ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره
ته لمانځلی محمد یی منوره
د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه
اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره
هر کور کې د شهید ستاینه کیږي
زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره
غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي
نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره
ستا مقام د طالب کور دی بختوره
بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره
ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي
په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره
هر کلی درته هغو وایی اختره
چې لري سینه کې زړه لکه ډبره
لویه خدایه نور په مونږه رحم وکړې
میم دعا کړي ته امین وایه دلبره