طنز

لوی مارغان مو په مرداریو ماړه سول اوس تاج د مارشالي غواړي
اصیل کارغان مو د ځنګل لوړې ځالې او په ګوربتانو باداري غواړي
داسې سوړ باد راالوتۍ دی په دې خودآباده د عصري بوټو په ځنګل
هر خړ ټپوس هر څه د پک سر په زور له دولته غیر قانوني غواړي
دواک لپاره هر بدل سړي لکه سپي دمردارو غوښو لپاره جنګیږي
دبا ابرو غلا لپاره څوک ډبل عبدالله څوک سنګل غني غواړي
د ارګ غلو واکمنو نورو غلوته ویته خوله اوچوغې سترګې دې نیولې
هغوی هم یوازې دوام د ځان د سورتخت او پاچاهي غواړي
د ارګ مشرانو ملي ورځي بلکل هیر ي دي په ملي اتلانو لوبې کوي
ارګ په دې کار یوازې د وطن دخډلانو غاښ سپیني او خوشحالي غواړي
چې یو بیله پښتونه د بل کوم کام پړسیدلی سړی مړ یا شهید سي
ارګ بې سوچه ډهغه نوم د یو ملي اتل دنوم په ځای میخ ول دستي غواړي
داختر دود دی کشران دمشرانو کره نخود ، ماچې او کولچې خوري
زموږ مشران اوس په ویاړ یوازې د کوچني سمسارو لاس بوسي غواړي
اختر کې غني ځي د عبداله کړه کرزی ځي دفهیمک جان کړه واه!
ان دمشرانو مو سل په سلو کې زړه دداسې کشرانو د پښو چاپي غواړي
وايي بهرنیو ډاکټرانو غلو هم چندان سیلابی چپاول دې ځنګل کې ونه کړ
اوس پارلمان بیرته پخواني اتلانو غلو ته جواز د دوکانداري غواړي
هر څه د خیرات پيسې چې راځي بیرته ښوی له مورۍ «شور»وځي
یو چورانک په دار نه سو یا زور لري یامحاکمه له هغو ففتي فیفتي غواړي
قانون سته خو هر یو چي اوږده ژبه او ببر سرلري په خلکوه سرداري کوي
دا ځنګل له ښکاره ډک دی مالک نه لري دهر ښکاري خود زړه زور زیاتي غواړي
نوی سیاست وایي «په وطن کې شرمښان خوشحاله ،رمه خوشحاله »
ارګ مو اوس دملت په انګولا کې د شرمښانو سره پوره انډوالي غواړي
ارګه له ترامپه دا نوی سیاست زده نه کړې چې دنوبل جایزې اوبیا ټاکونولپاره
په خپله ګټه افغانستان ،ان خپل ملت او ټولي دنیا ته سمه دمه سر دردي غواړي