طنز
وطن مو په پوري وهلو سل کاله تر شا کړ
چا مو ویاله چا موسیند د یو بل پسې غلاکړ
دادکوم بدمخي جادوګر دښمن نخښه وه
هر لوی خاین یې راته دلته مجاهد او ملا کړ
دهر ملنګ یې د وزارت او ریاست پټکی تر سر وتړله
د تعلیم پر ځای یی القاب ورته مجاهد او اغا کړ
امریکا دخپل ټکس په پیسوښه تجارت وکړ
خلکو ته یې هر امریکایي سکه بچی اولیا کړ
چا دبرق پیسې وځغلولې چا د روغتونو ددوا
اساسي قانون دپاک وطن چور او پلور رواکړ
غله چارواکي ټول ډالري میلیاردران سول
هر یو ځان ته یو تبلیغي تلویزیون هم پيدا کړ
ډیر د مقام لیوني ناړې بهیدلي سپيان سول
د واک لپاره یې په څو لارو ټول واک دغل لالا کړ
دیو ټېم د کدر توپیر د غلا په بیزوواني کې له بل سره نسته
دې دواړو د په خپلو ژړو داړو دا ملک څیري او تباه ګړ
څوک د امریکا څوک د روس او کډوانوغلامان سول
د پردو لپاره یی خپل وطن په خپلو غاښو پوفنا کړ
ددې غلا له ویروس څخه نه جوړیږي دا وطن
ځکه اشغالګرودا ټول نسل اموخته په وطن زنا کړ
12.05.2020
- محمدکریم نور
څاروی حلال نه، ښنکی پر سر نیولی۔ په بل عبارت، د واده یا خیرات لپاره څاروی حلال شوی نه دی، خو ده به کاسه یا پتنوس د غوښې لپاره وار له وړاندې پر سر نیولي وي او د "راکړه" نارې به وهي۔ کټ مټ لکه ډاکتر ګلمرجان۔ د رایې ورکولو بهیر لا پای ته نه وي رسېدلی، خو دی پلید به بوغارې وهي چې ټاکنې ده ګټلې دي، دی ولسمشر دی، سبا ته کابینه جوړوي، که یې چا مخ ډب کړه، خلک به ووژني، ولسونه به د توکم په نامه وپاڅوي، د وینو سېلابونه به راولي، افغانستان به تجزیه کړي، خو مسئولیت یې د ده پر غاړه نه، بلکې د بل پر غاړه د...
13.05.2020
- قاضي نجیب الله جامع
وروسته له زیاتو ټاکنیزو ناندریو، سیاسي کښمکښونو او فشارونو بلاخره ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د یوه نیسبی بین الافغاني ډیالوک په هڅه کې د یوه بل ګډ حکومت پر جوړولو سره سلاه شوی دی.ولس خوشبینه ده او تمه لری چې دغه سیاسي جوړجاړې یوځل بیا د ملي یوالي د دوه سرې حکومت ترخي تجربی تکرار نه کړې او تر ډیره سولې ته چې د افغان ملت ملي لومړیتوب، ولسي غوښتنه او یوازنۍ هیله ده کار وکړې، د تیر له اشتباحاتو عبرت واخلي، پر خپل ولس تکیه ولری او سولې ته د رسیدو له لارې د یوه پر امن، یو بل زغمونکي، سیال او یو...