راجپال یادیو، د هندي سینما (بالیوډ) یو تکړه ټوکمار هنرمند دی چې په لویشتينک سره مشهور او په لسګونو فلمونو کې ښه ځلیدلی دی. پرون می په فیسبوک کې د نوموړي یو ویډیوي پیغام ولید چې ټول ټال وخت یې له دری دقیقو څخه زیات ندی. د بلا شهرت او پیسو سره سره، زموږ د ځینو فیشني او خیرات خورو سیاستوالو په څیر نه ښکاریده. د نکټایي درک یې نه لګيده او آرایش یې هم نه وو کړی. مازې یو نازکه شان بنین په غاړه د قرنطین په خونه کې یواځی ناست دی او د نمستې په ویلو سره خپلې خبرې داسی پیلوي:
(لکه د نورو په څیر، زه هم پدی سوچونو کې ډوب یم چې د اوو سمندرونو په منځ کې دا کومه ستره هستي چې آباده ده، د هغې ۷۱ سلنه اوبه دي. پاتې یی ځنګلونه،‌ دښتې او غرونه دي او فکر کوم چې له لسو څخه تر پنځلسو فیصدو پورې په پاتې مځکه کې موږ اوه نیم ملیارده انسانان ژوند کوو. له کومې ورځې چې زه پیدا یم،‌ همدا یوه خبره اورم چې دا سوپر پاور (زبرځواک) دی او هغه سوپر پاور دی. نن مې یقین راغی چې سوپر پاور صرف یو دی او زموږ د ژوند دا څرخه په پیسو نه تاویږي او واکمنان یې هم نه چلوي. بلکی اصلي اتلان یې دغه ډاکټران او نرسان دي چې د مرګ سره لوبې کوي، د ټرکونو دغه موټر وانان دي چې خلکو له خواړه راوړي او دغه جارو کشان دي چې لارې او کوڅې پاکوي. دا ژوند به هله نور رنګين او خوندور شي، کله چې وجدان له زنګ څخه پاک شي).
نه پوهیږم چې د مهاتما ګاندي دغه هیودا وال، ځان د رحمن بنده ګڼي او که د بګوان،‌ ور به شي خبر به شي. خو زما یې ددی ساده مګر تیله دارې فلسفې له دوو ټکو سره غرض دی، وجدان او اتلان. راجپال پداسی ټولنې کې سترګې غړولی چې ژوند یې طبقاتي دی، کاست ورته ویل کیږي او خلک په پنځو درجو (کټه ګورۍ یو) باندی ویشل شویدي. خو موږ د یوې عقیدتمندې ټولنې په توګه، یو برابر رعیت یو، د برترۍ معیار مو ډیره تقوی او ښه انسانیت دی. افغانان پدی وروستیو څلورو لسیزو کې د یو نوي جنګي کلتور او د نازونو له ذهنیت سره اشنا شويدي، پردي خو پریږده، حتی له نورې اسلامي نړۍ سره چورلټ توپیر لري.
زموږ په هیواد کې، سبا بیګاه، د جهاد، الحاد، فساد، مقاومت او غنیمت بحثونه دي. د دمونو، بمونو او تورتمونو شعارونه اوریدل کیږي. په سیاسي غونډو، محرابونو او منبرونو کې، د قصورونو او قبرونو ترانې زمزمه کیږي. د هرې ډلې مقتول شهید او جنتي دی او د مقابل لوري هر وژل شوی کس مردار او دوزخي دی. ژوندي بی قدره دي خو د مړو په ګومبزو د خیراتي پیسو ملیونونه ډالرې مصرفیږي. د هر شین بیرغ په ټنډه لیکل شوي (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا) مګر د عمل په ډګر کې د پیښوریانو په اصطلاح، خبره اپوټه او د غوښې او چړې ده. له اغیارو سره معاهدې امضاء او ښې سیاسي چنې ووهل شوې، مګر د عبادت او مغفرت په سپیڅلې میاشت کې د مسلمانو وطندارانو زښته پریمانه وینې توئ شوې.
د الحادي نظام وروستې مشر، ډاکټر نجیب الله د مکرویانو په یو کرایي کور کې اوسیده، ولی د جهادي نظام واړه واړه قومندان صیبان په شیش محلونو کې ژوند کوي. په جرمونو تورن جګړه ماران سپین بازان شول، نور وپړسیدل او لا زیات و نازول شول. خو همدغه خلک د پیرنګيانو څخه د خپلواکۍ د ګټونکي ملي اتل، اعلی حضرت امان الله خان په قهرمانۍ باندی شکمن دي. ددغه ځوان ټولواک د زیارت له څنګ څخه په منډه تیریږي، په قبر یې د فاتحې لوستل بدعت ګڼي او درناوی یې سیاسي مصیبت بولي.
د الجزائر ولس، فرانسوي استعمار (۱۸۳۰ - ۱۹۶۵م) ته ماتې ورکړه او په ګاونډۍ لیبیا کې د دغه صحرایي هیواد باتورو خلکو د عمر المختار په مشرۍ د ایټالوي یرغل په وړاندی (۱۹۱۱ - ۱۹۵۲م) حماسې وزیږولې. پدغو دواړو هیوادونو کې په ملیونونو خلک شهیدان شول، هر غازي ته د ننګیالي په سترګه کتل کیږي، مګر د هیڅ چا په اوږو د مارشالۍ ستوري ندي ټومبل شوي او نه چا ته ملي اتل ویل کیږي. یواځی (المختار) ته د شیخ الشهداء لقب ورکړل شوی او قبر یی ګومبزه نلري.
له منځنیو پیړیو را واخله تر ننه، افغانستان یواځنی بدمرغه هیواد دی چې په څلویښتو کلونو کې، د دوه نړیوالو زبر ځواکونو او دوه سیمه ایزو پهلوانانو د اشتها ښکار شویدی. په همدی څلورو لسیزو کې، افغانستان د څلورو ضد او نقیضو نظامونو د لابراتوار په توګه و کارول شو، مګر د هرې ازمیښتې پایلې منفي او د درمل په ځای د درد سبب شوې.
دیانت د خالق او مخلوق ترمنځ د اړیکې نوم، د معرفت ځانګړی ادرس او یوه فردي مسئله ده. خو د خلق او پرچم خونړي رژیم، جهادي او تنظیمي واکمنۍ، د امارت او خلافت اسلامي نظام او د غربي ډیموکراسۍ او جمهوریت دغه اوسني معجون، هر یو په نوبت نوبت سره هغه د خپلې ایډیالوژې په خم کې رنګ کړ. هر یو جلا جلا هڅه وکړه چې هغه ته د خپلې هندارې په ځلا کې انعکاس ورکړي. له بله پلوه، د معیشت ښه کول،‌ د ولس غږ ته غوږ نیول او د ټولنیز عدالت پلي کول د هر دولت او حکومت بنسټیزه دنده وي، خو دغه څلور واړه نظامونه د قدرت په ټیل ماټیل کې پاتې راغلل.
انتخابات چې په شرعیت کې مهم ځای لري او د ډیموکراسۍ او ولسي ارادې تمثیل دی،‌ په غړیدلو سترګو مو ولیدل چې دغه ملي پروسه څرنګه اغوا شوه او په څومره مهارت سره د زور واکو او بلواکو د هوسونو په درشل کې نذرانه شوه؟ همدغه ډلې ټپلې د زرګونو افغانانو له قاتل سره د همدردۍ په بهانه د سفارتونو طوافونه کوي او په سیند کې د لسګونو وطنوالو په مرګ، بیا مرګوني سکوت اختیاروي.
اروا پوهان د وجدان تعریف داسی کوي: (وجدان یو پټ غږ او ژور احساس دی، چې هر عاقل انسان د هغه له لارې سم له ناسم څخه جلا کوي او د شر په ځای یی د خیر خوا ته بیایي) د څلورو لسیزو د ناترسې جګړې په لمبو کې ایره شوې ارواوې، ددی لا ځوابه پوښتنو د ځواب په تمه دي چې: آیا زموږ د برخلیک ټیکه دارنو کله هم له ځان سره دا محاسبه کړې چې دوئ د وجدان له محکمې، پیغرندو او تومتونو څخه خوندي دي؟ آیا دوئ رښتیا هم دا احساسوي چې واکمني باداري نده، بلکی یو مسئولیت دی؟ آیا دوئ دا مني چې د بل منل، د ولسونو د عروج زینه او تعصب او پردي پالنه، د زوال او بربادۍ پیلامه؟
وخت او تاریخ به راتلونکو نسلونو ته ستاسې د ملامت او سلامت خبرې را وسپړي او د پټو رازونو صندوقچې به مو حتما یوه ورځ ماتې کړي، خو بیا به ډیر ناوخته او اوبه له ورخه تیرې وي !؟
————————————————————————
یوه هیله: د پښتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د قلم، ژبې او فکر له خاوندانو څخه هیله کوم چې خپله مورنۍ ژبه د ټکنالوژۍ، سیالۍ او برابرۍ رجې ته سیخه کړي. استغناء ښه ده، مګر دا ژبه لا زیاتې غنا ته اړ ده،‌ ځکه موږ خالق تعالی ته د لمونځ نیت په پښتو تړو، بیا ورته د قرانکریم په ژبه زارۍ او عبادت کوو. مننه