لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان،‌ مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا د پایتخت سکرمنټو په ښار کې د ددغه ایالت د ګورنر( والي) د ودانۍ په وړاندې زمزمه کول. د هرات، مزار،‌ پروان او بامیان په ګډون، د هیواد د اکثرو سیمو او ژبو افغانان او د لسو په خواو شا کې تورپوستې امریکایې میرمنې هم دی سوله ایزې غونډې ته راغلې وې. د غونډې لمړني ویناوال او مدني فعال، فرهاد یوسفزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:‌ د افغانانو سره دغه زور زیاتی نه د پرون خبره وه او نه د نن ده، بلکې دا د هغې پلان شوې دسیسې لړۍ ده چې له څلویښتو کالو راهیسې روانه ده. زموږ دیني علما، انجنیران، ډاکټران او استاذان وژل کیږي. تر څو چې په ایران باندی سیاسي،‌ اقتصادي او حقوقي فشار نه وي اچول شوی،‌ موږ به په ایران کې سوځول کیږو او زموږ په تنکیو ماشومانو به جنسي تیري کیږي.
د حقوقو د پوهنځې د ماسترۍ د دورې محصل تمیم غني زاده وویل: دشمن بیاید و از نزدیک ببیند که ما یک برادر،‌ یک هم وطن و یک صدا هستیم. دشمن نمیتواند ما را به نام های پشتون، تاجک، هزاره،‌ ازبک، ترکمن و غیره تقسیم نماید، همه ما یک افغان هستیم، اجتماع امروزی ما نشانګر وحدت و همدلی ما هست. ما خواهان عدالت اجتماعی هستیم و هرګز از حقوق برادران ما که بدست عمال ایرانی به آتش کشیده شده اند، خاموش نخواهیم شد و ما این جنایت را تقبیح می کنیم. د ښځو د حقوقو لپاره یوې فعالې، بصیرې علیم چې تیر کال یی په کالیفورنیا کې د خپلو حقوقي فعالیتونو له کبله جایزه هم اخیستې وه داسی وویل:‌ موږ افغانان باید یواځې د زنده باد او مرده باد په شعارونو اکتفا ونکړو او د ایران د ظالم رژیم ددغه وحشت په وړاندی چپ پاتې نه شو. همدا څو اونې دمخه یې زموږ ۲۷ تنه ورونه زموږ پخپلو اوبو کې لاهو او د مرګ میلمانه کړل. یوې محصلې علیزاده وویل: خاموشی‌ در مقابل این جنایت رژیم ایران ګناه است،‌ ما هیچګاه برادران سوخته شده و غرق شده خویش را فراموش نخواهیم کرد. ما خواهان عدالت و محاکمه این جنایتکاران هستیم.
لیکوال او په سکرمنټو کې د افغان کلتوري ټولنې پخواني مشر، ولي الله ملکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: موږ د پیریو پیړیو لپاره د خپلو دینی او ملي ارزښتنو دفاع په تورو، نیزو، برچو او چقمق ټوپکو کړېده او هغه د هغې زمانې ضرورت او یوه روا غوښتنه وه. خو د علم او ټکنالوژۍ پدی عصر کې د دښمن د مقابلې لپاره باید هماغه شان وسله وکارول شي په کومې چې موږ وژل کیږو. زما هیله او غوښتنه داده چې دا ځل د ټوپک په ځای له قلم څخه کار واخلو، ډیرې تجربې مو وکړې خو د قلم او کتاب زور مو سم ندی ازمایلې. همدا رنګه موږ باید خپلې خویندې او لوڼې د هیواد په سیاسي او ټولنیز برخلیک کې شریکې کړو، ځکه د افغانستان یوه مور او ښځه هم په هیڅ انتحار او انفجار کې لاس نلري،‌ خو له بده مرغه تر هر چا زیات همدوئ ځوریږي او کړیږي.
د سولې د داعیې یو تن فعال، شاهي سعادت په نړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې نه یواځې د ایران د متعصب رژیم د کرکې ډکې پالیسۍ خلاف بی توپیره پاتې نشي، بلکې د ډیورند د فرضي کرښې د دواړو غاړو میشتو ولسونو پخلاف د څرګندې او ناڅرګندې کرغیړنې جګړې د لمبو په مړه کولو کې باید مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، ددغې سیمې د ولسونو پخلاف یوه سیستماتیکه،‌ ناروا او مرموزه جګړه روانه ده، هلته د علم او عرفان دروازې تړل شویدي،‌ د پګړۍ، حجرې او مرکې مشران وژل کیږي او بیا یې مړي هم تری تم کیږي. موږ په جګ غږ، د نړیوالو غوږونو ته دا پیغام رسول غواړو چې موږ د نورې مهذبې نړۍ غوندی په سولې او امن کې د ژوند کولو حق لرو.
احمد نصیر هراتي وویل: دشمن مکار و خاین کشور عزیر ما باید بداند که دیګر نمیتواند ما افغانها را بنام های ننګرهاری، بدخشي و بامیاني تقیسم کرد و در میان ما رخنه پیدا کند. ما با هم برابر و برادر هستیم. رژیم ایراني، یک تعداد کثیری از افغانهای مجبور ما را در جنګ های مذهبی و خونین خویش به عراق و سوریه فرستاده و خون شانرا می ریزاند. ما به یک صدا این جنایت شانرا محکوم می کنیم، و در عین حال از رهبران به اصطلاح سیاسی خویش جدا خواهش می کنیم که دیګر در دام اخوندها نیافتد و متوجه باشند که مبادا ملت غیور ما یک روز حوصله خود را از دست خواهد داد.
غونډه چې د غرمې په یوه بجه پیل شوې وه، د خامنه اي او روحاني د انځورونو په څیرولو او د کالیفورنیا د پلازمینې د کیپټل بلډنګ (د ګونر او ایالتي پارلمان) ګرد چاپیره د سوله ایز لاریون وروسته، درې بجې پای ته ورسیده. د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ د جرمني په کولن، پاریس او ځینونو نورو اروپایې هیوادونو کې هم ورته سوله ایزې او اعتراضیه غونډې وشوې او د ایران د پولیسو او سرحدي ځواکونو د غیر انساني او وحشي کړنو غندنه وشوه.