پروفیسور سعید الرحمن اعوا ن وایی: حقیقت دادی چې اسلام کې دولت د شوری او مشورې له مخې د ټولې نړی لپاره یوه بېلګه ده. اسلام په هغه وخت کې د ولسواکی او مشورې بنسټ ایښی چې داروپا پر ظالما نه اوتیاره دوره باندې پنخه پېړی د تېرېدو په حال کې وې او داسیا ، افریقا او اروپا وچه کې په هېڅ هېواد کې دولسواکۍ اثر هم نه لیدل کېده او نه دولسواکی عینی او ذهنی فرهنګ وجود درلود.
پوهان په دې خبره پوهیږی او باورلری چې د مسلمانانو اړونده ټولنیزه چار وکې د مادی قانون په توګه داڅرګندونه بشپړه بڼه او مانا لری چې الله (ج) فرمایی :وامر هم شوری بینهم . دوی خپلې چارې دمشورې له لارې سرته رسوی.همدا ډول رسول اکرم( ص) ته فرمایی: وشاورهم فی الا مر.له دوی سره په ټولو چارو کې مشورې کوه .علامه ابن تیمیه رحمت الله ددې ایت لاندې لیکی :کله چې الله( ج) پیغمبرته د مشورې امر کړی دی نو نور خلک خو زیات حق لری چې په دې ایه عمل وکړی .له پورتنی ایې څخه په صریجه توګه په ډاګه کیږی چې ددولت چارې په هیڅ وخت کې دیوه کس په لاس کې نه شی کېدای بلکې مشوړه ددولت لپاره یو مهم اصل دی لکه چې حدیث کې راغلی دی:
« اما انالله ورسوله نفینان عنها ولکن جعلها الله تعالی رحمه لافی فحن استثارمنهم له بعد م رشدا ومن ترکها لم بعد غیا»
که څه هم الله (ج) او رسول اکرم (ص) مشورې ته اړتیا نه لری خو الله ج زما او ستا لپاره رحمت ګرځوی ، نوچاچې مشوره وکړله طبیعی خبره ده له ښې لارښونې څخه برخمن کیږی او که چا ونه کړه نوکله به هم له ناسمې لارې نه را ونه ګرخی . لکه دڅلور لسیزو جنګ او جګړو ، توپیرونو اوکرکو ،جهالت او بدبختیو،وژنو اوتباهیو ، بغاوت او افترا تورتاریخ تکراریدل او داودلا په څېرچی تویتر کی امتیاز او خیرات له سیاست سره څه ډول مقایسه کړی؟
له دې سره سره چې د نبی (ع) مشورې ته اړتیا نه وه له صحابه وو سره زیاته مشوره کوله لکه د ترمذی په روایت کې له ابو هریره څخه نقل دی چې هغه فرمایی :«مارایت احدا اکثرمشوره لا صحابه من نبی». ماله ملګرو سره په زیاته مشوروله نبی (ع) پرته بل څوک نه دی لیدلی .اوهمدارنګه علی کرم الله وجه څخه نقل دی :«قال رسول الله لوکنت مومرا احدا من غیر مشوره لامرت علیهم ابن ام عبد .»که پاچا په حق کې له مشورپرته د خلافت امر کولای شوای نو ما به عبدالله بن مسعود(ع) په اړه امر کړی وای. م.کرمچند ګاندی ۱.۳ بلیون نفوس کې د اسلام له عدم تشدد ،حلم،برکت ، اوتواضع څخه په اعظمی تو ګه ګته اخلی او دسولی ګام ته په مختلفو مذاهبو کې عملی جامه وراغوندی اوس ۳۵ ملیونه نفوس د ۱.۳ بلیونوشمیرې دصفرونو په تناسب محاسبه کړی .
اما له پېړیو او تاریخی واکمنیو وروسته وینو چی کړ کیچ فردی او شخصی شوی ، میم زره ما ټوله د ما! په ارګ کې هم یو شمیر ډوډۍ خواره ناست دی غنی ته به څه ډول مشوره ورکړی لکه د پخوانۍ هوایی سولې شوروا غړی له ربانی ...ترکشافه له خلیلی ...بیا تر بل ندافه مجانی تنخاګانې چې شرعی حکم یې نه درلوداخیستی ،له اسلامی نظام سره په ټکر کې راخی . غفارخان به ویل سوله او یووالی ډېر لازمي دي، ځکه که موږ متحد وو وبه درېږو، که ووېشل شو وبه غورځو او په یووالي کې مو قوت پروت دی. اختلاف په خدمت کې نه وي، اختلاف له خود غرضۍ نه پیدا کېږي.
داځل بیا د ولسمشر غني داوږده سیاسی تونل طرحه له ډیرمقاومت او ناندریو نه وروسته په دې برخه کې محتاطانه تر سره شوه چې نه یوازې یې له خپل کمزوری سیال بغاوت ګر اماتور غبرګ اودو لا سره جوړجاړی وکړ بلکې په دولت کې یې نورو خورد ،مثقال پاو کم او چارک کم سیاسي تش په نوم قرارداد یانو او همدارنګه احزابو ته هم ځالې پیدا کړلې؛ د دغې سیاسي هوکړې له مخې به ولسمشر د دولت عالي شورا په نوم د سیاسي دلالانویعنی یک کشمش او ۴۰ قلندرو( دیتیمانو ټاټوبی!) او ملي شخصیتونو(؟) یوه بله شورا جوړه کړی چې ولسمشر ته به دهېواد په مهمو مسایلو کې مشوره ورکوي چې غړي به یې له دولتي ځانګړي پروټوکول څخه وقتا فوقتا برخمن وي. خو دغه ډګر به ولیدل شی چې څنګه ؟
په دې کار سره ولسمشر غني کولای شی د ټولوسیاسی لورو د نیوکو،ګواښونو،لافو او پټاکو، ګاو درحال جان کندن و قصاب درغم چربو( بیوزلی یتیم ولس! )مخه په سیاسی لحاظ تر کنترول لاندې راولی که چېرې غنی په کورنی سیاست کې دغو ناکامو کجیرانو ته د هېواد په ټولو ملي مسایلو کې د دې شورا له ادراسه او نوم نه د همغږي کېدو،مشارکت او برخه اخیستلو او نظر څرګندونو صلاحیت ورکړي او وګوری چې څه کولای شی دا کارحکومت له نیوکو ،هیاهو او نورو بړاسونو خلاصوی چې دغنی دپلوماسی باندی ګتوره اغیزه لری ولس مشربه هم به هر کار کې له مداخلی وباسی . او که څوک اساسا اصلاحات غواړي نو مستقیما کولی شي په اړه یې خپل نظر څرګند کړي.
دغه هوکړه لیک ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس چې پنځه کلونو کې هېڅ لاس ته راوړنه نه لری خدای (ج) او ټول ملت هم ولید.تېر په هېر یې اوس بجث ته اړه نه لری . د غوايي په ۲۸مه دافغانستان د جمهوري اسلامی ریاست په دلکشا ماڼۍ کې د افغانستان د ځینوپخوانیو ناکامو ،ازمایلو ، بې کفایتو هسی سیاسي مشرانو لکه حامدکرزي د امریکې د بن د ککړې معاهدې لاس پوسی،شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیا ف ، بروفیسل کریم خلیلي، محمدیونس قانوني د بن نازو ، نعمت الله شهراني او یو شمېر بهرنیو د پلوماتانو په مخ/حضور کې لاسلیک کړه.ګپ اسانه خو عمل ډیر مهم دی داډیر کلک، بایمانه ،باعزته، او غیرتمن ولس دی چې دیرو ستونزونور ستړی کړی .
دغه راز په دې سیاسي هوکړه کې ډیر مهم فکتور دادی چې غبرګ اودولا د ملي مصالحې شورا مشري خویې ومنله وایی «پشکه به داوړو جوړه کړم میو به په کې څوک وکړی؟» او که مشر میو دخپل فیشن انګریزی برګ پطلون ، سرخی او سفېدي دیوې کلیمې تر نوم لاندی « درین راستا» کې دشیشو په مخکې نښتی پاتې شی اودخپلې پوزې برس کېدو غم کې وړتیا له لاسه ورکړی نو غنی کولای شی چې .... نوم یې کشمش کېږدی او په اسانی یې کشې کړی !که نه په دې صورت کې به د افغانستان دولت د یو ځانګړی بودجوي واحد په توګه دغه شورا تمویلوي او د شورا رئیس ته به د هېوا د دوم شخص او سلاکارانو ته به یې د دولتي امنیت او تشریفاتو پروټوکول ورکول کېږي.خو وګورو چې یو شمیر خوسکی لا خاورې شیندی او له غبرګ راستا سره هم همنوا او همغږی نه دی .دیوه سوکاله،خپلواک ،پرمخ تللی او نیکمرغه افغانستان په هیله راتلونکی کمکی اختر مو مبارک شه !