پس له ډېره وخته مسافرۍ د وطن ، خپلو خلکو ، دوستانو او خپلوانو د ليدو د مينې په ماتولو کابل ته ولاړم .
دهوايي ډګر نه په موټر کې دخپلوانو په منځ کې خپل پلرني کور ته د وردګو په لوري په موټر کې روان وو .

د ډېر وخت مسافرۍ له وجهې د ښار بڼه راته بدله ښکارېده .هره کوڅه، څلور لارې ، جاده او تعمير راته جالب او نوي وو چې په کتلو ئې زما د کنجکاوی احساس او دليدو تلوسه ، تنده او شوق به نور هم زیاتېده .
زړه مې غوښتل چې د کابل د هر ژوندي موجود او ماحول په هکله يې پوښتنې وکړم او ځان ترې خبر کړم ، خو د موټر سرعت او د وخت کموالي دا چانس نه ميسر کاوه ، چې په دومره کم وخت کې د ښار د اوسيدونکو او جوړو شويو څيزونو د ژوند داستانونه واورم او دهغه رازونو نه خبر شم چې په زړونو او تل کې يې ذخیره دي . همدا وجه وه چې په لڼد سوال او ځواب مو خپل سفر ته دوام ورکاوه .
د باغ بالا ، پير بلند د زيارت او پولیتخنیک په ليدو زما د ځوانۍ او محصلۍ دخاطرو د يادون سره د ميرويس ميدان دبيروبار او شورماشور نه ډک بازار نه د کمپنۍ په طرف موټر خپل مسير طی کاوه .

د لارې په استقامت مې د سړک په غاړه يوې لويې کلا نظر جلب کړ ، چې لوړ ديوالونه‌ ئې لرل او د ديوالونو په سر د اغزنو سيمونو کلک مزي تړل شوي وو .کلا په اول ، مابين او اخر کی لوړ دمراقبت برجونه لرل ، چې په کې مراقبين د ټوپکو سره ماشه په‌ګوته ولاړوو . دکلا لويه اوسپنیزه دروازه وه او مسلحو کسانو پرې پيره کوله . په حيرانۍ سره مې د خپلوانو نه پوښتنه وکړه چې پخوا خو زندان په دهمزنګ کې وو اوس ئی دلته را نقل کړئ دئ ؟
څنګ ته ناست د اکا زوی مې په خندا راته وويل چې تا نه هم مسافرۍ دوماغي توازن ګډوډ کړئ دئ او چې د مجاهدينو د قوماندان استوګنځای وويني ، د زندان ګومان پرې کوې . دا د يوه جهادي قوماندان کور دئ . داسې کلاوی اوس په افغانستان کې بيخي زياتې شوې دي .
ما ويل چې بيا دومره کلک امنيتي ترتيبات د څه دپاره ؟ جهاد خو يو سپيڅلی فرض دئ ، چې کوونکي ئې د دنيا او اخرت اجرونه او ثوابونه لري او د مسلمانانو په زړونو کې ځای لري ، بيا د چانه ډاریږي ،چې د زندان په شان ځای کې ئې ځان قيد کړئ دئ ؟
ويل د خلکو نه .
د خلکو نه ؟؟
هو د خلکو نه ،ځکه د جهاد تر نامه لاندې ئې جنګي جرمونه کړي دي او د جايداد او قدرت د حاصلولو پاره د ډېرو قتلونو مرتکب دئ ، دخلکو او بيت المال مځکې يې غصب او دپاټکونو په جوړولو ئی غلاوې هم کړې دي . علاوه ددی د امريکايانو سره يې هم کلکه دوستي شروع کړې ده او د خلکو په بمبارد او وژلو کې ښه فعاله وڼده لري چې دې کار ئې په قوم او اولس کې منفور او ځای ئې نشته .
که دا کلکه کلا اومسلح محافظين نه وي ، خلک يې تر ګريوان نيسي او د مجرم او خايين په نامه ئی محاکمه او مجازات کوي .
ما ورته ويل چې زندان خو همدې ته وائي ، چې د لويو ديوالونو تر شا پروت يې او دکلا نه بهر ازاد نه شې ګرزېدلئ ، د ټولنې نه په انزوا کې ئې ، نور انسانان درته دمجرم په سترګه ګوري او دعزت په ځای نفرت در نه لري .

ددې زندان او دهمزنګ د زندان توپير په دې کې دئ ، چې هلته يو مجرم ددې دپاره په زندان کې ساتل کيږي ، چې خلک ئې نور د جرم او جنايت نه متضرر نه شي او په دې زندان کې بل مجرم د خلکو دقهر او د عدالت غوښتنې نه ځان بندي کړئ دئ . دهمزنګ عمومي زندان دئ او د زنداني د جېل موده ئی هم ټاکل شوی ده ، خو دا انفرادي او عمري زندان دځئ ، چې ټول عمر به د وجداني عذاب او روحي فشار سره مخامخ وي . مبارزه او جهاد خو د ازاد ژوند‌ او محیط د حاصلولو په منظور وي ،نه ځان ته د زندان جوړولو او هغې کې اوسېدلو دپاره .

د اکا زوی مې راته ويل چې دا کيسې پرېږده او دځانه بزرګ مه جوړوه.دا ملک ټول زندان ګرزېدلئ دئ ، څوک د مجبوريت نه او څوک د شهوت نه .
ته راته ووايه !هغه د موبايل وعده دې چې کړې وه پرې ولاړ يې ، که نه ؟
دلته خو د وعدو باران او د وفا يې وچکالي ده ؟

ما ويل بې غمه اوسه، تر اوسه ددې ځای اقليم تاثير نه دئ را باندې کړئ . جيب ته مې لاس کړ او ....