لواطت په جایزه کې چې مارشال شي
خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي
چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي
داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟
د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه
پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی
بل هنر او بل کمال په غم کې نه وي
ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي
د هغو خلکو په ناسته پاڅه مه ځه
ګلم جم يي چې ښایست، ښکلا جمال شي
ډار او وېره له هغې ورځ پکار ده
چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي
که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي
ښای دې ځینې بدتر مو هم احوال شي
زموږ ملک کې یو نادود بنسټ بنا شو
هومره غټ شي چې هرڅومره پردیپال شي
هغه څوک چې پردیپال، د بل ځری شي
په دې ملک کې یا جنرال او یا پاسوال شي
که مو هر څه د ځنګل قانون په نرخ شي
ټول حقوق زموږ د واړو به پیمال شي
که فرصت د تجدد له لاسه ووځي
ارزوګانې امیدونه به زاوال شي
د هغې لارې په لټه، هڅه غورځو
څو ویجاړ وطن د نورو ملکو سیال شي
شعروزمه خیالونه
18.05.2020
- اسدالله نوري
د روسيې چاپ "نېزاويسيمايا ګزېته"
خبريال: اندرې سېرېنکه
ژباړه: اسدالله نوري
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزير ووژل شو. د غورځنګ غړي وايي، د عارف وزير د ترور تر شا د پاکستان اردو او طالبان لاس لري. پښتانه سياستوال اسلام اباد په سياسي وژنو او حکومتي تروريزم تورنوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي په وینا: د پي ټي ایم ۳۵ کلن مخکښ غړی عارف وزير تېر ماښام(د مې په لومړۍ) د وزيرستان په واڼه کې وروسته له روژه ماتي د تره له زوی سره پر لار پلی روان...
18.05.2020
- طاهر ثابت
ګهیځ نه پوهیږم څوک دی. دا به د هغه له وروستنی لیکنی نه معلوم سی. خو د اولی لیکنی له عنوان او تفصیل نه معلومیږی چه هغه د شک په حال کی دی. شک مو ځکه ووایه چه هغه د خپل دیلیکتیک په دوران کی د اوسنی خدای منکرو سوالونه او جوابونه د سوال په ډول خپاره کړی دی.
د ګهیځ سوالونه البته د حاضر خدای ناشناسی په سفسته (غیر فلسفی) ولاړ دی چه اوله برخه یی د روسی او غربی او نورو په لیکنه متکی وی او اخرینی برخه یی د د عیسویانو په توماسی عقیده متکی وی. مونږ د دواړو برخو په هکله لیکنه کوو او دواړی برخی له...