونډي او دسیمې هېوادونه کوئ شي ښه همکاران واقع شي.
د بېلګې په توګه د کمال خان بند د بیارغونې لپاره افغانستان تخنیکي وسایلو،ماشین آلاتو او تکنالوژئ ته اړتیا لري چې اوسمهال افغانستان يې د کور د ننه د برابرولو توان نه لري، ترڅنګ يې د ساختماني چارو مخ ته وړلو لپاره مسلکي او په کار پوه کاري ځواک ته اړتیا پېښېږي چې د برابرولو ښه سرچینه يې زموږ ګاونډي هېوادونه کیدای شي چې دا کار په ګاونډیو هېوادونو کې د وزګارتیا په راکمولو او د عاید په لاسته راوړلو کې مهم رول لوبوئ شي.
د دې واړو ترڅنګ د هېوادونو امنیت او ثبات يو بل سره تړلي دي، د کمال خان بند په شان د نورور بنسټیزو پروژو پلي کول به وکړاۍ شي په افغانستان کې د امنیت په راوستلو او د اقتصاد په پیاوړي کولو کې حیاتي رول ولوبوي او له دې سره به خلکو ته کاري فرصتونه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه رامنځ ته شي، د سړي سر عاید به لوړ شي، د وګړو فقر او غربت کچه به را ټيټه شي، د هېوادوالو د ژوند په کیفیت کې به ښه والی راشي، او هېوادوال به مو د ښه ژوند خاوندان شي، بهرنیو هېوادونو ته د غیر قانوني او له خطر ډک سفرونو به کم شي، د جرمونو په اندازه کې به کموالئ راشي او په پای کې به د هېواد امنیت او تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي او افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړئ به سیاسي او اقتصادي ثبات کې حیاتي رول لوبوئ شي.
نو ګاونډیو ته په کار ده ترڅو د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره خنډ نه بلکې د ښو اقتصادي مناسباتو په چوکاټ کې د افغانستان د پرمختګ لپاره حامي او ښه مرسته کوونکي وګرځي. په دې هيله چې د کمال خان بند په شان د هېواد نورو سیمو کې هم سترې او بنسټیزې اقتصادي پروژې پلې شي، افغانستان له اقتصادي پلوه د ګاونډیو او نورو هېوادونو له لومو او اړتوب وژغورل شي او هېواد مو يو ځل بیا د آسیا د غلې کندو جوړ او پرمختللئ، په ځان بسیا او خپلواک ګران افغانستان ولرو.